<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-27 18:27:17    
کله چه دوی مسلمانی خويندی دمور له پاملرنی نه بی برخی شوی .

cri

١٢ کلنه نجلۍ ماو جون او ددی کشره خور ١٠ کلنه ماو يان اته کاله دمخه له خپلی مور سره يو ځای دچين د چين خای ولايت نه د تبت مرکز لاساښار ته انتقالی شوی او مور ماو لان اينګ ددوی د کوچنيتوب په وخت کی له خپل خاوند سره طلاق وکړ .خو کله چه مور يی دناروغۍ په اثر ناچاپه له دينا څخه لاړه او دوی د يوازيتوب او بی پروايی سره مخامخی شوی ، د بيلا بيلو قومونو مينه ناکو خلکو دوی ته د مرستی لاسونه اوږد کړی او د خپلولۍ په احساساتو سره يی دوی ته د ژوند اميد ورکړی دی .

مشره خور ماو جون په ژاړه خبريال ته وويل چه زمونږ دژوندد لږ څه ښه والی دپاره مور هره ورځ په کارونو کښی بوخته او زحمتکښه وه .د ورځی له خوا په رستوران کښی يی شقابونه او غابونه ومينځل او فرشونه يی صفا کړل او دشپی له خوا يی زما له کشری خور سره يو ځای په بازار کښی کوچنی څيزونه خرڅ کړل .دزياتو کلونو نه راهيسی مور می همداسی کارونه وکړل .هغی يو غيران هم خرڅ نه کړ او ټولی پيسی يی راټولی کړی څوچه زما دپاره درسی فيس ورکړی .زه خبره ومه چه مور ناروغی درلودی ، خو هغی هيڅکله مونږ ته څه ونه ويل .

دژونددسختوالی له امله ماو جون او ددی خور دهمعمرانو نه وختی دکورنی درانده بارونه په اوږو راوړل ، هره ورځ دمکتب نه کورته د ستنيدو نه وروسته دوی دواړو ډوډۍ پخوله او کور ته دمور دراتګ سترګی په لاره کښی وی او خپل کالی يی پخپله ومنيځل .

دروان کال د مارچ په اتمه نيټه له مکتب نه د وتلو نه وروسته ماوجون يوه وړوکی تحفه د مور دپاره واخيستله .کور ته د ستنيدو نه وروسته کشری خور ور ته وويل چه مور جانه ډيره ستړی شوه اوس يی خوب کاوه .مونږ اول ډوډۍ پخوو.د ډوډۍ پخولو نه وروسته کشره خور ماو يان کټ ته ورنژدی شوه او مور ته يی غږ ورکړ ، خو مور هيڅ ځواب ور نه کړ ،مشره خور ماوجون دمور بدن واړاوه او ويی ليدل چه دمور دوی سترګی پتی شوی، دوه لاسونه يی خورا ساړه شول اوسا يی هم نه درلود ، دوی دواړه دويريدو په اثر په لوړ اواز وژړل .

دهمدغی ورځی د شپی په يوولسو بجو د لاسا ښار د جو ژی پوليسی شعبی دغه خبر واوريد ، دشعبی مرستيال ليو بين سمدلاسه ددوی کور ته راغی او ويی ليدل چه دواړه خويندو غيږ په غيږ په لوړاواز ژړل او د مور ماو لان اينګ مړی لا هم پر کټ باندی پروت و .دطبی ازموينی له مخی مور ماولان اينګ دناروغۍ په اثر مړه شوه.، د پوليسی شعبی مشر دا وا پوليسانو ته نصيحت ورکړ چه ماو لان اينګ مسلمانه وه ، نو حتما بايد د مسلمانو د دودونو له مخی ښخ يی کړو ، د څيړنی نه وروسته پوليسی شعبی فيصله وکړه چه اول دغه دوی خويندی په پوليسی شعبه کښی د اوسيدو دپاره پاتی شی .

دمشر دا وا په ابتکار ټولو پوليسانو دوو خويندو ته نغدی او مادی بسپنی ورکړی او څلورو ښځينه پوليسانو پخپله خوښه ددوی د مور وظيفه په غاړه واخيستله او په نوبت سره يی ددوی د ژوند پاملرنه وکړه .څرنګه چه دوو خويندو د تبتی قوم له خوراکونو سره عادت نه درلود ، نو ډيره لږه ډوډۍ يی وخوړله ،پوليسان ډير خپه وو .مسلمان عبدل چه يو مسلمانی رستوران پرانيزی ، ددوو

خويندو په باب خبر واوريد ، سمدلاسه پوليسی شعبی ته راغی او مشر دا وا ته يی وويل چه ستاسی کارونه زيات دی او دا نه کيږی چه دوی نجلۍ داوږدی مودی دپاره په پوليسی شعبه کښی پاتی شی .پريږدی چه دوی دواړه زما کور ته راشی .مونږ ټول مسلمانان يو او دژوند دودونه مو يوشان دی ، دوی هم زما له اولادونو سره لوبه کولی شی .عبدل دوی خويندی خپل کور ته يووړلی .ددوی کور اصلا ټنګ دی ، نو دعبدل ښځی خپلو څلورو اولادونو ته وويل چه تاسی لوی شوی يی ، په رستوران کښی خوب وکړی اوستاسی کټونه د دوو کشرو خويندودپاره خالی کړی .

کشره خور ماو يان خبريال ته وويل چه د کاکا عبدل ټوله کورنی زمونږ سره ډيره ښه رويه لری او ښه ښه خوراکونه مونږ ته راکوی . ددوی دکورنی مشر وروڼه کله کله زما سره لوبه کوی .

د جو ژی پوليسی شعبی پوليسان اوس کله کله رستوران ته ځی او دوی خويندی ګوری .دغه رازد ټولنی زيات شمير خلکو هم په رازراز شکلونو سره دوو خويندو ته خپلی پاملرنی څرګندی کړی دی .کله چه دمشری خور ماو جون مکتب په دی واقعی حالت خبر شو ، هم فيصله يی وکړه چه ماوجون د درسی فيس له ورکولو نه معافه کړی او په وړيا ډول به کشره خور ماو يان په مکتب کښی ومنی .