د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د جاپان صدراعظم جونيچيرو کويزومی د روانی مياشتی په دېرشمه نيټه أسلام أباد ته ورسيد او پاکستان ته ئی په خپل دوه ورځنی سفر پيل وکړ ٠
جونيچيرو کويزومی به د سفر په موده کی د پاکستان له جمهوررئيس پرويز مشرف او صدراعظم شوکت عزيز سره د ذات البينی روابطو ، په اقتصادی او تجارتی ساحو کی همکارۍ ، د تروريزم په ضد د مبارزې ، د ذروی خپرونی د مخنيوۍ او د م م د موسسی د اصلاحاتو په شمول د نړيوالو او سيمه ايزو ګډې علاقې وړ مسئلو په باب د نظريو تبادله وکړي ٠ دواړه خواوي به د اقتصادی او تخنيکونی همکارۍ او د اقتصادی مرستی په باب موافقه ليکونه لاسليک کړي ٠