<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-06 19:22:09    
د چين د پوهې ټولنې د کتابونو د لوستلو او د چاپ او خپرولو د حق د ساتلو دپاره د بين المللی ورځې د نمانځنې دپاره فعاليتونه جوړ کړل.

cri

ګرانو دوستانو، السلام عليکم! دا د چين بين المللی راډيو ده. د اپريل په درويشتمه نيټه د کتابونو د لوستلو او د چاپ او خپرولو د حق د ساتلو په هکله بين المللی ورځ وه او د کتابونو د لوستلو بين المللی ورځ هم نومېږی. د چين د کتابتونونو د ټولنې، د چين د چاپ او خپرولو د حق د ټولنې، د چين د ليکوالانو د ټولنې په اړه د حقوقو د تامين د کميټې او د چين د خپرونو د کارکونکو د ټولنې په شمول يو شمېر سازمانونو د نوموړی ورځې د نمانځنې دپاره يو لړ په زړه پوری فعاليتونه جوړ کړل. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو ته د دې ورځې د نمانځنې دپاره د فعاليتونو په هکله څه معلومات وړاندی کړو.
(لومړی اواز)
همدا اوس تاسو د په زړه پوری ليکنو د لوستلو فعاليت واورېد چی د اپريل په درويشتمه نيټه په بېجينګ کی د چين د دولتی کتابتون په ډګر کی جوړ شوی و. د جانګ کانګ کانګ او ليانګ شيو شنګ په شمول د چين يو شمېر مشهورو ليکوالانو له زياتو محصلينو او کوچنيو زده کوونکو سره يو ځای په دغه فعاليت کی ګډون وکړ.
د ٢٠٠٥ کال د اپريل په درويشتمه نيټه د کتابونو د لوستلو او د چاپ او خپرولو د حق د ساتلو په هکله د م م په اړه د يونسکو د سازمان له خوا د
ټاکل شوی بين المللی ورځې لسمه کاليزه ده. دغه ورځ د انګليستان د نامتو ليکوال شېکس پير د زېږېدنی ورځ او د څو سوه کاله مخکی د اسپانيې ليکوال ساويدرا هم په همدې ورځ مړ شو.
په ١٩٩٧ کال کی د چين حکومت له ټولو هېوادوالو سره يو ځای د لوستلو په مقصد د پوهې د رواج د پلان په اجرا کولو پيل وکړ. ور پسی د هر کال دسمبر د چين حکومت د ټولو هېوادوالو لپاره د لوستلو مياشت وتاکله. د چين د کتابخانو د ټولنو سرمنشی مېرمن تانګ ګنګ شنګ وويل
( دوهم اواز)
د لوستلو د بين المللی ورځې د رامنځته کېدو نه راهيسی سلو هېوادونو او سيمو د نوموړی ورځې د نمانځنې دپاره په فعاليتونو کی ګډون کړيدی او اوس مختلف هېوادونه دغه ورځ يو مهم جشن بولی.
د کتابونو د لوستلو د بين المللی ورځې د نمانځنې دپاره سږنی فعاليتونه د تېرو څو کلونو په نسبت بيل بيل دي چی پکی د چاپ او خپرولو د حق د ساتلو دپاره يو شمېر فعاليتونه زيات شويدي. ښاغلي شن رن ګن چی د چين د چاپ او خپرولو د حق د ټولنې رئيس دی، زمونږ له خبريال سره د مرکې په بهير کی دا څرګنده کړه چی په دې وروستيو کلونو کی د چين حکومت د حق التصنيف، د چاپ او خپرولو د حق په شمول د پوهې د تمليکی حقوقو د ساتلو په برخه کی زيات کارونه کړيدي. په ١٩٩١ کال په چين کی د حق التصنيف د ساتلو په هکله لومړنی قانون رامنځته شو، په ٢٠٠١ کال نوموړی قانون په پوره توګه تعديل شو او د روان کال د مارچ په لومړی نيټه په رسمی توګه د حق التصنيف د اداری مقرارت په اجرا کولو پيل وشو چی دا
ښيی چی د چاپ او خپرولو د حق د ساتلو په هکله د چين حکومت يو نوی قدم ايښودلی دی. ښاغلی شن رن ګنګ وويل
( دريم اواز)
د م م په اړه د يونسکو د سازمان له خوا له ټولو خلکو څخه د لوستلو او د چاپ او خپرولو د حق د ساتلو په هکله د غوښتلو نه وروسته د دې لسو کلونو نه راهيسی په چين کی د چاپ او خپرولو د حق د ساتلو په هلکه ميکانيزم قدم په قدم سالم او بشپړ شويدی. دا يو ډېر ښه کار دی چی زيات خلک د يوه عادت په توګه په هره ورځ رنګا رنګ کتابونه لولی. زه فکر کوم چی زيات خلک به د تبليغاتی فعاليتونو له لاری پوهې تر لاسه کړی او د ليکوالانو د احترام دپاره د چاپ او خپرولو حق وساتی.
د لوستلو د بين المللی ورځې د نمانځنې دپاره سږنی فعاليتونه د چين د غريبو سيمو او خلکو ته د کتابونو د ورکولو په شمول يو شمېر فعاليتونه شامل دي. د نمانځنې دپاره د سږنی فعاليتونو په بهير کی به د چين د کتابتونونو ټولنه د ښاغلي شاو يی فو، شی جين يی په شمول د چين د هانکانګ مشهورو شخصيتونو ته جايزې ورکړي، څو چی زيات خلک دې ته تشويق کړی چی د چين د کتابتونونو د چارو د انکشاف دپاره خپل خدمتونه تر سره کړی.
علاور پردې د نوموړی مهمې ورځې د نمانځنې دپاره به په بېجينګ کی د کتابونو زيات لوی پلورنځی د لوستونکو دپاره د ويناوو او د شعرونو د لوستلو په شمول يو لړ په زړه پوری فعاليتونه برابر کړي.
ګرانو دوستانو، همدا اوس تاسو د لوستلو د بين المللی ورځې د نمانځنې دپاره د سږنی فعاليتونو په هکله څه معلومات واورېدل. د هنر او کلتور نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسېد. هيله ده چی زمونږ پروګرام خوښ وی.