<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-03 20:30:44    
له يتيمانو سره د مرستی لپاره د سلو تنو نقاشانو او خطاطانو اثار وپلورل شو

cri

خبريال د چين د اجتماعی کارکوونکو د ټولنی څخه تازه خبر اخيستی دی د هغې پريکړي لمخي چه د دې ټولنی په اړه له يتيمانو او معيوبو ماشومانو سره د مرستندوی کميټی او د بيجينګ د يوه کلتوری او هنری شرکت لخوا ونيوله شوه ، د اپريل له ١٦می نيټی څخه تر ١٨ نيټی پوری له يتيمانو سره د مرستی لپاره د چين د نامتو نقاشانو او خطاطانو د اثارو د پلوريدو په باب د زمکنی مينی په نامه فعاليت په نظامی موزيم کی تر سره شو
د نوموړی فعاليت د تطبيق په موده کی څه دپاسه سلو تنو چينايي نقاشانو او خطاطانو خپل اثار وپلورل او ګډون کوونکی نقاشانو او خطاطانو په ګډه يو شمير اثار ترسره کړل ، د معلوماتو لمخې تقريبا پنځه سوه اثار وپلورل شول او تر لاسه شوې پيسې په پوره توګه بی وزلو ماشومانو ته ورکړې شوې٠
د چين د اجتماعی کارکوونکو د ټولنی په اړه له يتيمانو او معيوبو ماشومانو سره مرستندوی کميټی د دولت په درجه يوه خيريه موسسه ده چه د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټی مرستياله او د چين د ښځو د اتحاد رئيسه ګو شيو ليان د دې کميټی د مشرتوب د دنده په غاړه لري ٠ نوموړی کميټی دا دندې لري چه د بيلا بيلو ټولنو له خوا پيسې او مواد راغونډوي ، د هنري شيانو د پلورلو او ننداره کولو فعاليتونه ترسره کوي او د هيواد له داخل او بهر نه د مرستو د منلو له لاری د درملنی ، روزنی او زده کړي په برخه کی د يتيمانو او معيوبو ماشومانوسره مرسته کوي ٠
يتيمان او معيوب ماشومان له داسي بدمرغۍ سره مخامخ دي چه يا خپل پلرونه او ميندې مړه شوي يا يي په ناروغيو اخته دي ٠
ددوي سره مرسته نه يوازی د مربوطو څانګو مسئوليت دی بلکی د ټولنيز مدنيت د پرمختګ سره برابروي٠ چين د م م د ماشومانو د حقوقو د تړون لاسليکونکي هيواد دی او د ماشومانو د حقوقو او ګټو ساتنه د چين د عنعنوی اخلاق د پراختيا ، د سوسياليزم د مدنی تمدن د تعميم او خلکو ته د مينی ورکولو سره نژدي اړيکي لري ٠