<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-02 16:54:51    
د ګرمی وهلو ناروغی

cri

اوس جي د هری ورځی په تيريدو سره هوا توديږی او هم دوبی په رارسيدو دی نو د ګرمی وهلو ناروغی هم دپيهيدو وړ ده .د دی دپاره چی د نوموړی ناروغی په علتونو او همداشان د هغی د مخنيوی او درملنی په لارو چارو ښه پوه شو ،ستاسو پام د نوموړی ناروغی دی مطلب ته رااړوو.

ګرمی وهل د تودوخی يوه ډيره خطرناکه ناروغۍ ده چی کولای شی د انسان ژوند د ګواښ سره مخامخ کړی .دا ناروغی د لمر په وړاندی د يوه شخص د ډيرو پاتی کيدو له امله رامنځته کيږی چی په دی صورت کی شخص نه شی کولای په بشپړه توګه خوله وکړی او د بدن تودوخه يی ټيټه شی .

نوموړی حالت په بيړه پرمختګ کوی چی بيرنی روغتيايی درملنی ته يی اړتيا پيدا کيږی .د ګرمی وهلو يا لمر وهلو خطر هغه معال زياتيږی چی د دوی په موسم کی د تودوخی درجه د سانتی ګراد ٣٥ درجو ته لوړه شی .

ماشومان ،سپين ګيری او هغه کسان جی د کور نه د باندی د لمر د وړاندګو لاندی کار او فعاليت کوی د دی ناروغی د خطر سره مخامخ کيږی .

د دی ناروغی نښی نښانی دا دی چی د اخته ناروغانو د بدند تودوخی درجه لوړيږی او ور سره د تر ګرځيدلو ستومانتيا،سرخوږی ،د غړو درد، د نبض وهلو چټکوالی او د ژر ژر ساايستلو شکايت لری .

که چيری د ناروغی دغو نښو نښانو ته پام ونشی ،نو ناروغی وژونکی بڼه غوره کوی او اخته شوی ناروغ به دمرګ کندی ته واچوی .د دی ناروغی د مخنيوی دپاره ډاکټران لارښوونه کوی چی بايد د ناروغی څخه د اخته کيدو د مخنيوی په خاطر په تور لمر کی د کار او زيات پاتی کيدو څخه ډه ډه وشی .که چيری يوځوګ غواړی په لمر کی کار وکړی بايد خپل سر په خولی او يا ځادر او بل شی باندی پټ کړی او په ورځ کی د ٥ څخه تر ١٢ ليترو پوری او به وڅښی .

ګرمی وهل په ماشومانو کی په تيره بيا په کوڅنيو ماشومانو کی ډيره خطرناکه ناروغی ده .ځکه د هغوی وجود لږ اوبه لری .د ماشومانو د وجود او به د څه نا څه يو ساعت په موده کی ضايع کيدای شی .

دا ناروغی هغه مهال ډيره د خطر وړ ده چی ماشومان تبه ولری .نو څنګه کولای شو چی د ګرمی وهلو د ناروغی درملنه و کړو .

١،د ناروغ د اخته کيدو سره سم يی بايد ډيره ژر درملنه وشی .

٢،ناروغ بايد د لمر له وړانګو څخه ليری او يوه سيوری ته وليږدول شی .

٣،د ناروغ وجود بايد څو ځلی په سړو او بو لوند شی او ناروغ په لوند ټوکر يا ځادر کی وپيچل شی همدا راز دی د ناروغ د وجود د تودوخی د درجی څخه په کلکه څارنه وشی .

٤د خوا ګرځيدنی په صورت کی ناروغ بايد په داسی حالت کی راوستل شی چی په اسانی سره سا وايستلی شی .

٥،د تبی د راکښته کولو په خاطر ناروغ ته بايد هيڅ رنګه درمل ور نه کړل شی ،ځکه په داسی حالاتو کی درمل ناروغ ته ښه نه بلکی نوری ستونزی رامنځته کوی .

٦،د امکان په صورت کی ناروغ ژر تر ژره ډاکټر ته بوځی .د دی ناروغی څخه د بشپړ خلاصيدو په خاطر ناروغ بايد څو ورځی په بستر کی پاتی شی او بايد د ډاکټرانو څارنی لاندی وی نو بشپړه روغتيا تر لاسه کړی .