<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-28 08:50:50    
مشرف وويل چی د پاکستان او هند دواړه مشران غواړی چی د کشمير مسئله حل کړی.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی د اپريل په اوه ويشتمه نيټه د پاکستان د دولتی ټلويزيون خبر ور کړ چی د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف وويل چی د پاکستان او هند مشران دا نظر لری چی بايد له دې فرصت څخه په استفادې سره د کشمير مسئله حل کړی، څو چی د جنوبی اسيا په سيمه کی سوله ټينګه شی.

د خبر له مخی په دې وروستيو ورځو کی مشرف د نوموړی ټلويزيون له خبريالانو سره د مرکې په بهير کی د روانی مياشتې په نيمايی کی هند ته د خپل سفر او د کشمير د مسئلې په هکله معومات ورکړل. هغه وويل چی که څه هم د هند له صدر اعظم منموهن سينګ سره په خپلو خبرو اترو کی د کشمير د مسئلې د حل و فصل دپاره مهال ويش نه دی ټاکلی، مګر دواړو خواوو دا څرګنده کړه چی بايد د خپلو ماموريتونو په موده کی له سوله ايز فرصت څخه په استفادې سره د حل و فصل دپاره يوه هغه لاره ومومی چی د پاکستان، هند او کشمير خلک يی ومنی.