د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د امريکی جمهوررييس بوش د می په ٤ نيټه د خپلی يوی وينا په ترڅ کی په پاکستان کی د القاعدی د مهم غړی ابو فراج ال - ليبی د نيول کيدو له امله خوښی څرګنده کړه او و يی ويل چه دا د تروريزم په ضد جګړه کی ترلاسه شوی ستر بری بلل کيږی .
هغه په عين وخت کی د پاکستان د حکومت نوموړی عمل او د تروريزم په ضد جګړه کی برابره شوی همکاری هم وستايله .
د امريکی د سپينی ماڼی د نطاق مکليلان په قول ، د القاعدی دری پر څلورمه برخه مهم غړی نيول شوی دي .