<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-02 16:17:19    
ښاغلی لی تونګ شينګ او د تی سی ايل ډلی د بين المللی کولو لاره

cri

ښاغلی لی تونګ شينګ سږ کال اته څلويښت کلن دی ، دريويشت کاله دمخه لی تونګ شينګ له پوهنتون څخه د فارغيدو نه وروسته خپل اجدادی کور يعنی دکوانګ تونګ ولايت د خوی ځو ښار ته راغی او د محلی ځای د کورنی برقی سامان الاتو دتوليدولو په يوه کوچنی تصدۍ کښی يی کار وکړ نن ورځ لی دونګ شينګ د چين دکورنی برقی سامان الاتو د تصدۍ له عمده و ممتازو مشرانو څخه شميرل کيږی او د هغه تر لارښوونی لاندی د تی سی ايل د ډلی سهامی محدود شرکت هم

د بين المللی کولو د لاری د وهلو له لاری په نړۍ کښی د رنګه تيلويزيونونو دتوليدولو په يوه ډيره لويه تصدۍ بدله شوی ده .

په ١٩٩٦ کال کښی لی تونګ شينګ د خپل ځانګړی اداری او تخنيکی طاقت په اتکا د تی سی ايل د شرکت د عمومی مدير په حيث کار کاوه . په هغه وخت کښی په خارج کښی د کورنی برقی سامان الاتودتوليدولو کار نوی پيل شوی و او کار يی په عمده ډول دخارجی تصديو دپاره دتوليداتو چمتو کول و.په ١٩٩٧ کال کښی په جنوب ختيځه اسيا کښی پولی بحران را منځ ته شو ، نوموړی بحران د تی سی ايل په شمول دکورنی برقی سامان الاتو دتوليدولو دتصديو هغه کار ته سخته ضربه رسولی وه کوم چه په خارج کښی جاری روان و .دغی پيښی لی تونګ شينګ په دی ښه پوه کړ چه په خارج کښی دخپلو چارو د نور هم انکشاف دپاره بايد په خارجی بازارونو کښی خپل ځانګړی مارک لرونکی توليدات مروج کړی شی هغه

وويل په جنوب ختيځه اسيا کښی د پولی بحران درامنځ ته کيدو په نتيجه کښی دزياتواسيايی هيوادونو د بانګ نوټونو ارزښت ټيټ شو ی دی ، دژن مين بی يونود تبادلوی ارزښت ثابت ساتل شوی دی ، په داسی حال کښی مونږ د فرمايش زيات ليستونه له لاسه ورکړی وو . د ١٩٩٨ او ١٩٩٩ کال په دوو کلونو کښی زمونږد شرکت صدور کم شوی و، په هغه وخت کښی ما دا فکر کاوه چه که مونږ په خارج کښی زمونږ خپل مارک لرونکی توليدات مروج نه کړو ، نو د تصدۍ د ثابت انکشاف ساتل به يو مشکل کار وی .

پنځه کاله دمخه د تی سی ايل شرکت لومړۍ دجنوب ختيځی اسيا په هيوادونو کښی خپل مارک لرونکی توليدات مروج کړی وو . په ويتنام کښی دتی سی ايل د فرعی شرکت عمومی مدير ښاغلی يی څون يو زمونږ د راډيو خبريال ته وويل چه په هغه وخت کښی له پلټنی څخه څرګنديدل چه په ويتنام کښی د رنګه تيلويزيونونو دتوليدولو کلنی طاقت په بازارونو کښی د پلورلو له اندازی څخه اوښتی و، خو لی تونګ شينګ دويتنام د بازاری حالت د څيړنی نه وروسته وويل چه د ويتنام په کورنيو کښی درنګه تيلويزيونونو د تعميم ميزان يوازی په سلو کښی پنځه څلويښت و او يوازی په لويواو منځنيو ښارونو کښی متمرکز کيدل ، نو ځکه په کوچينيو علاقه داريو او کليوکښی به پراخ بازار موجود وی. ،ښاغلی يی څون يو وويل ( اواز ) د ٢٠٠٠ کال په سر کښی په هغه وخت کښی په شرکت کښی د زياترو خلکو نظريه دا وه چه بايد خپل توليدات دويتنام له بازار څخه وباسی او دوی وويل چه په دغه ځای کښی د ښه فرصت په ځای لوی خطرونه موجود وو . يوازی

زمونږ دڅو عمده و اداره کوونکو په نظر په دغه هيواد کښی د زياتو فرصتونو موجوديت ښکاره کيده . .

د تی سی ايل شرکت دويتنام د بازار د خصوصيت سره سم درنګه تيلويزيونونو د نويو توليد اتو بهره بردارۍ وکړه او دغه رنګه تيلويزيونه دويتنامی خلکو له خوا دتود هر کلی وړ ګرځيدل

د ويتنام په بازارونو کښی د کاميابۍ د تر لاسه کيدو نه وروسته لی تونګ شينګ خپل توليدات د جنوب ختيځی اسيا نورو هيوادونو ته ورليږل او ور پسی يی خپله توجه اروپايی او امريکايی بازارونو ته واړول . د ٢٠٠٤ کال داګست په مياشت کښی د تی سی ايل شرکت د يو سلو ديرشو مليونو امريکايی ډالرو په پانګه اچولو سره دفرانسی د تيلويزيونونو دتوليدولو نامتو تصدۍ يعنی د تومسون شرکت اخيستی دی . او د تی ، سی، ايل ___ دتومسون الکترونيک ليميتيد شرکت يی جوړ کړی دی . دنوموړی شرکت لومړی تخنيکی مامور ښاغلی جان کلاودی فافرياو خبريال ته وويل زه د عمومی مدير لی تونګ شينګ له فيصلی سره موافقه لرم ، زمونږ دتومسون شرکت ځانګړی ميتودونه او اجنداوی لری او د تی سی ايل کلتور دخپل ځانی ميتودونه او اجنداڅخه عبارت دی ، ددولت او تصديو تر منځ دکلتور يو ځايښت د اوږدی مودی همکارۍ د کاميابۍ د سرته رسولو دپاره مخکښنی شرط دی .