د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د چين د دولت د رئيس مرستيال ځنګ چينګ هونګ د اپريل په ٢٥ نيټه په بيجنګ کې د افغانستان د جمهوررئيس د مرستيال دمحمد لکريم خليلي سره د خبرواترو په بهير کې وويل چيني خوا د کورني ارامتيا د ساتنې او د سياسي ميکانيزم د بشپړولو دپاره د افغانستان د کوششونو ملاتړکوي او په مداومه او فعاله توګه به د افغانستان د اقتصاد د بيا رغاونې په بهير کې برخه واخلي او د دواړو هيوادونو ترمنځ اقتصادي او تجارتي همکاري پياوړي کړي ٠ ځنګ چينګ هونګ وويل د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي مناسباتو د ټينګيدو د پنځوسو کالو نه راهيسي د دواړو هيوادونو ترمنځ دوستانه مناسبات په مداومه توګه انکشاف موندلی او د متقابلې ګټې پر بنا همکاري په پر له پسي توګه ژورتيا موندلې ده ٠ چيني خوا د دواړو هيوادونو ترمنځ د نيک ګاونډيتوب ، دوستۍ او همکاري د مناسباتو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او نيت لري چې دغه مناسبات نور هم پرمخبوزي ٠ د خبرواترو په ترڅ کې ښاغلي خليلي وويل افغانستان د چين د يووالي د سترو چارو ملاتړکوي او په ټينګه سره د يو چين د پيژندلو پاليسي اجراکوي ٠
|