<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-04 19:12:36    
د چين په تيان جن ښار کې د بهرنيانو ژوند

cri

د تيان جن ښار د چين په ختيځه خوا کې واقع دي او د چين يو بندري ښار دي ٠ د لرغوني زمانې راهيسي د تيان جن ښار د چين له مهمو بندري ښارونو څخه ؤ ٠ اوس د چين د اقتصاد په چټکې پرمختيا سره بهر ته د تيان جن ښار دروازه هم په لا پراخه توګه خلاصه شوې ده او هغه بهرنيان چه د زده کړي او کار له پاره تيان جن ته داخل شوي ، مخ په زياتيدو دي ٠ ښاغلي کايميرون او دده ميرمن دواړه کانادايان دي ، دوه کاله مخکې له کانادا څخه تيان جن ته را غلل او اوس د تيان جن ښار د بين هاي په ښونځي کې د انګليسي ژبې د ښوونکي په توګه کار کوي ٠ تيان جن ته ن د راتللو نه مخکې دوي انديښنه درلوده چه د تيان جن ښار د ژوند شرائط ښه نه وي ، خو کله چي دغه ښار ته راغلل ، ويي ليدل چه په دي ښار کې د ژوند شرائط او د کار چاپيريال ډير ښه دي ، دلته بيلا بيل لوي ماکيټونه ، زيات راستورانونه ، بارونه ، عصري روغتونونه ، ښوونځې او نور ټول تاسيسات شته ٠ په دي هکله ښاغلي کايميرون په ډيره خوشحالۍ سره خبريال ته وويل چه زما له پاره د هيجان وړ خبره دا ده چه تيان جن ته د رسيدو په لومړني سهار کې د چکر وهلو په وخت کې ومي ليدل چه دلته يو ډير لوي پارک شته چه پکې ډيرې ونې او چمنونه تر سترګو کيږي ، ډير خلک پکې ورزش کوي او زړه مي د ډيرې خوشحالې احساس کوي ٠ پنځوس کلن ښاغلي ميچيل لاودين چه له امريکې څخه تيان جن ته راغلي ، د بيلا بيلو هيوادونو د پوستي ټيکيتونو د راغونډولو علاقه لري ٠ څه د پاسه لس کاله مخکې په امريکا کې له يوې چيني پيغلې سره چه سوي ځونګ يوي نوميږي ، اشنايي درلوده او ور سره يي واده وکړ ٠ په ١٩٩١ کال کې ښاغلي لاودين له خپل ميرمن سره يو ځاي بيرته تيان جن ښار ته راستنه شول ٠ او د دايمي اوسيدو له پاره په دي ښار کې پاتي شوي دي ٠ په دي وروستيو کلونو کې هغه د تيان جن ښار په ارتباط څه د پاسه لس زره پوستي ټکټونه او معلومات راغونډ کړي او په دي بهير کې يي د چين او د تيان جن ښار د کلتوري تاريخ سره زياته مينه پيدا کړۍ ده ٠ هغه وويل چه د پوستي چارو د پرمختګ له تاريخ څخه د وګړو د ژوند په باب زيات معلومات ترلاسه کيږي ، ما د تيان جن د پوستي چارو د تاريخ په باب د څيړنې له لارې د تيان جن په باب زيات معلومات تر لاسه کړي دي او په دي بهير کې دا راته څرګنده شوې ده چه د تيان جن ښار د چين په تاريخ او ديپلوماتيکو چارو کې ډير مهم مقام لري ٠ په دوه زره لومړي کال کې د ښاغلي ميچل لاودين يو کتاب چاپ شوي او څه د پاسه شپږ سوه ارزښت ناک پوستي ټکټونه ، د خط پاکټونه او داسي نور پوستي شيان چاپ شوي دي ٠

پيغله ويلسون چه د امريکې له نيوياک څخه تيان جن ښار ته راغلې ، سږکال څه د پاسه شل کلنه ده ٠ په منځني ښوونځي کې د درس لوستلو په وخت کې چين ته راغلې وه او د چين لوي ديوال او د بيجينګ د امپوراطورۍ ماڼۍ يي ليدلي دي او د دې په زړه کې يي نه هيريدونکي خاطري پريښودلي دي ٠ دوه کاله د مخه هغې د اړوندې څانګې په بلنه د کار له پاره د چين د تيان جن ښار د ماشومانو مرستون ته راغلې ده ٠ په دي مرستون کې پيغله ويلسون هر يو معيوب ماشوم ته ډيره پاملرنه کوي او د نوموړو معيوبو ماشومانو د روغتيا د بيا رغونې له پاره يي اړوند پلان طرح کړي دي ٠ هغې خبريال ته وويل چه د دغه مرستون د ماشومانو سره د تماس نيولو په بهير کې د ځينو ماشومانو ناروغتيا زما له پاره معلومه نه ده ، نو دوي يي روغتون ته ورليږلي ترڅو ډاکتر يي وګوري ٠ بر سيره پر دي زه هره ورځ له دکان څخه د ماشومانو له پاره بيلا بيل شيان اخلم چه دغه ټول کارونه زما له پاره نه هيريدونکي دي ٠ پيغله ويلسيون د مرستون له ماشومانو سره ډيره مينه لري او په عين وخت کې ماشومان د هغې سره هم زياته مينه لري ٠ د دغه مرستون کارکونکي ميرمن جيان چن خبريال ته وويل چه په لومړي وخت کې ما شک درلود چه ايا دغه دومره ځوانه او ښکلې پيغله په دي مرستون کې کار وکولي شي که نه ؟ خو د څه د پاسه دوو کالو د کار نه وروسته يا د کار يا د ژوند په برخه کې ويلسون ډيره بريالې ده ٠