

يوه ملګری راته وويل : زه چې نا وينم هسی خوشحاله يم ! ما په ځواب کی وويل : که دلته سړی هسی خوشحاله نه شی نو د خوشحالۍ لپاره خو عقلی او منطقی دليل نه شی پيدا کيدی .
هغه چه مونږ يی د خوشحالۍ اسباب ګڼو ، په حقيقت کی د غم او تشويش اسباب وی او خلق پری هسی خوشحاله وی .
هغه ماشومان چيه په لارو او کوڅو کی په ماتو کودړو او خاورو ګټو باندی لوبی کوی ، څومره خوشحاله دی ؟ ايا دا خوشحالی بی سببه نه ده ؟ که د دغې خوشحالی اسباب همدغه وی چه له دغو ماشومانو سره يی ګورو ، ايا هيڅ ورته ويلی نه شوو ؟ د عقل په نظر کی خو دنيا هم هيڅ ده او يو فيلسوف ژوندون او دنيا هرڅه هيڅ ګڼی . که زه او ته ميا يو بل څوک کله په څه شی خوشحاليږی په حقيقت کی هسی خوشحاله دی او نيک بخت هماغه دی چه هسی خوشحاله وی .
که سړی سوداګر مزاجه وی او بی د دنيا له ګټی نه ، په بل شی نه شی خوشحاليدلی ،که دروازې يی دسرو او سپينو هم وی ، په کور يی د غم کاڼی پريوزی او په خوب کی هم خوشحالی نه وينی .
که يو سړی هر څومره لوی شی او په لوی کور کی کښينی هغومره له خوشحالی نه ليری کيږی او لهانديښنو سره يی تعلقات زياتيږی .
پخوا زه په بل فکر کی وم مګر لهيوه وخته راپه دی خوا ، په دې عقيده يم چه خوشحالی د ماشومانو مال دی او دبلوغ اصلی علامه له غم سره اشنا کيدل دی . د عقل او هوښياری علامه هم بی غمی نه ده غم دی ، پوهان او هوښياران هر چيرته بړوس ناست وی او غمونه تلی .
زه چه دلته له هرچا سره غم او انديښنه زياته وينم او خوشحالی نه وينم ، نو خوشحاله شم چه ښه ده دا خلق د صغارت له مرحلې نه بير شوی دی ، ځکه دنيا ورباندی داسی تنګه ده چه افلاطون يا ديوجانس هم پهخپل غم کی دغومره په تنګ نه و .
چيرته چه د خوشحالی قحط وی ، که يو سړی هسی بی زيار و زحمته خوشحاله وی بايد نيکبخت يی وګڼو او تبريک ورته ووايو .
وروسته له دغو څوخبرو ، زه خپل اشنا ته وايم ، زه هم تا غوندی يم چه اشنا ووينم هسی خوشحاله شم او زما د خوشحالی سرمايه هم تش ليدل او کتل دی . دا سرمايه د مالياتو د قانون لاندی نه راځی او حساب وکتاب ته يی ضرورت نشته ، ځکه چه خلق يی هيڅ او هسی ګڼی . زه همدغه خوشحالی چه په هيڅ او هسی بنا وی ، په هيڅ شی نه ورکوم ، دا متاع زما په نظر کی ډير قدر لری . ته ورته هيڅ يا هسی مه وايه ، که ته زما په ليدو خوشحاله يې زه هم ستا په ليدو خوشحاله يم ، ځکه وايم چه ته هسی نه يی خوشحاله . ښايی ما ډير زيار ايستلی وی چه ته زما په ليدو خوشحاليږی او ديوه بل پهليدو نه شی خوشحاليدلی . که نورهيڅ نه وی ، هغه مينه چه زه يی له تا سره لرم تا خوشحالوی او په تا باندی اثر لری .
دا ټولی خبرې ما هغه وخت ونه کړی ، زما جواب يوه جمله وه او بس .
نه پوهيږم ښاغلی بختانی زما په خبرو کی څه وليدل چه په دغه باب کی يی مضمون رانه وغوښت . ما ته د فرمايشی مضمون ليکل ډيرګران وی او يوازی د زړه په فرمايش څه ليکلی شم ، مګر ځينی اشنايان په زړه کی ځای لری ، ځکه يی خبره په ډاک غورزول اسان کار وی .