<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-25 16:43:46    
خوراکونه که مناسب نه وی خوب ته ناوړه اغيزه رسوی

cri

ګرانو دوستانو د چينايانو د روغتيا په خپرونه کی به دخوراکونو او خوب ترمنځ د اړيکو په باب معلومات تاسوته وړاندی کړو.

د مارچ ٢١ نيټه د نړۍ دخوب ورځ ده .ډير خلک په دی ښه پوهيږی چی خوړل هم د خوب کيفيتوته اغيزه رسوی . په دی وروستيو وختونو کی اړوندو ډاکترانو د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی دی ته اشاره وکړه چی د بی خوبۍ علت زيات دی چی په دی جمله کی نامناسب خوړل يو مهم علت دی . چينی کسان چی خوب نه راځی په ورځ کی يا په شپه کی ځينی خوراکونه چی د خوب دپاره ښه نه دی وخوړل .

د کار،فشار او د شرابو د څښلو په شمول د ژوند د بد عادت په اثر ډير ځوانان د بی خوبی په حال کی اخته شوی او شمير يی هم مخ په زياتيدو دی چی په دی جمله زياتره يی هغه ذهنی کارکوونکی دی چی د انترنت ،اداری او مطبوعات په کارونو بوخت دی نوځکه د خوب مسئله بايد د توجه وړ ده .

د نړۍ د روغتيا د سازمان د تحقيقاتو له مخی په نړۍ کی په سلو کی ٢٧ کسانو کی د خوب مسئله موجوده ده .د احصائيی له مخی يوازی په شانګهای کی په سلو کی ١٥ خلک د خوب د نه راتللو د مسئلی سره مخامخ دی چی په دی جمله کی په سلو کی ٥٦ ښځی دی .

خوب له خوړلو سره نژدی اړيکی لری که خلک د شپی په ډوډۍ کی زيات خوراکونه وخوړل نو د خلکو دماغ تازه او فعاله کيږی او د شپه لخوا ښه خوب نه شی راتللی .زيات کسان هيله لری چی د شرابو د څښلو له لاری ځان ارام شی ،مګر کله چی خلک شراب وڅښی ،صحت ته به سخت تاوان رسيږی .نو ځکه هغه خلک چی د شرابو د څښلو عادت لری د خوب وخت يی زيات دی .مګر د خوب کيفيت يی ښه نه دی .له دی نه علاوه خلک د خوب نه مخکی د مرچ ،اوږه ،پياز داسی خاص بوی لرونکی خوراکونه مه خوری ځکه چی داس خوراکونه د خوب د ښه کولو دپاره ناوړه اغيزه لری مثلأ د مرچ او پياز په شمول خوراکونه د خلکو د معيدی د هاضم طاقت ضعيفوی چی په دی اثر ښه خوب يی نه شی راتللی .په عين وخت کی د کافيئن په ګډون خوراکونه د خوړلو په اثر خلک به بی خوبی وی .

خوب د خلکو د روغتيا د تامين او د بدنی قوت د اعاده کيدو دپاره مهمه وسيله ده ،نو د ښه خوب د راتللو دپاره مونږ به څه وکړو ؟لومړی د خوب نه مخکی زيات خوراکونه مه خوری .ځکه چی که خلک د خوب نه مخکی خوراکونه ډير وخوری ،نو د دوی د معيدی او کلمو دنده به زيات شی چی دا د بدن دپاره ناوړه اغيزه لری ،خلک د خوب نه مخکی وږی وی ښه به دا وی چی لږ خوراکونه و خوری ،مګر بايد د لږ تفريخ نه وروسته خوب وکړی .دوهم خلک د خوب نه مخکی چای مه څښی .ځکه چای د اعصابو جهاز ته د خوشحاله احساست رسوی او له دی امله خوب نه راځی .دريم د خوب نه مخکی خلک بايد فعاليتونه او کارونه ونه کړی .که نه اعصاب بی په خوشحاله حالتو کی پاتی دی نو بی خوبی حالت هم رامنځته کيږی .له دی نه علاوه مونږ بايد دی ته متوجه اوسو چی د خوب نه مخکی زياتی خبری مه کوی او د خوب په بهير کی د بړستن په وسيله خپل سر پټ نه کړی چی په دی اثر د بدن اړتياوړ اګسجين کم راځی نو په دی وجه خلک د شپی په ډوډۍ کی لږ خوراکونه خوری او هغه خوراکونه غوره کوی چی لږ حرارت او پروتين پکی زيات دی مثلأ کب او د چرګ غوښه او داسی نور .نوموړی خوراکونه د خلکو د احساسات د ارامتيا دپاره مهم رول لوبوی په تيره بيا د هغو بی خوبی خلکو دپاره ګټور دی چی د کارونو د اړتيا له امله بايد د شپی لخوا خوراکونه وخوری او هغه خوراکونه لازم دی چی زياتی اوبه موجودی دی او دهاضم دپاره ګټور دی .په عمومأ هره ورځ خلک د شپی په ٦ بجو ډوډۍ خوری او په لسو بجو کی خوب کوی چی دا د ژوند دپاره تر ټولو نه ښه لاره ده .دغه راز په مساعده توګه هغه خوراکونه خوری چی د خوب دپاره ګټور وی مثلأ شيدی لين چی او له هغو خوراکونو څخه ځان ګوښه کوی لکه چی کيلی ،غله دانه او داسی نور .

نو په دی وجه که خلک ښه خوب کول وغواړی بايد مساعده خوراکونه انتخاب کړی .ګرانو دوستانو نننی پروګرام پای ته ورسيد خوشحاله اوسی .