ګرانو دوستانو څو ورځې مخکې زمونږ خبريالې د افغانستان د جمهوررئيس د مرستيال جلالتمابښاغلي محمد کريم خليلي سره چې د سفر دپاره چين ته راغلی و مرکه وکړه ، څرنګه چې مرکه په دري ژبه خبرې کړې نو مونږ نومړي مرکه په پښتو ژبه وژباړله اوس ستاسي پام مرکې ته رااړوو٠
پوښتنه == لطفأ تاسو د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي مناسباتو د ټينګيدو د پنځوسو کالو راهيسي د دواړو هيوادونو ترمنځ د مناسباتو په باب څ واياست ؟
خليلي == بايد ووايم چې د افغانستان او چين ترمنځ اړيکي يوازي تيرو پنځوسو کلونو پوري نه خلاصه کيږي ، بلکې دغه اړيکي ډيرې ژورې او لرغوني دي ، ځکه څو سوه کاله أن څو زره کاله پخوا د افغانستان خلکو او د چين خلکو يو له بل سره ډيرې نيکي سياسي ، ټولنيزي او تجارتي اړيکي درلودې چې د چين د ولسي جمهوريت په جوړيدو سره دغه اړيکي لا نوري ټينګې شوې ، ښايي د افغانستان خلک او د افغانستان دولت له هغو لمړنيو خلکو او هيوادونو څخه و چې د چين ولس او د چين ولسي جمهوريت يې په رسميت وپيژند او له دې امله يې د چين خلکو او دولت ته مبارکي وويله ٠
د نوموړي نيټې وروسته د دواړو هيوادونو د مشرانو او چارواکو ترمنځ تګ راتګ او ليدنې کتنې دوام او دوه موندلې او مونږ تر دې لحطې پورې د دغو اړيکو او مناسباتو د ټينګيدو شاهد يو ٠
د څلويښتو کلونو په اوږدو د افغانستان او چين ترمنځ له ٤٥ موافقتنامو ، پروتوکولونو ، قراردادونو او د همکاري او دوستي د سندونو څخه زيات امضأ شوي دي چې هيڅ سابقه نه لري ، يعني په هرکال کې له يوه نه زيات پروتوکول امضأ شوي دي =
د په اوسني پړاو کې چي طالبانو او تروريزم ماتي وخوړله او زمونږ د تاريخ نوي پاڼه اړوله شوي ده ، بيا هم د چين خلک او دولت د افغانستان د بيا رغاونې ، ابادې ،اقتصادي ودې او نورو برخو کې د افغانستان د دولتي او خلکو ترڅنګ ودريداو په دې لاره کې يې د ١٥٠ مليونو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه ترڅو د افغانستان له ابادي او بيا رغاونې او هم د خلکو د سوکالي په خاصر مرستې وکړې ٠ په لوړه کجه د دواړو هيوادونو هيئتونه د يو او بل هيواد ته تګ راتګ ګوي ٠الحمدالله د چين د خلکو او د چين د دولت او د افغانستان دخلکو او د افغانستان د دولت ترمنځ د وروګلوي ، دوستانه ، نيکې او نژدي اړيکي موجودې دي ٠مونږ دوه ګاونډيان يو ، خو ډير ښه ګاونډيان ٠د دواړو هيوادونو ترمنځ له لرغوني زمانې راهيسي هيڅ ډول ناسمي او خړې پړې اړيکي موجودې نه وي ، بلکې تل ښې او نيکي اړيکي وي او شته ٠
پوښتنه === ستاسو په نظر چين بايد په کومو ساحو کې د افغانستان د بيا رغوني په کارونو کې زياته برخه واخلي ؟
خليلي == په ټولو برخو کې چين کولی شي چې د افغانستان له خلکو سره مرستې وکړې ، لمړي د چين تجربې زمونږ دپاره ډيرې د ارزښت وړ او يو لوي نعمت دی ، ځکه چين هم د ستونزو او بحران يوه سخته دوره تيره کړې ده ٠
کله چې په دې لنډه موده کې چين د ورخلاصون پاليسي عملي کړي او د ازاد اقتصاد ﻻره يې غوره کړې ده ، هغه لاره او ميکانيزم يې چې غوره کړې دي په څه ډول د لويو برياليتوبونو سبب شوي او اقتصاد يې پرمختګ وکړ٠ زمونږ دپاره دا ټولې ﻻرې او ميکانيزم ډير ارزښت لري ، بايد د چين له تجربو څخه زده کړه وکړو او د خپل
هيواد د ابادي او بيا جوړونې په لاﻻره کې چې تازه له جګړې څخه راوتلي ورڅخه ګټه واخلو ترڅو د خپل هيواد ويجاړي او کنډوالې له منځه يوسو او هيواد اباد کړو ، هرهغه څه چې د چين د برياليتوب سبب شوی زمونږ دپاره ډير روزونکي و د ارزښت وړ دی ترڅو له دغه تجربو څخه پوره ګټه واخلو ٠
پوښتنه ==اوس په اقتصادي ، تجارتي او کلتوري ساحو کې د چين او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ او راکړې ورکړې حالت څنګه دی او راتلونکی يې څنګه وينې؟
خليلي === دمخه مي هم وويل چې په ټولو برخو کې زمونږ اړيکي ښې ، نيکې ، ژورې او تاريخي دي ، دا اړيکې په کلتوري ، تجارتي او سياسي برخو کې ډيرې ژورې دي او په راتلونکي کي به نورې هم ژورې شي ٠نن په سلګونو افغاني سوداګران له چين څخه تجارتي مالونه اخلي ، افغانستان او حتی د منځني اسيا هيوادونو ته يې ليږدوي ، همدا شان افغاني مالونه چين ته صادروي چې ويلای شم د چيني او افغاني مالونو د صادرولو او واردولو سوداګري روانه ده ٠
همدا شان د چين سوداګران او کمپني نن رامنځته شوي او پخپل ټول قوت سره يې په قراردادونو کې برخه اخيستې ده ، د مثال په ډول د افغانستان د لويو ﻻرو په جوړولو کې لکه د هيواد د ختيځ لورې او جلال اباد کې او هم د بغلان او کنرز په ولايتونو کې چيني کمپني بوختې دي ، هيله ده چې په نوموړو برخو کې د چيني کمپنيو برخه ﻻ نوره هم زياته شي ٠ نن په سلګونو تنه افغاني سوداګران چين ته سفرونه کوي ٠
په فرهنګي برخه کې هم مونږ ډيرې ژورې اړيکې لرو ، د افغانستان اکثره خلک د چين له خلکو سره معنوي اړيکې لري ، مونږ هيله لرو چې زمونږ ترمنځ فرهنګي
اړيکي نورې هم پراخې شي ٠ هيله من يم چې زمونږ ترمنځ سياسي ، تجارتي او فرهنګي اړيکې د پخوا په برتله نورې هم ژورې شي ٠ زه ټينګ باور لرم چې د افغانستان او چين ترمنځ ، د افغانستان د دولت او د چين د ولسي جمهوريت ترمنځ دړيکې ﻻ نورې ټينګې ، غښتلې او د دوستۍ په روحيه پرمختګ ومومي ٠