<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-24 17:35:16    
د طبيعی ګاز مشهوره سوداګره د اوکراين د لومړنی ښځينه صدراعظمې په توګه وټاکله شوه

cri

ګرانو اوريدونکو، زما نوم شو شاو چين دی ، سر له ننه نړۍ ته د لنډې کتنې په نامه د پروګرام د نطاقی دنده په غاړه لرم ٠ په نننی پروګرام کی به تاسو ته د اوکراين په تاريخ کی د لومړنی ښځينه صدراعظمې په باب څه معلومات وړاندی کړم٠

سږ کال د فبروری په څلورمه نيټه ، د اوکراين په پارلمان کي چه څلور سوه پنځوس چوکۍ لری، د درو سوو دری اويا د موافقو رايو په ګټلو يوليا جيموشنکو د هغه هيواد په تاريخ کي د لومړني ښځينه صدراعظمې په توګه وټاکله شوه٠ جمهوررئيس يوشينکو په بيړه سره د اوکراين د دې د ټاکنی حکم لاسليک کړ ٠

جيموشنکو د ١٩٦٠ کال د نوامبر په اوه ويشتمه نيټه د اوکراين په ختيځ ښار دنيپروپيتروفسک (Dnepropetrovsk)کی وزېږيده ٠کله چه هغه يوه ماشومه وه، پلار يی مړ شو او د مور تر پاملرنې لاندي يی وده کړی ده ٠ له پوهنتون څخه د فراغت نه وروسته يوه انجنيره وګرځيده ٠ د ١٩٨٩ کال راهيسی په تجارتی چارو کی يی برخه واخستله او دوه کاله وروسته يی د اوکراين د نفتو شرکت جوړ کړ٠ په ١٩٩٥ کال کی د دې تر کنترول لاندي ټول شرکتونه د اوکراين د انرژۍ په واحد شرکت بدل شول چه په پاي کي د هغه هيواد د طبيعی ګاز عرضې ددې شرکت تر انحصار لاندي وې په بله ژبه په يوه اوږده موده کی د هغه هېواد د اقتصادی شريان يو پر څلورمه برخه تر کنترول لاندي وه ، نو جيموشينکو د طبيعی ګاز د شهزاده ګی په نامه ياديږي او د دې شرکت پانګې تقريبا يوولسو ملياردو امريکايی ډالرو ته ورسيدې٠

کله چه جيموشنکو ١٩کلنه وه ، د يو غلط تليفون په واسطه يی د يوه عالی رتبه مامور زوی الکساندر و پيژاند او څو مياشتې وروسته يی ورسره واده وکړ چه په دي اثر د جيموشنکو سرنوشت بدل شو . د الکساندر د پلار په ملاتړ، جيموشنکو په تجارتی معاملاتو کی ستر بری موندلی دی ٠ له دې نه پرته ، جيموشنکو د خپل توان په واسطه د لازانليکه اعتماد تر لاسه کړی چه د دنيپروپيتروفسک د ايالت مشر او د اوکراين صدراعظم و، او د ده په مرسته جيموشنکو سياسی صحنې ته پورته شوه٠

جيموشنکو وويل چه د ټايمز په نامه د امريکې په مشهوره مجله کی د خپل نوم ثبتول د دې هيله ده ، له دې څخه څرګنديږی چه د طبيعی ګاز شهزاده ګی د دې وروستی هدف نه دی او په سياسی ساحه کی مهم رول لوبول د دې وروستی هدف دی ٠ د تيرې پيړۍ د نهمې لسيزې په پای کی ، جيموشنکو د مسلسلو درو ځلو دپاره د پارلمان د غړۍ په حيث و ټاکله شوه ٠ په ١٩٩٩ کال کی يی د اوکراين د ملي اتحاد ګوند جوړ کړ او د همدې کال د پای څخه د ٢٠٠١ کال تر پيل پوری يی د يوشنکو په مشری د حکومت د صدراعظم د مرستيالې په توګه وټاکله شوه چه د انرژۍ د چارو مسئوله وه٠ مګر د ٢٠٠١ کال په جنوری کی د اوکراين عالی څارنوالی د قاچاق او رشوت په شمول د جرمونو په تور جيموشنګه جنايی محکمې ته راوبلله او ور پسی جمهوررئيس کوچما د جيموشنکو د صدراعظم د مرستالې له دندې څخه ليری کړه ٠ د ٢٠٠١ کال د جنوری په مياشت کی جموشنکو ونيوله شوه او د کيف په بنديخانه کی يی پنځه څلويښت شپې او ورځې تيرې کړې ٠ له بنديخانې څخه د خوشي کيدو نه وروسته جيموشنکو د مخالفو

ډلو د يوې مشرې په توګه د يوشنکو سره يوځای د کوچما پر ضد مبارزه وکړه ٠ د ٢٠٠٢ کال راهيسی جيموشنکو د اوکراين په پارلمان کي د بيلا بيلو ګوندونو د اتحاد د مشرتابه دنده په غاړه درلوده ٠

په ٢٠٠٤ کال کی جيموشنکو يو وار بيا له يوشنکو سره اتحاديه جوړه کړه او د جمهوری رياست په انتخاباتو کي د بري موندلو لپاره يی ګډ کوشش وکړ٠ د ټاکلی موافقه ليک سره سم له دې نه وروسته چه د جمهوری رياست په انتخاباتو کی يوشنکو بريالی شی، جيموشنکو به د صدراعظمې په توګه وټاکله شی٠ د انتخاباتو په ترڅ کی جيموشنکو تل د يوشنکو په خوا ولاړه وه او د دې د ډېرو په زړه پوری ويناوو او قاطعو عملونو تر تحريک لاندي يوشنکو د جمهوري رياست په انتخاباتو کي کامياب شو ٠ اوس د صدراعظمې په توګه جيموشنکو وټاکله شوه٠

ګرانو اورېدونکو، په نننی پروګرام کی مو تاسو ته د اوکراين د لومړنی ښځينه صدراعظمې په باب معلومات وړاندی کړل ، هيله ده چه پروګرام مو خوښ شوی وی او شپه مو په خير٠