<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-29 18:49:18    
چين او اطريش د کلتوری تګ راتګ د پياوړتيا دپاره کوښښ کوی.

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم!د اطريش د جمهوريت صدر اعظم ولفګانګ شوسيل ((Wolfgang Shusselد اپريل له نولسمې نيټې څخه تر پنځه ويشتمې نيټې پوری چين ته رسمی سفر وکړ او د اطريش د نويو مجردو نقاشيو په باب د ګرځنده نندارتون د پرانيستلو د مراسمو د رياست کولو دپاره يی شانګهای ته ولاړ. دغه نندارتون د اپريل له دوه ويشمې نيټې څخه د اکتوبر تر درويشتمې نيټې پوری وار په وار د چين د شانګهای، بېجينګ، شی ان او ګوانګ جون په ښارونو کی جوړ شی چی پکی به د چين ننداره کوونکو ته د اطريش د شپږو نامتو هنرمندانو څه نا څه دوه سوه اثار وښودل شی. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو ته په کلتوری ساحه کی د چين او اطريش ترمنځ د تګ راتګ په باب څه معلومات وړاندی کړو.

په اطريش کی د چين کلتوری مستشار جيا جين شين خبريال ته وويل چی دا لومړی ځل دی چی د اطريش د حکومت له خوا د اوه لکو يورو په لګولو سره په نورو هېوادونو کی د رسمونو داسی يو لوی نندارتون جوړ کړی. دغه نندارتون په کلتوری ساحه کی د تګ راتګ د پياوړتيا په باب د چين او اطريش د حکومتونو د ټينګو غوښتنو څرګندوی دی.

٢٠٠٦ کال به د چين او اطريش ترمنځ د سياسی مناسباتو د قايمېدو پنځه دېرشمه کاليزه وی، د دواړو هېوادونو د پوستی چارو څانګه به په ګډه سره د يادونې دپاره دوه پوستی ټکټونه چاپ کړي، په نوموړو ټکټونو کی به په جلا جلا توګه

د ګو چين په نامه د چين موسيقی اله او د اطريش (BOSENDORFER)د بوسندورفير په نامه مثلثی پيانو چاپ شی، څو چی د ختيځ او لويديځ کلتورونو ترمنځ تبادله او تګ راتګ وښيی. نوموړی ټکټونه به په اطريش کی اته لکه او په چين کی يو مليون چاپ شی.

د دوو حکومتونو په ملاتړ د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادی همکاری ورځ په ورځ پراخه شوی او په کلتوری ساحه کی تګ راتګ هم په پر له پسی توګه زيات شوی دی. په ٢٠٠١کال کی دواړو هېوادونو په کلتوری ساحه کی د چين او اطريش ترمنځ د تګ راتګ په باب موافقه نامه لاسليکه کړه، په ٢٠٠٣ کال يی په کلتوری ساحه کی د خپل منځی تګ راتګ د اجرا کولو پلان جوړ کړ. په دې وروستيو کلونو کی د هنر زيات چينی مينه وال د زده کړې دپاره اطريش پوهنتونونو ته تللی او د هر کال په دوبی کی د اطريش په کلتوری کمپ او د بين المللی کلتوری هنرونو په سيالو کی د چينی برخه والو شمېر سلو ته رسېدلی دی. زياتو چينی هنرمندانو چی په اطريش کی يی زده کړی دی اوس د چين په هنری تعليماتو کی عمده رول لوبولی دی. په عين وخت کی د چين زيات فلمونه د اطريش د زياتو خلکو د توجه وړ ګرځېدلی دي او اوس د فلومونو د جوړېدو په باب د دواړو هېوادونو شخصيتونه د خپل منځی همکارۍ په تياری بوخت دي. د موزيک په ساحه کی هر کال د اطريش څخه د سمفونی څه نا څه لس مشهوری ارکسترا ګانی په چين کی خپلې نندارې وړاندی کوی او د چين ملی موزيک هر کال د وين په زرين تالار کی نندار چيانو ته وړاندی کېږی.

په کلتوری ساحه کی د نوموړو دوو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ په عمده توګه د دوو هېوادونو د مختلفو ټولنيزو سازمانونو له خوا پرمخ بيول کېږی. په اطريش کی

اغېزه لرونکی شخصيتونه تل د دواړو هېوادونو د کلتوری تګ راتګ د پرمختګ

دپاره کوښښ کوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولنيز کلتور د تبادلې په بهير کی ستر رول لوبوی او د اطريش د حکومت او کلتوری حلقې له خوا کلتوری نماينده ګان بلل کېږی. علاوه پر دې د اطريش د حکومت په اړه د خارجی کلتورونو د تګ راتګ مربوطو سازمانونو د دواړو هېوادونو د کلتوری تبادلې دپاره خپل خدمتونه تر سره

کړيدي، لکه هنری رياست، د خارجه چارو وزارت او د خارجی کلتورونو اداره او د تعليم، علم او کلتوری چارو وزارت.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس تاسو په کلتوری ساحه کی د چين او اطريش ترمنځ د تګ راتګ په باب څه معلومات واورېدل. ګرانو دوستانو، د هنر او کلتور نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسېد. ستاسو د روغتيا په هيله !