<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-08 18:45:33    
د خوشحال خان

cri

د اشعارو اجتماعی او اخلاقی خوا ( ١)

شاعران او د اکثريت په لحاظ په عملی دنيا کی ډير بی برخې دی او له خلکو سره يی ناسته ولاړه او د ژوندانه تعلقات ډير کم دی . په همدغه وجه ډير شاعران په عشقی يا تصوفی خيالانو کی دومره ډوب تللی چه د ژوند واقعی او عملی اړخونو ته يی توجه ډيره لږه ده ځکه يی په اشعارو کی اچتماعی افکار او نظريات ډير لږ موندلی شو .

که د تيرو وختو شعر و شاعرۍ ته وګورو دا حقيقت ډير ښه څرګنديږی چه پخوا به په شعر کی يا داسی شاعرانه خيالانو ځای درلود چه په واقعی دنيا کی به يی مصداق نشو پيدا کولی يا به دعشق داسی رمزونه او رازونه پکی و چه نور خلک به پری ښه نه پوهيدل او يوازی شارعانه شعور به يی درک کولی شو .

هغه وخت شعر د عامو خلکو د پوهولو د پاره نه و د تفنن اوکمل ښودنی دپاره و . د عوامو د احساساتو او جذباتو د راپارولو د پاره يوازی رزمی اوحماسی شعرونه ويل کيده چه خلک به يی غزا يا ملی جهاد ته تحريکول .

اخلاقی نصايح که څه هم له ډير پخوا وخته په شعر کی موندلی شو خو هغه به هم غالبأ داسی خبرې وې چه نظرأ به ډيرې ښکلې معلوميدې مګر له انسانی فطرت سره به يی ډير اړخ نه لګاوه .

په دې اخره زمانه کی چه شعر او شاعر د زمکې له خلکو سره خپل تعلق له پخوا نه زيات کړ نو له اجتماعی ژوند او مدنی خوا سره يی رابطه ډيره ټينګه شوه .

زما په عقيده دغه کار په پښتو شاعری کی خوشحال خان خټک اغاز او تکميل کړ او دغه لوی تحول يوازی ده ته منسوب دی . خوشحال خان هغه شاعر نه و چه دژوند له جنجالونو اوکړاوونو او د اجتماع له شور و شره کوښی پاتې وی اوله تشو شاعرانه خيالانو سره مشغول وی .

دې د شاعرانه ذوق او قريحی له لرلو سره دخپل ولس مشر هم و او د پښتون د جوړيدو ، يو کيدو اولوړيدو لوی لوی فکرونه ورسره ملګری و .

دی دپښتنو حال اومال ته ښه متوجه و اود ملت مستقبل يی په نظر کی و .

ده ديوه معلم اومريی په حيث خلکو ته لارښوونه کوله اوخپل اجتماعی افکار يی په شعر کی وړاندی کول . د ده د شعر اجتماعی خوا تر ډيره حده د مليت او افغانيت په بنياد اتکأ لری او د شعر ډير ستر امتياز يی په همدغه برخه کی موندلی شو چه زه د مضامينو د تقسيم په وجه په دغه مورد کی د څه ويلو حق نلرم ځکه چه دا برخه د ده شعر له اجتماعی خوا څخه بيله شوې ده او د مستقل مضمون په حيث يوه محترم شخص ته د څيړنې دپاره سپارل شوې ده زه دا استثنی په نظر کی نيسم اوځان مقيد ګڼم چه د ده په اشعارو کی سوا له ديته نور اجتماعی او اخلاقی مضامين ولټوم .