په لرغونی زمانه کی اولمپيک سپورتی لوبی د هر کال د جون د ٢٢ نيټې نه وروسته سپوږمۍ ته د کتلو په لومړنی ورځ پرانستلی کيدلی . په لومړنيو وختونوکی د سيالی موده يی صرف يوه ورځ وه او د ميلاد دمخه په ٤٧٢ کال کی يی پنځه ورځې و ټاکلې شوی . دغه راز د سيالی په لوبو کی د لنډ واټن له ځغاستی څخه پرته ، د غيږی نيولو، ليری ټوپ وهلو ، د أسونو د مسابقو ، د ډسک او د نيزو د غورځولو په ګډون پروګرامونه زيات شول . د تاريخی اسنادو له مخی د ميلاد نه دمخه په ٧٧٦ کال کی د لرغونی زمانی د لومړنی سپورتی لوبی نه نيولی تر ٣٩٣ ميلادی کاله پوری په ١١٦٩ کلونو کی ټول د ٢٩٣ دورو لپاره د اولمپيک سپورتی لوبی اجرا شوی وی .
____ د ربانو د عبادت کولو لپاره څلور لوی فعاليتونه ___-
د يونان په لرغونی زمانه کی په جلا جلا توګه أسمانی رب زوس ،لمری رب اپولو ، سمندری رب پوسيتون او زورمند پهلوان رب خرکولس ته د عبادت کولو او د احترام د مراتب د څرګندولو لپاره څلور لوی فعاليتونه پرځای کيدل . له دی امله چه زوس د ټولو ربانو مشر و او عالی اقتدار او مطلق قدرت يی درلود ، نو أسمانی رب زوس ته د عبادت کولو لپاره د اولمپيک سپورتی سيالی د يونانيانو واحده سيالی وګرځيده چه په دی توګه د لرغونی زمانی د اولمپيک د سپورتی لوبو لپاره بنسټ کيښودل شو .
_____ دايمی مقدس ځای _ اولمپيا _______
مقدسه اولمپيا د لرغونی زمانی د اولمپيک د سپورتی سيالی مبدأ او زانګو وه . اولمپيا د يونان د پلوپونيس ټاپووزمی په لويديځه برخه کی واقع ده چه له اتن څخه دری سوه اويا کيلومتره فاصله لری . د اولمپيا راپاتی برخه د ختيځ او لويديځ ترمنځ څه نا څه ٥٢٠ متره اوږدوالی او د جنوب او شمال ترمنځ يی تقريبأ ٤٠٠ متره پلنوالی لری . د اولمپيا په مرکز کی د التيس مقدسه حوزه ده چه پکی د زوس او هران دوه لوی معبدونه ولاړ دي .
عکس: د لرغونی زمانی د المپيک سپورتی لوبی د ميدان پاتی ځای