د سين هوا اژانس دخبر له مخی : په څو نژديو ورځو کی د القاعدی سازمان د عمده غړی ابوفرج ال ليبی د نيولو نه وروسته ، د مظنونو کسانو د نيولو په هکله د پاکستان د امنيتې فوځ په لويو عملياتو کی د القاعدی سازمان څه دپاسه شل تنه مظنون غړی نيول شوی دی .
د پاکستان د استخباراتې څانګې يوه مامور وويل چه د نيولو نه مخکی ابو فرج ال ليبی د القاعدی دريم مهم غړی دی ، نو هغه به د بن لادن او د القاعدی سازمان د دوهم مهم غړی د نيولو د پاره مرسته وکړی چه د دوی د پټ ځای په باب معلومات وړاندی کړی . د بل خبر له مخی : اوس د ال ليبې څخه دتحقيقاتو په ترڅ کی په عمده توګه دا پوښتنه کيږی چه بن لادن په کوم ځای کی پټ دی.