<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-07 20:16:50    
پوښتنو ته ځواب

cri
رمز—چين جونګ جانې اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده . د اريانا پښتو ادبی تنظيم مشر سيدوارث حنيفی په خپل ليک کی ليکلی دی چه تر اوسه پوری ما د سی ار ای د اردو ، پښتو ، فارسی ، هندی او انګليسی خپرونې اوريدلی دي . زه دا پوښتنه لرم چه د چين د بين المللې راډيو په څليرويشتو 24ساعتو کی په څو ژبو خپرونې کوی . په عين وخت کی نورو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی هم د چين د بين امللې راډيو په باب له يو څه معلوماتو سره علاقه ښودلی ده . دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به تاسو د پروګرام په دې برخه کی د چين د بين المللې راډيو په باب څه معلومات وړاندی کړی .
جونګ – ښه ده ، ګرانو دوستانو په چين کی د چين بين المللې راډيو ټولو نړيوالو ته د خپرونو دپاره يوازنې دولتې راډيو دی .زمونږ د راډيو دايمی هدف دا ده چه د چين او نړيوالو خلکو تر منځ تفاهم او دوستی پياوړی کړی .د چين د بين امللې راډيو د ١٩٤١کال د دسمبر په دريمه نيټه چه په هغه وخت کی د چين د سين هوا راډيو نوميده او د نوی چين د جوړيدو نه وروسته يی د راډيو بېجينګ په نوم ياديده او د ١٩٧٨کال د اپريل په اتمه نيټه په رسمې توګه يی بيا خپل نوم بددل کړ او د چين بين امللې راډيو ونومول شوه . د ٦٠ کلونو د ترقۍ نه وروسته ، تر اوسه پوری زمونږ د راډيوله خواهره ورځ د ٣٨خارجی ژبو خپرونه او د چينې ژبو په اړه د پنځو ژبو خپرونې کيږی چه د ټولو بهرنيو خپرونو وخت يی ٣٣٠ساعتو ته رسيږی . د چين د بين المللې راډيو خپرونه له خبرونو ، تبصرو او د سياسی ، اقتصادی ، کلتوری او
ساينسی پروګرامونو په شمول له يوشمير مضامينو او مطالبوخپرونو څخه عبارت دی چه داسی خپرونې ټولې نړۍ ته رسيدای شی . اوس په ټوله نړۍ کی د چين بين المللې راډيو دريم لوی راډيو ګنل کيږی .
زمونږ د راډيو له خوا د نړۍ د بيلا بيلو لويو وچو په نورو هيوادونو کی ٢٧مطبوعاتی مرکزونه جوړ شوی دی ، برسيره پردی د چين په بيلابيلو ولايتونو ، ښارونو او خود مختارو سيمو کی او د هانګ کانګ د خاصې ادارې او د مکاو د خاصې ادارې په ناحيی کی يی هم مطبوعاتی مرکزونه جوړی شويدی .
هر کال د څه دپاسه ٢٠٠ هيوادونو او سيمو څخه د اوريدونو ډير ډير ليکونه زمونږ راډيو ته رارسيږی .په ٢٠٠٣ کال کی د ليکونو شمير يو ميليونو پنځه لکو ته ورسيد او د چين د بين المللې راډيو د اوريدونکو کلبونو او نورو تنظيمونو شمير ٣٠٠٠ته زيات شوی دی .
د چين د بين المللې راډيو په اړه د ويب سايټ چه د ١٩٩٨ کال په ديسمبر کی په جوړولو پيل شو، په ٢٠٠٠کال کی د هيواد په لويو ويب سايټ کی او په ٢٠٠٤ کال کی نورو هيوادونو ته د چين په څلورو مهمو تبليعاتې ويب سايټ کی وشميرل شو چه اوريدونکي او لوستونکي د يوی اونۍ د ٤٣ ژبو خپاره شوي ټول پروګرامونه اوريدلي او لوستلي شي .
د چين بين المللې راډيو د ١٩٩٩کال له اکتوبر څخه د بين المللې خبرونو په باب ټليويزيونې پروګرامونه جوړ کړل او د اسيايی دوهمې مصنوعی سپوږمی په واسطه يی د چين مختلفو سيمو ته وړاندی کړل . تر اوسه پوری هره ورځ زمونږ د راډيو د ټليويزيونی مرکز له خوا څه دپاسه پنځه ساعته ټليويزيونی پروګرامونه
جوړيږی او د چين د څه دپاسه ٢٠٠ ټليويزيونيو سټيشنونو په څه دپاسه ٣٠٠
کانالونه کی خپريږی .
بر سيره پردی د چين د بين المللې راډيو په اړه د چين بين المللې نشراتي مطبعه او د چين د بين المللې راډيو د نشراتو راډيويی او ټليويزيونې مطبعه هم شته چه د چين بين المللې راډيو په يوه مطبوعاتې وسيلې بدل شوی دی چه راډيو ، ټليويزيون، واب سټيشن ،اخبار او مجلې خپروی .
د چين د بين المللې راډيو پښتو څانګې د ١٩٧٣ کال د جولای په ١٥مه نيټه په خپرونې پيل وکړ .اوس زمونږ خپرونه د افغانستان او پاکستان خلکو ته د خدمتونو دپاره په هره ورځ کی نيم ساعت پروګرام په درو ځلو خپروی . زمونږ پښتو واب سټيشن د ٢٠٠٣ کال له پايه څخه په کار بيل کړی دی . اوس زمونږ اوريدونکی نه يوازی د راډيو له لارې پروګرامونه اوريدلی شی ، بلکه زمونږ د ويب سايټ له لارې پروګرامونه اوريدلی او لوستلی شی .
محترمو دوستانو ! د مونږ او امريدونکو خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده . ستاسو د کاميابی او خوشحالی په هيله .