<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-04-30 19:54:03    
پوښتنو ته ځواب

cri

رمز—ګرانو دوستانو ،د چين د بين المللې راډيو د پښتو خپرونې د پيل د 32 کالو نه راهيسی بی شميره اوريدونکو او دوستانو زمونږ د خپرونی څخه سترې طرفداری وکړی ، د سی ار ای د پښتو خپرونې او د اوريدونکو تر منځ د اړيکو د نژدې کيدو او اوريدونکو ته د ښه خدمت دپاره مونږ به په کمپيوتر کی د اوريدونکو ارشيف جوړ کړو ، د دی مقصد د ښه تر سره کيدو دپاره مونږ به يو ځل بيا اوريدونکو ته پوښتنپاڼې وروليږو ، دغه پوښتنپاڼې به د اوريدونکو د کلبونو د مشرانو په نامه واستوو . مونږ هيله لرو چه د اوريدونکو د کلبو نو هر غړي په ښه شان سره په پوښتناپاڼه کی خالې ځايونه ډک کړی او د خپل ځان او کلب په هکله مونږ ته مفصل معلومات راوليږی ، کيدای شی چه پوښتنپاڼې د کلبونو د مشرانو له خوا مونږ ته بيرته راوليږل شی او هم کيدای شی چه پخپله پوښتنپاڼې مونږ ته بيرته راوليږی . کله چه د اوريدونکو پوښتنپاڼې مونږ ته راورسيږی مونږ به هغوی ته د اوريدونکو کارتونه وروليږو . هيله ده چه تاسو په دی هکله له مونږ سره ښه همکاری وکړی .

اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه رارسيدلی ده. سباد می لومړی ورځ ده . ټولو ته معلومه ده چه د هر کال د مې لومړی ورځ د ټولې نړۍ د زيار کښو خلکو جشن دی يعنې زيار کښو خلکو د مې لومړی نيټې ته بين المللې جشن ويلې دې .دا جشن د نړۍ د پرولتاريا او د زيار کښو خلکو ګډه ورځ ده . ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی د نوموړې جشن سره علاقه ښودلی ده . دوی غواړی چه په دې

برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به تاسو د پروګرام په دې برخه کی د دې جشن په باب څه معلومات وړاندی کړی .

جونګ – ښه ده . اوس به زه د زيار کښو خلکو يا د کارګرو د نړيوالی ورځی د جشن په باب يو څه معلومات وړاندی کړم . د ١٨٨٦ کال د می په لومړی نيټه د امريکی په شيکاګو کی دوه سوه شپاړس زره تنو کارګرانو د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو په خاطر په اعتصاب لاس پوری کړ . اعتصاب کوونکو د وخت د حکومت څخه د کار د شرايطو ښی والی او هم په ورځ کی د اتو ساعتونو کار غوښتنه کوله چه په نتيجه کی کارګران د سختو مبارزو نه وروسته برياليتوب تر لاسه کړ . د ١٨٨٩ کال په جولای کی د دوهم انترناسيونال يعنی سوسياليستی انتر ناسيونال د کارګرو د نوموړی ستر اعتصاب د يادونې په وياړ څرګنده کړه چه هر کال د می لومړی نيټه د کارګرو د نړيوالی ورځی د جشن په توګه وټاکله شوه او د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو کارګرو د دې جشن له ټاکلو څخه خوښی څرګنده کړه . د ١٨٩٠ کال د مې په لومړی نيټه د اروپا او امريکا کارګرو د لومړی ځل دپاره د حقه حوقوقود تر لاسه کولو په هکله لوی مظاهری وکړی .

له دې نه وروسته ، د هر کال د مې په لومړی نيټه د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو زيار کښو خلکو د خپل جشن د يادونې دپاره مظاهری کوی او غونډې جوړوی .

په چين کی ټول خلک له ١٩١٨ کال څخه د زيار کښو خلکو د جشن نمانځنه کوی . په هغه وخت کی انقلابی منورينو د شانګهای ، سوجو ، هانګ جو او هان کاو په ښارونو کی خلکو ته د می د لومړی نيټې د بين المللې جشن په باب تبلعاتی پاڼو

وويشل شوی .

د ١٩٢٠ کال د مې په لومړی نيټه د چين کارګرو د بېجينګ ، شانګهای ،ګوانګجو

، جيو جيان او تانګشان په شمول يو شمير ښارونو کی د لومړی ځل دپاره د دې جشن د نمانځنې دپاره مظاهری وکړی . د نوی چين د جوړولو نه وروسته ، د ١٩٤٩ کال په دسامبر کی د چين د مرکزی حکومت دولتې شورا د می لومړی ورځ د زيار کښو خلکو د حق جشن په حيث وټاکه او د چين خلک په دې ورځ يوه ورځنی رخصتی لری .په ١٩٩٩ کال کی د چين دولتی شورا د پخوانی قانون په نسبت د چين د جشن او يادونی ورځ په باب د رخصتې دپاره نوی قانون طرح او خپور کړ .د ١٩٩٩ کال نه د زيار کښو خلکو د زيار کښو خلکو په هر يوې بين المللې جشن ، پسرلنۍ جشن او ملی جشن کی اوه ورځنې رخصتې لری . دا نوی رخصتې د چينايانو په ژوند کی ډيره مهمه معنې لری او خلک يی طلائی رخصتې بولی . په دې اوه ورځو کی خلک په ازاد ډول د خپلو رخصتيو پلان ټاکی او هم کولای شی چه نورو ښارونو ته سفر وکړی او ځينی خلک هم غواړی چه په کور کی تفريح وکړی . داسی رخصتيو د چين د اقتصاد په انکشاف کی مهم رول لوبولی دی .