<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-27 18:33:49    
د چين د جنوب لويديځې خوا د چن دو ښار د اوسيدونکو د فارغ وخت ژوند

cri

د چن دو ښار د چين د جنوب لويديځې خوا د سه چوان ولايت مرکز دي ٠ په دي وروستيو کلونو کې د خلکو د ژوندانه د سوېې په اوچتيدو سره د رخصتيو او د فراعت په وختونو کې د ژوند شکلونه يي هم رنګا رنګ ښکاري چه په دي کې د رخصتۍ د تيرولو له پاره کليو ته تلل يو نوي رسم او رواج ګرزيدلي دي چه په چين دغه ډول تفريخي شکل د کليو خوشحالۍ نوميږي ٠ ولي ورته د کليو خوشحاليۍ وايي ، ځکه د فارغ وخت د ژوند دغه ډول شکل په دي ډول دي چه بزګران د خپلو کښتونو ، کورونو او انګړونو څخه په استعمالولو سره د رخصتيو او د فارغ وخت د تيرولو له پاره ښاريانو ته د لوبو ، خوړلو او اوسيدو ځايونه برابروي ٠ اوس د چن دو ښار په اطرافو کې د بزګرانو نوموړي کورونه څه د پاسه لس زرو ته رسيدلي چه د جشن د رخصتيو په ورځو کې د هغو ښاريانو شمير چه د روحصتيو د تيرولو له پاره کلي ته ځي ، څه د پاسه درو يا څلور لکو تنو ته رسيداي شي ٠ خبريال په دي وروستيو وختونو کې د چن دو ښار اطرافو ته تللي ؤ او له ځينو بزګرانو او ښاريانو سره يي مرکې کړي دي ٠ د نوموړي ښار په ختيځ اطرافو کې چه د ګلانو ځنګل نومي يو ډير ښکلي ځاي شته چه ډير ښاريان د تفريخ له پاره دي ځاي ته ورځي او پکي چکر وهي ٠ ښاغلي چن چه د خپل کورني له غړو سره دغه خاي ته راغلي ، خبريال ته وويل چه د هر جشن او يا د رخصتۍ په ورځو کې په دي ځاي کې ډير ښاريان ليدل کيږي ځکه په ښارونو کې د اسي منظرې هيڅ نه ليدل کيږي ٠ هغه وويل چه دلته هستوګنځي ځانګړتيا لري او شاخوا يي ډير ګلان او ونې شته ، بر سيره پر دي خوراکونه يي هم خاص خصوصيت لري او لګښتونه يي هم مساعد او د منلو وړ دي ٠که ووسته فرصت لرو ، بيا به دلته راځو

اوس د چن دو د ښار زياتو خلکو له دغه شکل ژوند سره زياته مينه پيدا کړې ده ٠ د کليو د خوشحالۍ په نامه د ساتيري ژوند ښاريانو ته د خوشحالۍ د رسولو په عين وخت کې بزګرانو ته ګټې هم رسولي دي ٠ په نوموړي خاي کې يو بزګرې ميرمن ليو شيان فان چه سږکال يو شپيته کلنه ده او پخوا به د ګلانو سوداګري کوله ، د تير کال نه راهيسي يي د ښاريانو د پيذيرايي په کارونو پيل کړي دي او په دي بهير کې يي د کورني رستوران هم جوړ کړي دي ٠ په دي رستوران کې د کليو عنعنوي خوراکونو د زياتو ښاريانو مينه راجلبه کړې ده ٠ په دي هکله هغې وويل چه زمونږ د خوراکونو يو خصوصيت دا دي چه په جوړونه او خوند کې د کليو عنعنه ساتل شوي ده ٠ دلته ټول سبزي تازه دي ، چرګان مو هم په خپله روزلي دي ٠ نو هغه ښاريان چه په دي رستوران کې ډوډۍ خوري ، ټول زمونږ خوراکونه خوښوي ٠ هغه وويل چه د رخصتيو په ورځو کې هره ورځ څه د پاسه سل تنه توريستان منو او هره ورځ بايد د څه د پاسه لسو ساعتونو له پاره کار وکړو ٠ که څه هم ډير ستړي کار دي ، مګر زړه مي ډير خوشحاله وي ٠ ځکه عايدات مو د پخوا په نسبت څو چنډ زيات شوي دي ٠

اوس د چن دو ښار د زياتو خلکو په نظر که څه هم کار ډير مهم ښګاري ، مګر د کار مقصد بايد دا وي چه په لا ښه شان سره د ژوند له خوشحاليو څخه برخوردار وي ٠ ميرمن لي ګوي جن چه د چن دو ښار اوسيدونکې هم ده ، وويل چه د چن دو خلک له لوبو سره زياته علاقه لري ، د کار نه وروسته خصوصأ د اوني په پاي کې ټول غواړي چه له دوستانو سره يو ځاي بهر ته لاړ شي ، د تازه هوا تنفس وکړي او د کليو ډوډۍ و خوري چه دغه ډول ژوند ډير دلچسپ او په زړه پوري دي او هر څوک له دغه ډول ژوند سره مينه لري ٠