<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-26 18:06:34    
که څه هم وزر مات شو ، خو زړه می هم جګ الوزی

cri

د تيری مارچ په وروستيو ورځو کی د چين د هونان ولايت د واکمن ګوند د کميټې په منظورۍ هغه ښځه چه د خپل ژوند تر وروستيو شيبو پوری معيوبينو ته په خدمت لا هم بوخته وه ، د نوموړی ولايت د مترقی او ممتازې شخصيتی په توګه اعلانه شوی او خلکو ته بلنه ورکړه شوی ده چه ورځنی زده کړه وکړي . د نوموړی ښځی نوم جاو شياو چونګ او د هو نان ولايت د جي شاو ښار د معيوبينو د اتحاديی د شورا رييسه وه ، له بدمرغه څو مياشتی وړاندی د ناروغۍ په اثر له دنيا څخه لاړه .

جاو شياو چونګ د تو جيا په قوم پوری اړه درلوده . د ١٩٩٧کال د جون اتمه نيټه د ٣٧ کلنی جاو شياو چونګ لپاره ډيره بدمرغه ورځ وه . ولی چه په دی ورځ هغه د ورون او پښو د ناڅاپه او سخت درد له امله روغتون ته لاړه او د داکټر د معاينی او تشخيص نه وروسته هغه د هډوکو په سرطان اخته شوې وه . ددی خبر په اوريدو سره جاو شياو چونګ حيرانه شوه او اوښکی يی په پر له پسی توګه له سترګو څخه بهيدی .

د شل کلنۍ په وخت کی جاو شياو چونګ د يوه مسلکی ښوونځی څخه د فارغيدو نه وروسته د يوه تکنيشنې په توګه په يوه لويه کيمياوی صنعتی فابريکه کی وګمارله شوه . د ٣٣ کلنۍ په وخت کی هغه د رسمی کار په بهير کی د

زيارونو او تکړه والی له برکته د جي شاو ښار د چاپيريال د ساتنی د اداری د رييسی په توګه مقرره شوه .

جاو شياو چونګ يوه کلکه ښځه وه او له روغتون نه د وتلونه وروسته هغه د نوموړی ناروغی دوسيه په پټ ډوله له ځان سره وساتله او د پخوا په شان په خپل کار مصروفه وه .

له ١٩٩٧ کال نه نيولی د ٢٠٠٥ کال د جنوری تر پنځمې نيټې يعنی د هغی د مړينی تر ورځی پوری جاو شياو چونګ په وار سره په روغتون کی د ١٣ ځلو لپاره جراحی عمليات وکړل، خو په أخر کی يی په ټول بدن کی د سرطان د خپريدو له امله ټول ورون او پښی يی مجبورأ پرې شوی او معيوبه ښځه شوه .

د زياتی بدمرغۍ وړ خبره دا ده چه په دی مشکل او غمجن وخت کی د جاو شياو چونګ ميړه هم ورځنی جلا شو .

مګر د هغه وخت نه راپديخوا چه جاو شياو چونګ د هډوکو د سرطان په ناروغی اخته شوه ، د شيانګ سی د تو جيا او مياو قومونو د خودمختاری ناحيی او د جي شاو ښار د مختلفو درجو مشرانو د هغی علاج ته ډير پام اړولی او د پوره توان په اندازه يی وار په واره هغه د مرګ له خطر څخه بچ کړه . په روغتون کی د بستری کيدو په موده کی د هونان ولايت د واکمن ګوند د کميټی د منشی پخوانی مرستيال جنګ پاۍ مينګ له هغی سره شخصأ روغتون ته لاړ او هغه يی دی ته تشويق کړه چه د ناروغۍ سره مبارزه وکړی ترڅو ورباندی غلبه وکړی . محلی اوسيدونکی له هغی سره د مينی د څرګندولو او حال احوال پوښتنی لپاره هم روغتون ته لاړل . ميرمنی جاو شياو چونګ وويل چه د مشرانو او ولسونو مينی

ته د ځواب لپاره زه بايد له ناروغی سره مبارزه وکړم او په خوشحاله او ارزښتناکه توګه به د خپل ژوند هر ورځ تيره کړم او د ژوند تر وروستيو شيبو پوری به د هيواد او خلکو لپاره ښه خدمت وکړم .

ميرمنی جاو شياو چونګ د دغه ډول ايمان او ارادې سره سم نه يوازی په مصنوعی پښو په تمرين او عادت کولو ، بلکی يی د کمپيوتر په زده کړې پيل وکړ . د ٢٠٠١ کال د می په مياشت کی يی وار په واره د ښاری حکومت مشرانو ته هغه تقاضا وړاندی کړه چه په رسمی کار بيا پيل وکړی . بالاخره نوموړو مشرانو دهغی تقاضا ومنله او د دی ښار د معيوبينو د اتحاديی د شورا د رييسی دنده يی هغی ته وسپارله . له دی امله په هماغه شپه جاو شياو چونګ دومره هيجانی شوه چه د ټولې شپی لپاره يی خوب لاړ . هغی په خپل يادداشت کی داسی ليکلی چه که څه هم زما وزر مات شو ، خو زړه به می لا هم جګ والوزی .

د ١٥زرو معيوبينو سره د مرستی لپاره جاو شياو چونګ چه يوازی ١٥ سانتی متره نقصانی اندام ورته پاتی ؤ ، د نوموړی ښار له ١٨ علاقه داريو او دفترونو څخه ليدنی کتنی وکړې او له يو زرو تنو معيوبينو سره يی خبری وکړې .په ٢٠٠٢ کال کی په دی غرض چه د جي شاو په ښار کی د معيوبينو د بيا روغی جوړی مرکز جوړ شی ، هغی لوړو مقاماتو ته د اړوندو راپورونو په وړاندی کولو او د پيسو په راټولولو پيل وکړ . خو په دی وخت کی دهغی په نقصانی شويو اندامو کی سرطان د بدن سږی او لاسونو ته خپور شو او په نتيجه کی يو ځل بيا د روغتون د عملياتو کوټی ته ورسوله شوه او د عملياتو نه وروسته په ښی لاس يوازی بټه ګوته پاتی شوی ده . د ٨٦ ورځو نه وروسته هغه بيا خپل دفتر ته لاړه او په کمپيوتر کی يی په خپلی يوازنی پاتی شوی بټی ګوتې د جي شاو ښار د معيوبينو د بيا روغی جوړی دمرکز د جوړولو په باب د ٥٠ پاڼو تجويزنامه ووهله . بالاخره د هغی د هلوځلو له برکته د نوموړی مرکز د جوړولو پلان د اړوندو مقاماتو لخوا ومنل شو او پيسی يی هم راټولی شوی .

په ٢٠٠٤ کال کی د معيوبينو د اقتصادی عايداتو او ګټو د زياتولو لپاره جاو شياو چونګ د خپل دفتر له ملګرو سره يو ځای په نژدی دوو هکتارو مځکو کی د جاپانی چارمغزو د ونو د نيالګيو په روزلو پيل وکړ . دغه ډول ونی زياتې ميوې کوی او په اسانه توګه روزل کيږی چه د معيوبينو لخوا کرلو ته مناسب دی .

د روان کال د جنوری په مياشت کی د ناروغی د نورهم خرابوالی له امله جاو شياو چونګ بيا په روغتون کی بستری او د بی سدۍ په حال کی ولويده ، کله چه هغه په هوښه راغله ، سمدستی يی خپل ورور ته وويل : وروره ، زه به ژر له دی دنيا څخه لاړه شم ، اوس په مځکو کی مضری خزندی د چارمغزودونو نيالګي له منځه وړی او ژر د هغو په ضد درملونه وپاشی ... چه دا د ميرمنی جاو شياو چونګ په خپل ژوندکی وروستی خبری وی .

د ٢٠٠٥ کال د جنوری په ٥ نيټه جاو شياو چونګ د تل لپاره له دنيا څخه خپلی سترګی پټې کړې او خلکو د هغی وير وکړ او هغه ډيره يادوی . نن سبا د هونان په ولايت کی دجاو شياو چونګ د زده کړې توده څپه رامنځ ته شوی ده .