د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين دولتی کميشنر تانګ جيا شيوان د اپريل په ٢٦ نيټه په بيجينګ کی د افغانستان د جمهوررييس له مرستيال محمد کريم خاليلی سره د کتنی په ترڅ کې څرګنده کړه ، چين غواړی چه د افغانستان د سولی ، ثبات او ترقۍ لپاره لا ستر خدمتونه سر ته ورسوی .
تانګ جيا شيوان وويل چه د سولی او ترقۍ د لاری غوره کول د افغانستان د ټولو خلکو او د دی سيمی د مختلفو هيوادونو ګډه ارزو ده چه دا د سيمی د سولی ، استقرار او سمسورتيا د بهير د ګړندی کيدو لپاره ستر اهميت لری .
ښاغلی تانګ په دی ټينګار وکړچه چين تل د افغانستان خپلواکی ، ملی حاکميت او د خاوری نماميت او د هيواد دسمسورولو لپاره هغی لاری ته د احترام په سترګه ګوری کوم چه دافغان خلکو لخوا پخپله ټاکله شوی ده . چين د ملی روغی جوړی د رامنځ ته کولو او د هيواد د بيا رغاونی لپاره د افغانستان د حکومت او خلکود مثبتو هلوځلو ملاتړ کوی او غواړی چه په اقتصادی ، تجارتی ، امنيتی او داسی نورو ساحو کی او دنړيوالو موصوعاتو په حل وفصل کی د دواړو هيوادونو ترمنځ همکاری پياوړی کړی .
خليلی وويل ، افغانستان د چين لخوا برابرشوی ملاتړ او مرستی ته په درنه سترګه ګوری اود دواړو هيوادونو خلک د تل لپاره ښه دوستان دي .