<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-08 18:24:54    
د ځينو هېوادونو او سيمو حکومتونه د لومړی کور اخيستونکو سره د مرسته لپاره څه تدبير نيسی

cri

ګرانو اورېدونکو، ټول خلک غواړی چه کور جوړ کړی او دا د دوی د نيکمرغه ژوند لپاره يو هدف دی٠ خو په بيلا بيلو هېوادونو کی د کور د بيی لوړوالی ، کور اخستونکو ته ، په تيره بيا د لومړی کور اخيستونکو ته زياتی ستونزی رسوی٠ د دې مسئلې د حل په خاطر د ډېرو هېوادونو او سيمو حکومتونو رنګا رنګ تدبيرونه نيولی دی٠ په نننی پروګرام کی به تاسو ته د دې موضوع په باب په زړه پوری څه معلومات وړاندی کړم٠

د انګليستان حکومت دا پلان لری چه په لويی پيمانی سره د مالياتو د کمولو په واسطه د لومړی کور اخيستونکو خلکو سره مرسته وکړی٠ د انګلستان د صدراعظم مرستيال ادوارد پريسکوت يو پنځه کلن پلان جوړ کړی دی چه د شنو سيمو د ساتلو په عين وخت کی له زياتو کوراخيستونکو ځوانانو سره مرسته وکړی٠ هغه د پلان له مخی دا ژمنه کوی ، په هغو ځايونو کی چه بايد ښه وساتل شی، د هر شکل نامناسبی ودانی د جوړولو کار به په مستقيم ډول د ده لخوا حل شی٠ د دې ژمنې هدف دا دی چه په کليو کی د انتخابکوونکو زړه ارام کړی ، ځکه چه دوی وايی چه په لوی پيمانی سره د هستوګنځيو د جوړولو په باب د حکومکت پلان به ښکلی کلی په ودانيو خراب کړی٠ مګر ادوارد پريسکوت او د ماليی وزيرګوردن براون د دې پلان په باب زيات بحث کوی چه د لويو انتخاباتو نه مخکی د مالياتو د کمېدو په باب فيصله اعلان کړی٠ سره له دې چه وروستنی فيصله نه ده نيول شوی ، خو حکومت دا نيت لری چه د مالياتو د اداکولو هغه معيار لوړ کړی او د هغو خلکو د کور اخيستلو لګښتونه د شپېتو زرو پونډو نه زيات دی، بايد ماليات اداه کړی،نو په دې توګه به لومړی کور اخيستونکی خلک يو زرو دری سوه پونډه سپما کړی شی ٠

دغه ستونزه چه د لوموړی کور اخيستونکوسره مخامخه ده د بريتانيی د راتلونکی انتخاباتو لپاره يوه مهمه مسئله ګرځېدلی ده٠ د دې موضوع د حل په خاطر د بريتانيی صدراعظم بلاير په وروستيو ورځو کی د دې ستونزی د لری کولو په باب هم ژمنه وکړه ٠ هغه د لندن د کارګر ګوند طرفدارانو ته وويل چه مونږ پوهيږو ځوانان او لومړی کوراخيستونکی له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی او مونږ به هرومرو له دوی سره مرسته وکړو٠

د سکاتلند د شاهی بانک د تحقيقاتو څخه څرګنديږی چه په ښارونو او ولسواليو کی د نوی فيصدو کورونو د بيو جګوالی د لومړی کور اخيستونکو لپاره د زغملو وړ نه دی٠ د نورو تحقيقاتو څخه ښکاريږی چه د لومړی کور اخيستونکو عمر په معمولی ډول څلور دېرش ته لوړ شوی دی٠

په استراليا کی حکومت پنځه کاله د مخه هغه پاليسی اجرا کړی ده چه د لومړی کور اخيستونکو ته به پنځه زره شپږ سوه امريکايی ډالره کومکی پيسی ور کړی ، او حکومت به په دوامداره توګه دغه پاليسی اجرا کړی ٠ د استراليا د ماليی وزير کوستيلو وويل څرنګه چه دغه پاليسی زما لخوا وړاندی شوی ، اوس هم نه غواړم دغه کومکی پيسی د لومړی کور اخيستونکو له لاسونو څخه بيرته راواخلم ، او د دې پاليسی له برکته به ځوانانو ته د کور اخيستلو ښه وخت برابر شی٠

په استراليا کی د ژوادنه په نورو ساحو کی دلګول شويو پيسو په نسبت ، د کورونو بيه ډېر زياته ګرانه ده٠ په تير جون کی د استراليا د توليدی قوی کميټی غوښتنې وکړی چه د کورونو د اجاری په باب د مالياتو د اداکولو پر حالت باندی يوه بېړنه څېړنی تر سره شی او د دې لپاره اړوند مقررات جوړ شی څو چه د دی امستيازی پاليسی څخه په ناوړه استفادی سره د شتمنو خلکو د قاچاقی فعاليتونو مخه ونيول شی٠

د امريکی د ويرجنيا ايالت فيرفکس ولسوالی چه د واشنګتن خاصی اداری سيمې ته نژدی دی ، د لومړی کور اخيستونکو سره د مرستی په خاطر په خاصه توګه يو نوی ارګان جوړ کړ، دغه ارګان د روان کال د فبروری په دوه ويشتمه نيټه په رسمی توګه د خلکو په خدمت پيل وکړ٠ د نوموی ارګان هدف دا دی چه د کورونو د جايدادونو د تجارتی معاملې په ساحه کی د کور راتلونکی اخيستونکو ته پيشنهاد او نظريه وړاندی کړی٠ هغه هم داسی خلکو ته ارزان کورونه وړاندی کړی چه بيی يی له اويا زرو څخه تر يو لکو شپېته زرو امريکايی ډالرو پوری دی ، مګر د مرسته اخيستونکو کسانو عايدات بايد د محلی اوسېدونکو د منځنيو عايداتو په نسبت لږ دی ٠