<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-01 20:57:54    
د ژبی خدمت

cri

د ځان خدمت يا دخان خدمت هرڅوک کولی شی ، مګر دژبې علمی او ادبی خدمت دپوهانو او لايقو خلکو کار دی .

کوتک او ټوپک هرڅوک په لاس کی نيولی شی ، مګر قلم په لاس کی نيول د هرچا کار نه دی .

هغه چه له زړه او دماغ نه کار راخلی او هغه چه د لاس او پښو وظيفه اجرا کوی يو شانته نه دی .

په يوه ژبه کی علم او معنی پيدا کول د خيال او احساس تصوير ايستل ، ذوق او شعور تربيه کول ، هغه عالی هنر دی ، چه د اديب او ليکونکی پهبرخه رسيدلی دی .

دا هغه کار نه دی ، چه مزدوران او نوکران يی کوی ياپه مامور پيشه خلقو پوری اختصاص ولری .

د دې کار دپاره هغه اشخاص په کار دی ، چه ډيره عالی غايه او عالی نظر لری . يعنی له دنيا نه معنی ته ډير مايل وی او د علم و ادب پالنه خپله مسلکی وظيفه ګڼی . هغه څوک چه د ژبې علمی او ادبی خدمت سره عشق او علاقه لری هغه بيا د تعطيل او رخصتی ورځی نه پيژنی او ورځی نه د شپې ډير کار کوی .

هغه که په محبس کی هم وی خپله وظيفه نه هيروی او له خپل کاره لانه اخلی د دشتی ايام محبس د زندان محصول دی ، مګر لهنورو اثارو نه يی ډير غوره معلوميږی نا حسين کوثر چه د جبس په موده کی يی د پښتو ژبپوهنی پهباره کی نوی نظريې ورکړی . پښتو پالنه او د پښتو علمی او ادبی خدمت له پښتنو ليکوالو او هوهانو نه همدغه راز عشق او علاقه غوا ړی چه په هيڅ حال او په هيڅ ځای کی ترک نشی او څوک يی د محض پيسو لپاره ونکړی او نه د چا امر او فرمايش ته منتظر وی .

هو! دغه راز ملی او اجتماعی نهضتونه ملی او مسلکی اشخاص غواړی او د عشق او عقيدې خاوندانو ته ضرورت لری .

زه نه وايم چه په پښتنو کی داسی خلق بيخی نشته ځکه چه يو نيم سړی پيژنم چه د پښتو خدمت محض د معاش او شخصی ګټې لپاره نه کوی او له ژبې سره يی علاقه رسمی نهده قلبی او حقيقی ده .

له دينه هم انکار نه کوم چه يو نيم سړی به پښتو پالنه د خپل معيشت وسيله ګڼی مګر ټول ليکوال که هغسی نه دی دغسی هم نه دی . په دوی کی ځينی داسی اشخاص هم شته چه پښتو سره علاقه لرل يوملی او اجتماعی هدف کڼی او په همدغه تله خلق تلی . يعنی حب او عدم حب يی په همدغه اساس بنا دی . که څوک يو څه علمی او ادبی اقتدار لری او دپښتو په خدمت کی برخه نلری هغه له پښتو سره بی علاقی کڼی اوخپله علاقه ورسره ټينګه نه ساتی .

د دوی په نزد دهماغه سړی ډير ښاغلی اومنلی دی چه دپښتو پالنی فکر او اراده ورسره شته اوپښتو دپاره يو څه خدمت کوی .

دغه مسلکی شعور که څه هم نن ډير ضعيف او نحيف غوندې معلوميږی بيا هم د اميدوړ دی اوهيله لرو چه لهدې زړی نه به سمسور باغونه پيدا شی .

هوهان او اديان دی خبرې ته ښه ملتفت دی چه په دغه وخت کی د ژبې خدمت د اوليت حق لری او پهنورو اجتماعی خدمتونو مقدم دی ځکه چه مونږ علم او ادب ته ډير محتاج يو او دپښتنو ليکوالو ضروری او لازمی وظيفه همدغه ده .

مونږ بايد يو پاک ، صاف اوخالص علمی او ادبی نهضت وغواړی اونور هر څه نوروته پريږدو .

سياسی نهضت او اداری تحول دسياستونو او د حکومت کار دی هوهان او اديبان بايد ادبی او عرفانی نهضت وغواړی اوبس !