<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-28 18:45:52    
د يليس ښاری ډلی او سپارتا ترمنځ د متارکی په هکله مقدس تړون

cri

د تاريخی اسنادو له مخی ، د لرغونی زمانی د اولمپيک سپورتی لوبی
د يليس ښاری ډلی او سپارتا ترمنځ د مقدس تړون په لاسليک سره پيل شوی وی . د ميلاد نه دمخه په ٨٨٤ کال کی د يوی مصيبت رسونکی ساری ناروغۍ په اثرد يليس زياتو اوسيدونکو ځپل ژوند له لاسه ورکړ . د يليس د ښاری ډلی پاچا يفيداس د لمر رب اپولو ته دعا وکړه چه خپل اوسيدونکی له نوموړی مصيبت نه وژغوری . اپولو يفيداوس ته وويل چه که په اولمپيا کی بيا يوه سيالی جوړه شی ، نو ساری ناروغی به له منځه ولاړه شی . هم په دی وخت کی د سپارتا پاچا له دی فرصت نه په ناوړه استفادی سره د يليس پر ښاری ډلی باندی په تيری پيل وکړ . يفيداس په جدی توګه د سپارتا پاچا ته سخت اخطار ورکړ او و يی ويل چه د مقدس غرد سيمی _ اولمپيا نه پرته ، هر څه چه غواړی ، تا ته درکولای شم . که پر مقدس غره باندی تجاوز وکړئ ، نو مونږ به ستاسو سره تر مرګه پوری وجنګيږو . د سپارتا پاچا د هغه اخطار رد کړ او پر ځان باندی يی باور وکړ چه داولمپيا د نيولو توان لری .

 خو دا خبره له اټکل نه وتلی وه چه ددوی بريد د يليسيانو له کلک مقاومت سره مخامخ شواو په أخر کی د يونان د نورو ښاری ډلو په منځګړيتوب د سپارتا پاچا دی ته اړکړای شو چه له خپل اصلی پلان څخه لاس واخلی ، او د دواړو خواؤ ترمنځ د متارکی مقدس تړون لاسليک شو . ددی تړون سره سم : اولمپيا د ټاکلی وخت لپاره د نمانځنی او خوشحالۍ د مراسمو او فعاليتونو د جوړولو د ځای په توګه ټاکل شوی او داسی سوله ايز او مقدس
ځای ګڼل کيږی چه هيچا ته د تجاوز وړ نه دی . د نمانځنی د مراسمو په موده کی د هرهغه چا ته چه وسلی ورسره وی ، اولمپيا ته د داخليدو اجازه نه شته . که داسی نه وی ، نو د نوموړی مقدس تړون سره خيانت ګڼل کيږی او مختلفی ښاری ډلی ورباندی د تعزيراتو د لګولو حق لری . په دی توګه د متارکی د مقدس تړون په تحقق سره د لرغونی زمانی د اولمپيک سپورتی لوبې هم پيل شوی او يفيداوس د اولمپيک د لرغونی سپورتی لوبو د موسس په توګه وبلل شو . د ميلاد نه دمخه په ٧٧٦کال کی جوړه شوی سيالی د لرغونی زمانی د اولمپيک لومړنی سپورتی لوبی بلل کيږی او ټاکل شوی دی چه دغسی سيالی په هرو ٤ کالو کی يو ځل جوړيږی .