<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-02 16:34:13    
بوريا پريکول او دوستي له منځه وړل

cri

وايي چه دوه زره کاله دمخه دوه زلميان و چه يو يي ګوان نين او بل يي هوا سين نوميده ٠ دوي دواړه هم صنفان وو ، خو عادت او خاصيت يي بيخي بيل ښکاريده ٠ ګوان نين په ژوند او مطالعه کي د زحمت او کوشش خاوند و او په فاخرانه ژوند يي حسد نه کيدو ٠ خو هوا سين دده سره په خلاف و٠ يوه ورځ دوي دواړه په باغ کي د رمبې کولو په وخت کي يوه ټوټه سره زر پيدا کړل ٠ ګوان نين سرو زرو ته حتي سترګې هم وا نه ړولې او لا هم په رمبې وهلو بوخت و ٠ برعکس هوا سين د سرو زرو په ليدو سره د زياتې خوشحالۍ نه ځان بايلود او سمدلاسه يي سره زر له زمکې نه لاس ته راوړل او و يي غوښتل چه په جيب کي يي واچوي ٠ مګر هغه وليدل چه د خپل دوست له څيرې نه د خوشحالۍ هيڅ نښې نه څرګنديدې ، نو سره زر يي په زمکه وغورځول ٠ بل وار کله چه دوي دواړو په کوټه کي مطالعه کوله ، و يي ليدل چه يو عالي رتبه مامور په داسي حال کي د کړکۍ په بهرکي تيريده کوم چه په منګلوسه کي په هسکه غاړه ناست او زيات محافظين يي په شاوخوا کي ملګري وو ٠ ګوان نين لا هم په ډير غور سره په مطالعه بوخت و لکه چه په بهر کي هيڅ وضعه نه ده راپيښه شوې ٠ مګر هوا سين سمدستي کتاب په ميز کيښود او د جم و جوش نه ډکې وضيعې د ليدو دپاره له کوټې نه ووت ٠ ډيرې شيبې وروسته هوا سين بيرته راغی او ګوان سين بيرته راغی او ګوان نين ته يي ددې اعلي مامور د خودنمايي او اسراف په باره کي حالت تعريف او توصيه کړ او له مخ څخه يي حسد نښې څرګندېدې ٠ ګوان نين ډير په قهر شو او هغه بوريا يي په چاقو پرې کړه چه دوي دواړه ورباندي کښيناستل ٠ بيا يي په جدي رويه خپل ملګري هوا سين ته وويل چه زما دوست نه يي او له ما نه جلا شه ٠ دغه متل چه وايي بوريا پريکول او دوستي له منځه وړل ، له خپل دوست سره د نظريو د اخلاف له امله د روابطو د پريکولو مفهوم لري ٠