<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-25 18:11:21    
پريږدی چه د غريبو کورنيو شاګردان په مکتبونو کښی شامل شی

cri

اوس له لومړنيو ښوونځيو نه ترمنځنيو ښوونځيو پوری چين نه کاله اجباری پوهنه اجرا کوی . که څه هم
ارنه دی چه ښوونځيو ته تعليمی لکښتونه وړاندی کړی ، خو دکتابونواو د ليليی لګښتونه او نور لګښتونه بايد د شاګردانو په غاړه وی ، دغه لګښتونه په کليو کښی د ځينو غريبو کورنيو دپاره يو سخت بار دی . نو ځکه ځينی شاګردان په دی سبب له ښوونځيو څخه وتلی دی .

د دغی مسئلی دحل دپاره څلورکاله دمخه چين په کليوکښی د دغو غريبو شاګردانو سره د مرستی په خاطر د کتابونو، کتابچو او د ليليی د لګښتونو او نورولګښتونو څخه د معاف کولو په باب د پاليسۍ په تطبيق پيل کړی دی .

دچين په شمال کښی د داخلی مغوليستان په خودمختاره سيمه کی د يی جينګ هو لو ولسوالۍ يوه داسی سيمه ده چه اقتصاد يی وروسته پاتی دی، دنوموړی ځای بزګر لی فی ژونګ پخوا د سويانو دروزلو په اتکا ژوند کول او ژوند يی هم دومره بد نه و . خو تير کال د وبايی ناروغۍ د رامنځ ته کيدو په نتيجه کښی دده له خوا روزل شوی سل ګونه سويان مړه شول او هغه ته نسبتا ستر اقتصادی تاوانونه رسيدلی وو په دی ډول لی فی ژونګ د خپلو دوو ماشومانو دپاره د کتابونو ، کتابچواو د ليليو د لګښتونه د ادا کولو توان له لاسه ورکړی دی ، په محلی ځای کښی د نوموړی پاليسی په تطبيق پيل شوی

دی . هغه په خوشحالۍ سره خبريال ته وويل زما دمشری لور د يوه کال د کتابونو ، کتابچواو د ليليود لګښتونو دادا کولو دپاره اته يا نهه سوه ژن مين بی

يونه پکار دی اوکشره لور می په لومړی ښوونځی کښی هم درس وايی ، هر کال يو سلو اتيا ژن مين بی يونه مصرفيږی او اوس دنوموړی پاليسۍ د تطبيق په نتيجه کښی زما انديښنه هم ليری شوی ده .

له دی کبله چه د يی جينګ هو لو ولسوالۍ يوه نسبتی غريبه سيمه ده ،د بزګرو او مالدارانو عايدات يی په عمومی ډول ټيټ دی ، نو ځکه د مالی مشکلاتو د په نظر کښی نيولو سره محلی حکومت لا هم پريکړه وکړه چه پريږدی ، ټولی کليوالی کورنۍ د نوموړی پاليسۍ له ګټو څخه برخمن شی .د نوموړی ولسوالۍ مسول ښاغلی ليو وين شان وويل د دولت د پاليسۍ دغوښتنی له مخی دشاګردانو دپاره د درسی کتابونو ، کتابچو او د ليليو د لګښتونو څخه د معاف کولو په باب د پاليسۍ د تطبيق په جريان کښی مونږ بايد د يو لک ژن مين بی يونو په اندازه پانګی واچووچه همدا اوس مو دنوموړی پاليسۍ د ښه تطبيق دپاره د يولکوشپيته زره ژن مين بی يونو په اندازه پانګی اچولی دی.مونږ دی ته ترجيع ورکوو چه په نورو برخو کښی لږی پانګی واچوو او هم غواړو چه تر هر څه لومړۍ دپوهنی انکشاف ته ستر اهميت ورکړو

اوس د يی جينګ هو لو په ولسوالۍ کښی دمنځنيو او لومړنيو ښوونځيو شپاړلس زره تنه زده کوونکی دنوموړی پاليسۍ له مرستو څخه ګټه اخلی .دمحلی ځای د يو منځنی ښوونځی امر ښاغلی جانګ تی ژونګ زمونږ د راډيو خبريال ته وويل چه پخوا د غريبۍ له کبله ډير زيات ماشومان له ښوونځيو څخه بی برخه شوی وو ،

خو اوس يو داسی ماشوم هم نه ليدل کيږی .چه په ښوونځيو څخه بی برخی پاتی شوی وی .

د داخلی مغوليستان په خود مختاره سيمه کښی د نوموړی پاليسۍ د تطبيق د اوسنی حالت په باب د نوموړی خودمختاره سيمی د رئيس مرستيال ليان جی وويل اوس زمونږ په خود مختاره سيمه کښی يو سلو يو ولسوالۍ شته او په يو اتيا ولسواليو کښی نوموړی پاليسۍ اساسا تطبيق شوی دی چه دغه رقم زمونږ د ولسواليو د عمومی حجم په سلو کښی اتيا برخه نيسی . که څه هم په دغو څو کلونو کښی دداخلی مغوليستان په خود مختاره سيمه کښی داقتصاد ی ودی سرعت ډير چټک دی ، خو بااستعداد کسان لږ دی ، نو ځکه مونږ بايد د ماشومانو پوهنی ته په درنه سترګه وګورو ، دا دنوموړی پاليسۍ د تطبيق دپاره زمونږ يو ډير مهم ستراتيجيکی نيت دی .

دخبر له مخی له ٢٠٠٥ کال نه تر ٢٠٠٧ کاله پوری به مرکزی حکومت په پر له پسی ډول د نوموړی پاليسۍ د تطبيق دپاره ددوه ويشتو مليارډو ژن مين بی يونو په اندازه پانګی واچوی .