<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-26 18:33:59    
په چين کي د ماشومانو لپاره د سندرو د شعرونو د ليکلو فعاليت پرانستل شو

cri

ماشومان د هيواد راتلونکي ده او د ګلانو د غوټيو تشبيت کوي ، نو هر هيواد د خپلو ماشومانو سالمې ودې ته زياته پاملرنه کوي زمونږ په هيواد کي حکومت د ماشومانو په تيره بيا د بي وزلو ماشومانو د ښې ودې دپاره زياته هڅه کوي . هر کال د مارچ يوويشتمه نيټه د ماشومانو د سندرو له نړيوالې ورځې سره مصادفه وي چه دغه ورځ په ١٩٧٦ کال کی د سندرو په باب د بيلجيم په نړيواله غونډه کی وټاکله شوه او د بيلا بيلو هيوادونو ماشومان د دې جشن د نمانځنی رنګارنګ ف

 

عاليتونه تر سره کوي ٠

په نژديو ورځو کی د ماشومانو د سندرو د خلاقيت دپاره فعاليت چه د چين د ليکوالانو مطبعې او د سين لانګ په نامه د انترنيت لخوا په ګډه جوړ شو ، په رسمي توګه پيل شو څو چه د هيواد ټول ليکوالان دې ته وهڅوي چه د ماشومانو دپاره خوندري سندري وليکي ٠ ددې دپاره چه د ماشومانو اخلاقي سويه لوړه شي ، د چين مرکزي حکومت ګڼ شمير ليکوالانو ته بلنه ورکړيده چه د ماشومانو دپاره مناسب او په زړه پوري شعرونه وليکي څو چه أهنګونه تصنيف او اجرا شي او د ماشومانو د سالمې ودې دپاره غوره ټولنيزه زمينه برابره شي ٠

د ماشومانو سندری د ګڼ شمير ماشومانو دپاره د هرکلي وړ دي او په ښوونځيو کي ددوي د زده کړې په عين وخت کي يو ګټور فعاليت دی چه د سندرو په أوازونو کي ددوي سالمه وده د ټولې ټولنې ګډه أرزو ده څو چه د روان کال د جون تر لومړي ورځې يعني د ماشومانو تر بين المللي ورځې پوري يو لړ غوره سندرې تصنيف شي او د يوې درندې تحفې په توګه د هيواد ټولو ماشومانو ته وروليږل شي . دغه راز د

ليکوالانو مطبعې او د سين لانګ انترنيت به د روان کال په دوهمه نيمايي کي د هيواد په ټولو ماشومانو کي د غوره سندرو او د سندرو د ښو شعرونو د انتخابولو فعاليت هم تر سره شي چه مقصد يي د ماشومانو دپاره د ادبي خلاقيت تعميمول دي .

ددې فعاليت تشکيلاتي خواوې هيله لري چه بيلا بيل ښوونځې ، شاګردان او ددوي پلرونه او ميندې په دي فعاليت کي فعاله برخه واخلي تر څو د ماشومانو دپاره د خوشحاليو نه ډکه فضا رامنځته شي .