<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-04 21:00:04    
دچين د نان نين په ښار کښی دبس ښځينه چلوونکی .

cri

که څه هم د ښځو له خوا دتيکسی چلول په تدريجی توګه دخلکوله خوا منل شوی،خو دخلکو په عنعنوی نظريه کښی دلاريو يا مسافروړنکو بسونو چلول په نارينه وو پوری اړه لری .مګر د چين د نان نين په ښار کښی دعمومی سرويسونو د شرکت په اړوند د ٣١ می لاری د بسونو په ګروپ کښی يوه ډله ښځينه چلوونکی شته . دوی په خپل ښه مهارت او غوره خدمت سره دد مسافرينو له خوا زيات ستايل شوی دی .

٢٩ کاله کيږی چه ښځه چين فون جن په دی لاره کښی بس چلوی . د هر سهار په ٦ بجو کله چه خلک لا هم خوب کوی، چين فون جن د ٣١ می لاری د لومړی بس په چلولو سره د دا شا تيان له جنوبی سټيشين څخه حرکت کوی .هغی خبريال ته وويل چه په ١٩٩٩ کال کښی د ٣١ می لاری دپرانيستلو په وخت کښی زه دلته راغلمه .کله چه زه ماښامی کارکوم . نو دغرمی نه وروسته په يوه بجه په کار پيل کوم او د شپی په يوولسو بجو کورته بيرته تللی شم . که څه هم ستړی يم ، خو اوس له دی کار سره عادی شوی يمه .زما ميړه هم د عمومی سرويسونو په شرکت کښی کار کوی او هغه د بس د چلوونکو مربی دی ، نو ځکه هغه زما په سترړتيا ښه پوهيږی او زما دکار نه هم ملاتړکوی . اوس زما لور هم په ٣١ مه لاره کښی بس چلوی .

چين فون جن سږ کال ٤٩ کلنه ده .د ٢٩ کالو نه راهيسی که څه هم هغی د بس په چلولو سره څو مليونه کيلو متره لاره وهلی ، خو يوه ترافيکی پيښه يی هم نه ده رامنځ ته کړی ، نو په مسلسلو پنځو کالو کښی غوره او پوره کارګری په حيث انتخابه

شوی او ددوی ګروپ هم څو ځله دغوره او وياړل ګروپ په توګه يان فون لان هم ددوی د ګروپ يوه ښځينه چلوونکی ده او اوس تل د خپل زوی دشوخی له امله چه اوس د مکتب په دريم ټولګی کښی دری لولی ،له ستونزوسره مخامخ ده .هغی خبريال ته وويل چه زما ميړه د ښيښو سوداګر دی او په سوداګری کښی ډير مصروف دی . زه هم وخت نه لرم چه دزوی د درسونو لارښوونه وکړم . اوس زما زوی له لوبوکولوسره زيات شوق او مينه لری او د خپلی انا خبری نه منی .

کله چه زه ماښامی کار کوم دغرمی په وخت کښی ماښامی ډوډۍ هم تياروم، سابه هم د تفريح په وخت کښی اخلم او يو وار د درو يا څلورو ورځو دپاره سابه اخلم .خبريال وليدل چه ددغو خبرو دويلو په وخت کښی ددی په څيره کښی د شرمنګۍ له امله بدلون راغی .هغی زياته کړه چه خبره خو دا ده چه مونږ خپل خپګان له ځان سره کار ته نه شو راوړلی ،ځکه چه په بس کښی مسافرين زيات دی او د ښاری لارو حالت هم پيچلی دی ، نو ډيرکوچنی بی پروايی به لوی تصادم را منځ ته کړی ، نو ځکه دبس د چلولو په وخت کښی زما اعصاب ډير نا ارامه وی .

سپين سری ليو عموما د دا شان تيان له بازار څخه سابه اخلی ، نو تل د يان فون لان په ٣٨٢ نمبر بس کښی سپريږی . هغه خبريال ته د يان فون لان داسی ستاينه وکړه چه دغه بس چلوونکی ډيره دقيقه ده ، هر کله چه زه ددی بس ته پور ته کيږم ،هغه سمدلاسه زمادپاره څوکۍ پيدا کوی او بس هم په کراری سره چلوی .

يان فون لان له ١٩٩٣ کال څخه د بس په چلولو پيل کړی دی او د ٣١ می لاری د بسونو ګروپ ته د انتقاليدو نه راهيسی هغه په مسلسلو دوو کالو کښی د غوره کارګری په حيث انتخابه شوی ده .

لو ون دون د چين فون جن لور سږکال ٢٥ کلنه ده . هغه د دارالمعلمين د انګليسی ژبی له څانګی نه فارغه شوی او په سندری ويلو او نڅاکولو کښی ډيره تکړه ده . لږه موده دمخه هغی د بس د چلولو تصديق نامه تر لاسه کړه او اوس بس ښه چلولی شی . ددی ګروپ مشر ښاغلی وان يونه خبريال ته وويل چه پيغله لو د بسونو په ګروپ کښی دخپلی مور په شان دبس په چلولو او صفاکولو کښی ښه خدمت کوی او تراوسه پوری ور ته د يوه مسافر شکايت هم نه دی رسيدلی .

پيغلی لو خبريال ته وويل چه زه له بس چلولو سره علاقه لرم، ځکه چه هره ورځ بيلا بيل خلک ليدلی شم او ګروپ ته د ستنيدو نه وروسته خپلو همکارانو ته مختلفی ليدنی کتنی ويلی شم. اوس می د بسونو په ګروپ کښی د څو مياشتو دپاره کار کړی او ترټولو نه لوی بدلون می دا دی چه زما خوی خصلت تر پخوا ه ډير ښه شوی دی، کله چه خبريال ور څخه پوښتنه وکړه چه ددی تر ټولو نه لوی اميد څه دی ؟هغی سمدلاسه ځواب ورکړ چه زه غواړم چه يوه ډيره ښه چلوونکی شم ، که داسی وی ، نو مسافرين به زما په بس کښی هم ارامۍ احساسه کړی .