

زنبک يو ډول رستني نبات دي ،د پياز په شان ګل يي سپين رنګ او دخوړلو ارزښت لري ٠ د چين د عنعنوي طب له نظره زنبک يخ خاصيت لري او د ځګر حرارت کموي او د سرفه د ناروغۍ د مخنيوي او علاج له پاره درملني رول لري ٠ دغه ډول نبات د انسان په ژوند کې خصوصأ د خوراکونو د جوړولو په هکله د خلکو ډير استعماليږي ٠ دلته څو ډول هغه خوراکونه چه په تازه زنبک جوړ شوي ، أشپزي علاقه مندانو ته معرفي کړو ٠
لومړي د زبنک اوماچ ، جوړونه يي په دي ډول ده ٠ د دوو يا درو تنو غړو د خوړلو د اندازي سره سم دوه سوه پنځوس ګرامه وريجي ، يو سل کرامه تازه زنبک يا د خيلې د اړتيا د اندازې سره سم تيار کړي ، وريجي د منيځلو نه وروسته په يخ اوبو کې واچوي او د نيم يا يو سا عت له پاره کيږدي ٠ د تازه زنبک د ګل پاڼه يوه يوه جلا جلا کړي او په اوبو کې يي پاکه ومينځي او ورپسي يي په يو سامان کې واچوي ٠ د يو ساعت نه وروسته نوموړي وريجي په يو ديګ کې چه برابر اوبو پکې اچول شوي ، پکې واچوي او ديګ د اور په پاسه کيږدۍ او وريجي پکې وايشوي ، کله چه اوبه پکې جوش شي ، وريجي پکې ولړۍ او د وريجو ايشولو ته دوام ورکړې چه په دي وخت کې اور دي نرم کړي ٠ وريجي چه نرمې شي ، تيارشوي زنبک پکې واچوي او د مساعد وخت له پاره جوش کړۍ ، زنبک چه نرم شي ، د زنبک اوماچ تيار شو ٠ د خوړلو په وخت کې کولي شي چه د خپلې خوښې سره سم برابر ه بوره يا مالګه ور زياته کړۍ٠ دغه ډول اوماچ د هغو کسانو له پاره چه د معدې هازمي ضيعفي دي او توخي کوي ، دغه راز خصوصأ د زاړو واړو له پاره ډير ګټور خوراک ګڼل کيږي ٠ دوهم خوراک ، ژر سور شوي زنبک ٠ جوړونه يي په دي ډول ده چه لومړي دري سوه ګرامه زنبک په دي ډول تيار شي چه د ګل پاڼه يي جلا جلا کړۍ او په اوبو کې يي پاک ومينځي ٠ وروسته په يو ديګ کې د زيتون برابر غوړي پکې واچوي او ديګ د اور د پاسه کيږدې ، غوړي چه سري شي ، تيار شوي زنبک پکې واچوي او ژر سور کړۍ او ژر يي ولړۍ او لږ ه مالګه ورزياته کړي ، زنبک چه نرم شي ، اور سم د لاسه مړ شي ، بيا وروسته سور شوي زنبک په يوه غاب کې واچوي ، په دي ډول دغه خوراک تيار شو ٠ سور شوي زنبک دغه خوراک سپين رنګ لري او خوند يي هم ډير زيات دي او د انسان د روغتيا له پاره هم ګټور دي ٠