<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-03 20:22:42    
د ميرمنی ګو فونګ ليان په مشرۍ نننی دا ځای کلی

cri

ګرانو اوريدونکو ، د داځای کلی چه د چين د شان سی ولايت د سي يانګ په ولسوالی کی واقع دی ، د تيری پيړۍ په ٦ او ٧ می لسيزو کی د تش په نامه کلتوری لوی انقلاب په موده کی د چين د کرنی په ساحه کی يوه داسی نمونه وه چه نه يوازی په هيواد ،بلکی د چين په بهر کی يی هم شهرت وموند . د کلتوری لوي انقلاب د غورځنګ په ختميدو او د هيواد د اصلاحی بهير په روانيدو سره د داځای نوم چه په هماغو کلونو کی د سياسی تبليغاتو لپاره د مصنوعی محصول په توګه تری استفاده کيده ، د نړيوالو لخوا له ياده وتلی ؤ . خود نننی دا ځای د کلی بڼه بيخی بدله اونوی شوی ده . خبريال وليدل چه د کلی د فوتوو د غره په لمن کی پخوانی زراعتی مځکې د ميوه لرونکو ونو نه په ډکو شنو باغونو بدلی شوی او د پخوانی زراعتی اقتصاد پر ځای د مشروباتو د جوړولو او د کاليو د ګڼدلو فابريکی او توريستی چارې را منځ ته شوی دی .

ميرمنی ګو فونګ ليان چه پخوا د داځای د کلی د اوسپنيزو پيغلو په نامه د مشهوری ډلی مشره وه ، نن ورځ د واکمن ګوند د کلی د کميټی منشی او د داځای د اقتصادی ابادۍ د عمومی شرکت د مديره هيات د رييسې او عمومی منجيری دنده په غاړه لری . هغی خبريال ته وويل چه د بازاری اقتصاد د لاری غوره کول د داځای لپاره سم انتخاب دی او يوه اساسی لاره ګڼله کيږی . تيرکال د دا ځای د کلی عمومی عايدات د ١٩٨٩کال په پرتله څه د پاسه پنځوس چنده زيات شول .

د دا ځای د اقتصادی ابادۍ عمومی شرکت د مشروباتواو کاليو د فابريکو نه پرته ، د سکرو د حمل ونقل ، د کرنی او مالدارۍ په شمول اته لويی صنعتی تصدی هم لری . د ٢٠٠٣ کال عمومی عايدات يی څه نا څه سلو مليونو ژن مين بی يوانو ته رسيدلی چه د ټول کلی د کلنی عايداتو د عمومی اندازی په سلو کی نوی نيسی . په سلو کی لس نور عايدات د توريزم له لاری لاس ته راغلی او د کرنی عايدات يی يوازی په سلو کی له يو نه هم کم و .

اوس د داځای کلی د ١٧٠ کورنيو ٥٢٠ تنه اوسيدونکی لری چه په دی جمله کی يوازی لس تنه د جوارو د کرلو په زراعتی فعاليتونو بوخت دی . دداځای په نښه بيلا بيلو تجارتی شيانو نه يوازی د شان سی په ولايت او د لويی وچی په نورو ولايتونو ، بلکی په هانکانګ کی هم تود بازار پيدا کړی دی . د ايکولوژيکی چاپيريال د ښه والی په نظر کی نيولو سره اوس داځای په دی هڅه کی دی چه د يو زر هکتارو په مساحت ځنګلی پارک جوړ کړی . په راتلونکی پارک کی به د ميوه لرونکو ونو د ايښودلو ، د رمی او مالونو د پيولو ، دزرغونو سبو د کرلو او د ساعتيرۍ په شمول زياتی حوزې پرانستل شی چه د لازياتو چينی او بهرنيو سياحانو د راجلبولو سبب به وکرځی او د توريزم په اړه کلنی عايدات به د ٢٠٠٣ کال له لسو مليونوڅخه ٤٦ مليونو يوانو ته ورسيږی .

اوس هر کال تقريبأ دوه لکه چينايان او خارجيان په خپلو پيسو د سيل او ليدنی لپاره دا ځای کلی ته ځی . ددوی په منځ کی نه يوازی د پاخه عمر خلک او زاړه کسان ، بلکی ډير زلميان او نجونی هم شامل دي . د داځای په کلی کی پخوا بزګر په هغو ځانګړو سرپناؤکی اوسيدل چه په غرنی غارونو کی جوړ شوی ؤ . خو نن ورځ د پخوانيو غارونو په وړاندی د پخو خښتو دوه پوړيزی ودانی

قطار په قطار په منظم ډول ولاړی دي او د هر کور مساحت ١٧٠ مربع متره دی او د خرڅلاو بيه يی له اويا زرو يوانو نه هم کمه ده . دغه راز دنوموړی کلی اوسيدونکی په سلو کی د ٤٥ امتيازی بيی سره سم هستوګنځی اخيستلی شی . پرته له دی نه ، د کلی اوسيدونکو ته د روغتيا لپاره مالی مرسته هم ورکول کيږی او د بوداګانو د پالنی اود ژوند د تامين او تعليمی فيلوشپ په شمول قاعدی هم رامنځ ته شوی دي . د اړوندو مقرراتو له مخی په هره مياشت کی هغو زړو کسانو ته چه عمر يی له ٦٠ نه تر ٦٩ کالو پوری دی ، ٦٠ يوانه او هغو نورو بوداګانو ته چه عمر يی له اويا کالو نه زيات شوی ، سل يوانه ورکول کيږی . له وړکتون نه نيولی تر لومړنی ښوونځی پوری ټول تعليمی لګښتونه وړيا دی او په عالی مدرسو اوپوهنتونونو کی د داخليدو نه وروسته هر تن زده کوونکی هر کال يو زر يوانه مالی مرسته اخيستلی شی . د يادونی وړ خبره خو دا ده چه تر اوسه پوری په چين کی چه بزګران د نفوسو د عمومی شمير په سلو کی اويا برخه تشکيلوی ، هغه بزګران دومره زيات نه دي کوم چه د روغتيا او د بوداګانو د بيمی په شمول د اجتماعی تضمين له نعمت څخه ګټه اخلی .

نن ورځ چه د داځای کلی له کرنی نه د صنعتی ، تجارتی او خدمتی چارو په لوری پرمختګ کوی ، ميرمنی ګو فونګ ليان خپلی سترګی او پام د هيواد بهر ته اړولی دی . د هغی ارزو دا ده چه د جاپان له صنعتی تصديو سره د همکاری له لاری د چينی طبی بوټو د څيړنی او بهربرداری په ساحه کی نوی برياليتوبونه لاس ته راوړی .