

ټولو ته معلومه ده چه د اوړه په واسطه جوړ شوي رشته د ډيرو خلکو له عمده و خوراکونو څخه ده ٠ دغه ډول خوراک په چين کې خصوصأ د چين په شمالي سيمه کې د ډيرو خلکو د ډوډۍ پر ميز باندې مهم ځاي لري ٠ د رشته جوړ شوي خوراکونه هم بيلا بيل دي ، مثلأ د ښوروا رشته ، د سبزي رشته ، د غوښو رشته او داسي نور ٠ دلته د غوښو رشته جوړونه په دي ډول ده ٠ لومړي نيم کيلو خام رشته ، دوه سره بانجان ، يو غټ پياز ، څو داني اوږه ، دوه سوه ګرامه پخول شوي د چرګ غوښه ، لږ څه شين رنګ سبزي چه په خپله خوښه ټاکل کيږي .، برابر سوس ، غوړي او مالګه تيار کړي ٠ وروسته نرم تار رشته په ديګ کې واچوي او تر ممکنه حده پوري يي جلا جلا کړۍ او د بخار په واسطه يي پخه کړۍ ، رشته چه پخه شي ، په يو سامان کې واچوي او رشته يخه کړۍ ، که رشته اوږده ده ، کيداي شي چه له پنځو ساتنې مترو نه تر لس ساتنې مترو پوري قطع کړۍ ٠ بيا به پخول شوي د چرګ غوښه په نرم تار پري کړي ، غټ پياز د تار شکل پوري کړۍ، شين رنګ سبزې هم په تار پري کړۍ ، د سوربانجن پوستکي وباسي او ټوټه ټوټه يي کړۍ، اوږه ميده ميده کړۍ٠ وروسته په يو ديګ کې برابر غوړي پکې واچوي او ديګ د اور د پاسه کيږدۍ ، غوړي چه سري شي ، د چرګ غوښه او سبزې سره يو ځاي پکې واچوي او برابره مالګه ور زيات کړۍ٠ يو يا دوه دقيقي نه وروسته به يي له ديګ څخه راوباسي او په يو بل سامان کې واچوي ٠ له دي نه وروسته په يو بل ديګ کې برابر غوړي پکې واچوي او ديګ د اور د پاسه کيږدۍ ، غوړي چه سري شي ، نوموړي غټ پياز پکې واچوي ، لږ شيبه وروسته سوبانجن پکې واچوي او ويي لړۍ ، سربانجن چه په غوړي کې نرم شي ، برا بر سوس ، مالګه ، ميده شوي اوږه او نوموړي رشته سره يو ځاي پکې واچوي او ورو ورو ويي لړۍ او په عين وخت کې لږ څه اوبه هم ورزيات کړۍ، خو يو وار زيات اوبه په کار نه دي څو چه رشته ډير نرم نه شي ، ور پسي تيار شوي د چرګ غوښه او سبزې هم ور سره يو خاي ولړۍ ، کله چه موجود اوبه د رشته له خوا اخيستل شوي او رشته هم ډير نرمه او کلکه نه وي ، نو دغه خوراک تيار شو ٠ دلته د توجه وړ خبره دا ده چه د اوبو اندازه بايد تر ښه کنترول لاندې راشي ٠ که رشته کلک وي ، کيداي شي چه په دوو وارو لږ څه اوبه واچوي ، خو يو وار زيات اوبه وا نچوي ٠