د چين د بين المللی راډيو دخبريال د خبر له مخی ، د پاکستان جمهوررييس پرويزمشرف د اپريل په ٣٠ نيټه په اسلام اباد کی د جاپان له صدراعظم جونيچيرو کويزومی سره خبری اتری وکړې او دا يی څرګنده کړه چه پاکستان او جاپان بايد د دواړو هيوادونو ترمنځ اقتصادی او تجارتی اړيکی پياوړی کړی ترڅو د سيمی د ترقی او استقرار بهير ګړندی کړی شی .
د خبرواترو په ترڅ کی مشرف وويل چه پاکستان له جاپان سره د سياسی او اقتصادی روابطو انکشاف ته ډير اهميت ورکوی او هيله لری چه له جاپان سره تجارتی اړيکی پراخی کړی .
جونيچيرو کويزومی وويل چه جاپان به سمدلاسه پاکستان ته هغه کريدتونه بيا برابر کړی چه په ١٩٩٨کال کی د پاکستان لخوا د ذروی ازموينی د پيل راپديخوا بند شوی دی ، جاپان به د لومړی ځل لپاره پاکستان ته تقريبأ ١٦٠ مليونه امريکايی ډالره برابر کړی .
په همدی ماښام جونيچيرو کويزومی د پاکستان له صدراعظم شوکت غزيز سره هم خبری اتری وکړې او د خبرواترو نه وروسته دواړو خواؤ د دواړو هيوادونو د روابطو د پياوړتيا په هکله ګډه اعلاميه او د دواړو هيوادونو ترمنځ د تخنيکی همکاری موافقتنامه لاسليکه کړه .