<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-06 18:26:36    
د القاعدې د سازمان يو مهم  غړی نيول شويدی

cri
د چين د بين المللی راډيو د خبرله مخی، د پاکستان حکومت د می په څلورمه نيټه اعلان وکړ چه د پاکستان پوځيانو په دوهمه نيټه د القاعدې د سازمان مهم غړی ابو فرج ال ليبی نيولی دی چه هغه له بن لادن سره نژدی اړيکی درلودی ٠ د پاکستان د استخباراتو د څانګې د مامور په نظر، امکان شته چه ابو فرج ال ليبی ته د بن لادن مشخصه پناه ګاه معلومه وی٠ نو ځکه د هغه د نيول کيدو په اثر خلکو يو ځل بيا د بن لادن د نيولو امکان ته سترګې په لاره دی ٠

ابو فرج ال ليبی چه د ليبيا تابعيت لری، په تيره اوږده موده کښی د بن لادن پيروی کوله او د القاعدې د سازمان له لوړو مشرانو څخه شميرل کيده٠ د ٢٠٠٣ کال په مارچ کښی په پاکستان کښی د القاعدې د سازمان د دريم لمبر مشر خالد شيخ محمد له نيول کيدو نه وروسته ابو فرج ال ليبې د هغه په ځای په پاکستان کښی د القاعدې د سازمان د عملياتو د لارښوونې مسئوليت په غاړه واخيست٠ ابو فرج ال ليبی يو داسی مظنون سړی دی چه د سپتمبر د يوولسمې نيټې په پيښه او د ٢٠٠٣ کال په دسمبر کښی د پاکستان د جمهوررئيس پرويز مشرف په دوو ځلو ناوړه وژنو کښی يی برخه واخيستله ، هغه د پاکستان او امريکې د استخباراتو د څانګو له هغو عمده هدفونو څخه شميرل کيده چه بايد ونيول شی٠ د پاکستان حکومت په تير کال کښی د ابو فرج ال ليبې د تعقيبولو او نيولو په باب حکم صادر کړ او د هغه د نيولو دپاره يی د شلو مليونو روپيو په اندازه انعام وټاکه ، دغه راز امريکې هم پنځه مليونه امريکايی ډالره انعام وټاکه٠

د خبر له مخی، د پاکستان پوځيانو د امريکې د استخباراتو د څانګې په مرسته د پيښور د شمال ختيځ په مردان کښی ابو فرج ال ليبی ونيوه ٠ د پاکستان د اطلاعاتو وزير شيخ رشيد د می په څلورمه نيټه دا څرګنده کړه چه د ابو فرج ال ليبی نيول د تروريزم په ضد ساحه کښی د پاکستان يو ستر بری دی٠ د امريکې جمهوررئيس بوش هم په همدی ورځ د پاکستان د دی بری په مناسبت خوښی څرګنده کړه او ويی ويل چه دا د تروريزم په ضد مجادله کښی يو ډير ستر برياليتوب دی ٠

شيخ رشيد وويل چه ابو فرج ال ليبی د هيليکوپتر په وسيله اسلام اباد ته وړل شويدی او د پاکستان د استخباراتو د څانګې مامورين اوس په يوه پټ ځای کښی د هغه څخه پوښتنې او تحقيقات کوی ٠ د يوه مامور په قول ، د پوښتنې په پيل کښی ابوفرج ال ليبی څو ساعته چوپه خوله ؤ ، خو په پای کښی يی په دی اعتراف وکړ چه هغه د القاعدې د سازمان غړی دی ٠ د پاکستان د استخباراتی مامورينو په نظر ، ابو فرج ال ليبی د بن لادن نژدی همکار او دوست دی او هرومرو له بن لادن او د القاعدې د سازمان له دوهم مشر ايمن ال زواهری سره اړيکی ولری ، که د هغه څخه د پوښتنې او تحقيق په بهير کښی پرمختګ ترلاسه شی ، نو امکان شته چه د القاعدې د سازمان او د هغه د مشرانو په باب زيات تازه اطلاعات او خبرونه به ترلاسه شی ٠

د سپتمبر د يوولسمې نيټې له پيښې نه وروسته د بن لادن او ايمن ال زواهری تعقيبول د تروريزم په ضد د امريکې او پاکستان يو مهم عمل ګرځيدلی دی٠ پخوا د امريکې او پاکستان مامورينو دا نظر درلود چه بن لادن او ايمن ال زواهری دواړه د پاکستان او افغانستان په سرحدی سيمه کښی پناه ګاه لری، نو هلته يی زيات پوځيان ځای پرځای کړل او ګډ نظامی عمليات يی هم وکړل، خو بن لادن او ظواهری يی و نه نيول٠ جمهوررئيس پرويز مشرف د مارچ په مياشت کښی وويل چه لس مياشتې دمخه د القاعدې د سازمان د ځينو نيول شويو غړو د محاکمې نه وروسته د پاکستان امنيتی پوځ د بن لادن د تعقيبولو جال تنګ کړ او ښايی چه د هغه د تعقيبولو او نيولو په عملياتو کی پرمختګ ترلاسه شی ، خو په هغو عملياتو کښی هيڅ بری ترلاسه نشو ، بلکه وروسته له هغه د بن لادن د نيول امکان لا ډير کم شو٠

د ابو فرج ال ليبی د نيول کيدو په اثر مربوطو خواوو يو ځل بيا د بن لادن د نيولو امکان ترلاسه کړ٠ د پاکستان د استخباراتو د څانګې مامورينو دا څرګنده کړه چه دوی د القاعدې د سازمان د نيول شوی دريم لمبر مشر خالد شيخ محمد له خولې څخه دا خبر ترلاسه کړی ؤ چه تر اوسه پوری بن لادن لا هم ژوندی دی، نن سبا دوی هيله لری چه د ابو فرج ال ليبی له خولې څخه لا ارزښت ناکه اطلاعات ترلاسه کړی تر څو چه ژر تر ژره د القاعدې د سازمان ټول مهم او اصلی عناصر ونيسی ٠