


ګرانو دوستانو د چينايانو د روغتيا په خپرونه کی به د شات اوحبوبات د وينی کلوستړول کموی په باب په زړه پوری معلومات تاسو ته وړاندی کړو.
ساينس پوهان وايی هر هغه څوک چی د خپل بدن د وينی د کلوسړولو (هغه غوړه ماده چی د زړه رګونه بندوی )د را کمولو نيت لری نو د ميوودانو په څير دی شاتو ته هم خوله خلاصه کړی .
په دی هکله دوه څيړنی ښيی چی شات او ميوی دانی د وينی د غوړو په راکمولو کی مهم رول لوبوی .
يوه څيړنه څرګندوی چی شات په زيات شمير هفو ماليکولونوسمبال دی چی د وينی غوړ له منځه وړی ،يعنی دا چی شات هم د مڼو نارنجو او توتو په شان د وينی په تصفيه کولو مهم رول لری .
په اروبانا چمپاين کی د ايلی نايز پوهنتون ساينس پوهان وايی چی شات د زړه د ناروغيو څخه د ژغورنی يوه معتدله وسيله ده .
وړاندی له وړاندی پر شاتو څيړنو ښودلی وه چی د زيات شمير زهر وژونکو مادو درلودونکی دی ،خو دا لومړی ځل دی چی د انسان په وينه د شاتو اثر تر څيړنی لاندی نيول کيږی .
د پنځو اوونيو په موده کی ٢٥ تنه چی عمرونه يی د ١٨-٢٥ کلونو پوری وو،تر څيړنی لاندی وينول شول ،په دی موده کی دوی ته د ورځی څلور کاچوغی شات د ورځنی ژوند پر خوړو ورزيات کړل شول ،او کله چی دا پنځه اوونی تيری شوی ،نو ساينسپوهان په دی خبره ورسيدل چی ددی خلکو په وينه کی د غوړو اندازه کمه شوی ده او زهر وژونکی مادی پکی ځان نيولی دی .
دسايسنپوهانو همدغه ډلګۍ اوس د سوی په وينه ازميښت کوی ،دوی غواړی څرګنده کړی چی شات به د زړه د شريانونو او وريدونو په بندښت کی تر کومه حده فعاليت لری ؟
مکر ساينسپوهان په دی خبره يوه خوله دی چی :د زړه ناروغانو ته په پرهيزانه خوړو کی شات د ميوی او سيزيجاتو ځای نه شی نيولی . د دی څيړنو سر لاری ډاکټر نيکی اينجست پخيله څيړنه کی چی د کيمياوی عملياتو امريکايی ټولنی ته يی وړاندی کړی ده ،وايی :داسی ښکاری چی شات د زړه ناروغانو ته د معتدلی وقايی تاثيرات لری.د کلوسترولو اندازه :په دويمه څيړنه کی چی د زړه ناروغيو په هکله دامريکايی ټولنی په خپرونه کی څی د کاناډايی څيړونکو له خوا خپره شوی ده ،وايی چی :بادام د وينی د غوړو په کمولو کی اثر لری او تر ډيره حده د زړه د ناروغيو مخنيوی کوی .
همداشان د وچی مېوی د خوړلو دا تيوی چی د زړه د ناروغۍ خطرونه کموی ،وړاندی له وړاندی مطرح شوی وه ،خو د بدن د تودوخی د درجی د لوړوای له امله خلکو ته د وچی ميوی د خوړلو مشوره نه ور کول کيده .خو په ټورنټو کی د ميشل روغتون ډاکټرانو د کليفورنيا د بادامو د توليداتی اتحاديی په مالی لګښت ،پخپلو څيړنو کی ښودلی ،چی بادام د پرهيزانه خوړو په کتار کی د خطرناکو کولسټرولو په راکمولو کی ډېر موثر دی .
بادام د نوری وچی ميوی په څير په لږ اندازه صحی غوړی لری .چی د بدن د ځواک باعث کيږی .يوه دری مياشتنۍ تجربه يا څيړنه په ٢٧ تنو ښځو او نارينه وو چی د وينی د کولسټرولو اندازه يی زياته او د عمرونو اوسط يی ٦٧ کاله و ،وشوه .
په لومړۍ مياشت کی دی مريضانو ته د بادامو مکمل دوز ونيول شو، په دويمه مياشت کی دوی ته نيم او په دريمه مياشت کی په لږه اندازه بادام د نورو خوړو سره ور کړل شول ،کله چی دوی له مکمل پرهيز وروسته د مريضانو د کولسټړولو اندازه واخيسته نو ٩.٣٪ کموالی پکی راغلی و.
ګرانو دوستانو مونږ ننی پروګرام به پای ته ورسيد.خوشحاله وشی.