د چين د بين المللی راډيو دخبريال د خبر له مخی ، د پاکستان جمهوررييس پرويزمشرف د اپريل په ٣٠ نيټه په اسلام اباد کی د جاپان له صدراعظم جونيچيرو کويزومی سره خبری اتری وکړې او دواړو خواؤ د دواړو هيوادونو ترمنځ د اقتصادی او تجارتی اړيکو د نوره هم پياوړتيا ارزو څرګنده کړه .
د خبرواترو په ترڅ کی مشرف جاپانی ميلمنو ته په جنوبی اسيا کی د دايمی سولی د رامنځ ته کولو لپاره د پاکستان د هلو ځلو په باب معلومات او د ختيځی اسيا او د جنوب ختيځی اسيا له هيوادونو سره د اقتصادی او تجارتی همکاری د نژدی کولو په هکله د پاکستان پاليسی بيانه کړه .
جونيچيرو کويزومی د تروريزم په ضد جګړه کی د پاکستان د ستر رول او په جنوبی اسيا کی د دايمی سولی د رامنځ ته کولو لپاره د پاکستان د هلوځلو ستاينه وکړه .