<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-01 20:24:45    
په ځينو هېوادونو کی د باغونو او پارکونو د ټکټونو د بيی په باب معلومات

cri

ګرانو اورېدنونکو، زيات خلک غواړی چه د رخصتی په ورځو کی پارکونو او باغونو ته لاړ شی او پکی ښه ساعت تيری وکړی، مګر د ټکټونو بيه يی د خلکو د توجه وړ مسئله ده ٠ په نننی پروګرام کی به تاسو ته په ځينو هېوادونو کی د باغونو او پارکونو د ټکټونو د بيی په باب څه معلومات وړاندی کړم٠

په جاپان کی سره له دې چه د ژوندانه او د ورځنۍ اړتياو شيانو بيی يی لوړی دی ، خو د منظره لرونکو ځايونو د سيل لپاره د ټيکونو بيه ډېره ارزانه ده ٠ د اکثرو منظره لرونګو ځايونو ليدنه د ټکټ نه پرته خلکو ته برابريدای شی،که څه هم ځينی تاريخی او کلتوری لرغونی ځايونه يا د نړۍ د هنری ميراثونو ځايونه په مناسبو بيو خلکو ته خلاص شوی دی ، مګر دغه مصارف د جاپانيانو د عايداتو په نسبت لږ دی، مثلا د وکيناما د شوريجو ښار چه د نړۍ د هنری ميراث په توګه بلل کيږی، د ټيکت بيه يی اته سوه جاپانی ينه، يعنی اته امريکايی ډالره ده٠ په توکيو کی ځمکی ډېرې ګرانې دی ، مګر د ښار په مرکزی سيمو کی ډېر باغونه ليدل کيږی چه خلک ور ته پرته له ټکټ ننوتلی شی٠ د جاپان د امپراتور د ماڼی څخه نيمه برخه د يوه باغ په حيث د سيلانياتو لپاره په وړيا توګه د استفادی وړده٠ په جاپان کی يو خصوصيت دا دی چه ډېر طبيعی منظره لرونکی ځايونه د غرونو په لمنو او يا د بحر په غاړو اباد شوی دی او غرونه له سمندر سره نښتی دی او خلک په وړيا داسی ځايونو ته تللای شی٠ مثلا د فوجی هکونی يځه طبيعی پارک چه د فوجی نومی غره او د شاوخوا د جهيلونو او د اور غورځونکی غره څخه جوړ شوی دی، بی له ټکټه خلک په ازاده توګه ور ته تللای شی٠

البته د ساعت تيری لپاره د هغو مصنوعی تجارتی ميدانونو د ټکټ بيه ډېره ګرانه ده او پکی د توکيو د ديسنی باغ د ټکټ بيه تر ټولو ډېره ګرانه ده چه پنځو

زرو پنځو سوو جاپانی ينو ته رسيږی ، مګر دغه بيه د هر تن د شپږو مليونو جاپانی ينو د خالصو کلنی عايداتو په نسبت ډېره لږه ده٠

انګليستان د نړۍ د ډيرو هېوادونو په شان ، زيات عامه ځايونه لکه باغونه او دولتی موزيمونه لری او په وړيا توګه خلکو ته پرانستل شوی دی٠ خو هغه منظره لرونکی ځايونه چه په شاهی کورنۍ پوری اړه لری ، د ټکټونو بيه يی ګرانه ده ٠ مثلا د باکنګ هن ماڼۍ، وندسار بالاحصار او د لندن د برج د ټکټونو بيې يی څه نا څه اته لسو امريکايی ډالرو ته رسيږی او د زړو او وړو لپاره د ټکيټ بيه څلور يا پنځه امريکايی ډالره کمه ده٠ په داسی ځايونو کی هغه مغازی چه د يادګاری شيان خرڅوی، هم د شاهی کورنۍ له خوا اداره کيږی٠ د ټکټونو او د يادګاری د شيانو د خرڅولو عايدات ټول د شاهی کورنۍ پوری اړه لری او دا د شاهی کورنۍ د عايداتو د زياتولو لپاره يوه لاره ده ٠ هغه منظره لرونکی ځايونه چه د رنګا رنګو ميراثونو په صندوقونو پوری اړه لری ، د ټکټونو بيی يی له لس نه تر اتلس امريکايی ډالرو پوری دی ٠ په انګلستان کی داسی ودانۍ زياتی ليدل کيږی چه خوا يی په شخصيتيی مالکيت پوری اړه درلوده او وروسته د ميراث په توګه مربوط صندوق ته ورکړی شوی او داسی صندوق تجارتی سازمان نه دی او د ټکټونو عايدات يی د دغو ودانيو د ادارې ، ترميم او ساتنې لپاره په مصرف رسيږی٠

هندپه نړۍ کی د څلورو لرغونو متمدنو هېوادونو څخه دی او د دې هېواد ځلانده تمدن هره ورځ په زرګونو کورنی او بهرنيی تورستان ځان ته راجلبوی نو د ټکټونو

عايدات د هندی حکومت په توريستی عايداتو کی مهمه برخه نيسی٠ د تاج محل نه پرته چه د نړۍ د اوو عجايبو څخه دی ، په هند کی نور شل لرغونې ځايونه ساتل شوی دی چه د بيلا بيلو فرهنګونو او مذهبونو نمايندګی کوی او د م م د يونيسکو سازمان لخوا د نړۍ د ميراث په توګه ټاکل شوی دی٠

مګر د داسی مشهورو ځايونو د ټکټونو بيه په تيره اوږده موده کی ډېره ارزانه وه چه په څه د پاسه لس يا شل سنټه اخيستل کيده٠ خو د ٢٠٠٠ کال راهيسی ، د توريستی عايداتو د زياتولو لپاره ، د هند د توريزم وزارت د بهرنيو توريستانو لپاره د ټکټ بيه لسو يا شلو امريکايی ډالرو ته لوړه کړه ٠ دغه راز د بهرنيو توريستانو د ټکټونو بيه حتی د کورنيو سيلانياتو څخه څه د پاسه په شل ګونو چنده زياته ده٠ د هند د توريستی ټولنې د تحقيقاتو څخه څرګنديږی چه د ټکټ د دومره ګرانې بيې له امله لږ تر لږه يو پر پنځمه برخه خارجی توريستان هند ته نه ځی٠

په امريکا کی د خلکو د هر تن د څو زرو امريکايی ډالرو خالص مياشتنی عايداتو په نسبت، د باغونو او پارکونو د ټکټونو بيی هم ډېرې ارزانې دی چه اکثريت يی څه دپاسه لس يا شل امريکايی ډالره ده او تر ټولو ډېره ګرانه بيه يی لس ګونه امريکايی ډالره ده٠

ګرانو اورېدونکو، همدااوس پروګرام مو پای ته ورسيد ، شپه مو په خير٠