<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-26 18:26:06    
د بيليارد د لوبی نابغه لوبغاړي دينګ جون هوي

cri

ګرانو اوريدونکو ، اسلام عاليکم ، ١٨ کلن ورزشکار دينګ جون هوي په چين کی د سنوکر بيليارد د لوبې په نړيواله مسابقه کی قهرمان شو او د دې وياړنی له امله په چين کی د پنځوسو مليونو تنو هغو مينوالو شوق او ذوق راسمبال شو چه له بيليارد سره علاقه لری او د دينګ جون هوي د برياليتوب د لاس ته راوړلو لار په باب د خلکو د زياتې توجه وړ وګرزيد ٠ په نننی پروګرام کی به تر دې عنوان لاندی تاسو ته يو مضمون واوري چه د بيليارد د لوبی نابغه لوبغاړی دينګ جون هوي ٠

___أواز___د چکچکو او ناري وهلو لوړ غږ چه همداوس مو واوويد چه د اپريل په دريمه نيټه شپه د بيجينګ د هاي ديانګ په جمنازيوم کی د ٢٠٠٥ کال د بيليارد سنوکر د علنی سيالی د وروستی مسابقی د پای ته رسيدو په وخت کی د مينولو د نمانځنی أواز دی ٠ د چين لوبغاړی دينګ جون هوي چه د بيليارد سنوکر په لوبه کی د نړيوال ستوری په نامه ګڼل کيږي ، د پنځو په مقابل کی په نهو د سکوکلند نامتو لوبغاړی ستيپښن هندري ته چه په نړۍ کي د دې لوبې د پاچاهي په نامه ډير شهرت لري ، ماتی ورکړه او لومړی مقام يی ونيوه ٠

ويل کيږی چه د چين لوبغاړی دينګ جون هوي د نړۍ د سنوکر لوبی په باب د چين په علنی سيالی کی د برياليتوب تر لاسه کيدو لپاره ستر رول لوبولی دی ٠

د مسابقی نه وروسته دينګ جون هوي وويل

____أواز____ په مسابقی کی په ځان باندی هيڅ ډول فشار نه اچوم ، ځکه چه دا لومړی ځل دی چه زه په نيهايی مسابقی کی ګډون کوم او د يوه تمرين په توګه ګڼم ٠

په سږ کال کی زه د انګلستان په مقابل کی زه مغلويی کړم ، ځکه چه په نننی سيالی کی می زياتو قوی لوبغاړو ته ماتی ورکړيده ، نو ما ته اطمينان يی رسولی دی ٠

په ٢٠٠٢ کال کی يوازی ١٥ کلن ورزشکار دينګ جون هوي د چين په نماينده ګۍ د أسيا په سپورتی لوبو کی چه د کوريا د جمهوريت په پوسن ښار کی جوړي شوي وي يو طلايی او يو نفره ميډال تر لاسه کړيدی او د اټکل نه وتلي خبره خو دا وه چه په همدې کال کی هغه په جلا جلا توګه ددې لوبې په هکله د ځوانانو په أسيايي مسابقو او چاميشيپ او د ځوانانو په نړيوالو سياليو کی قهرمان شو او د بيليارد د سنوکر په لوبې کی د أسيا د لومړنی ځلانده ستوری په نامه شهرت يی وموند ٠په ٢٠٠٣ کال کی دينګ جون هوي په انګلستان کی په يو لړ سياليو کی په ګډون کول پيل وکړ او د بيليارد سنوکر لوبی په اړه په يو رسمی ورزشکار بدل شوی دی ٠ د دينګ جون هوي د سپورتي مهارت د چټک لوړوالي په تيره بيا د چين په علنی مسابقو کی د برياليتوب نه وروسته هغه د مختلفو هيوادونو په اخبارونو او نورو مطبوعاتی ذرايعو کی د نابغه لوبغاړی او په ختيځه أسيا کي د نوی ستوری په نامه شهرت وموند ٠

د ورزشکار دينګ جون هوي راتلونکی د نورو تګړو او غښتلو لوبغاړو ډيری ستاينی حاصلی کړيدی ٠ مشهور لوبغاړي کن دوخرتي چه پخواني قهرمان هم و او د نوموړی علنی سيالی په نيمه نهايی مسابقه کی د دينګ جون هوي لخوا مغلوب شو ورزشکار وويل

___أواز____ دينګ جون هوي يو ډير ښه او ځوان لوبغاړی دی او په سيالی کی يي د چيني نندارچيانو لپاره غوره او کامل مهارت ښودلې دی ٠ د دوامدارو کوششونو له لاری به هغه د دې لوبې په اړه په بين المللي سويه غښتلي لوبغاړی وګرزي ٠

دينګ جون هوي چه په ١٩٨٧ کال کی د جيانګ شو ولايت د يی شينګ په ښار کی زيږيدلې ، د کوچينيتوب له مودې څخه د سنوکر لوبې استعداد ښکار شو ، کله چه عمر يي شپږو کالو ته ورسيد ، د بيليارد د لوبې څخه يي زده کړه وکړه او يوازی د دوو کالو نه وروسته يي په محلی ځاي کی خپلو ټولو حريفانو ته ماتي ورکړه ، ورپسې پلار يي دينګ جون هوي د هيواد جنوبي ولايت ګوانګ دونګ ته وروليږه څو چه د بيليارد له يوه ماهر ښوونکی څخه زده کړه وکړي ٠ کله چه په ٢٠٠١ کال کی دينګ جون هوي د خپلې زده کړې بهير پاي ته ورساوه ، زيات وخت يي د تمريناتو او مسابقو لپاره واچاوه ٠ د دينګ جون هوي پلار په نظر بيليارد د هرچا د اخلاق د لوړتيا لپاره ګټور لوبه ده ٠ هغه خبريال ته وويل ____أواوز_____

د بليارد لوبه او په ښوونځيو کی زده کول د روزنی دوه طرزالعملونه دی او د هلکانو د ودې لپاره فايده لری ٠ ټينګ باور لرم چه زما زوي دينګ جيون هوي نه يوازی د بليارد په برخه کی بلکی په نورو زياتو ساحو کی هم بريالي شي ، زما د زوي د ودې د بهير لمخې دنده لرم چه دده د علاقی سره سم هراړخيزه روزنه ور ته برابره کړم ٠ يقين لرم چه هغه به په بين المللي سويه له لومړنيو غوره لوبغاړو څخه وشميرل شي .

ويلی شو چه د خپل پلار په لارښوونی او ملګرتيا به دينګ جون هوي قدم په قدم د بريالي کيدو په لور پرمختګ وکړي ٠

ګرانو اوريدونکو ، د سپورت او ورزش په باب نننی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده ، هيله ده چه زمونږ دغه پروګرام خوښ شوي وي ٠