<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-09 20:26:21    
د شان سی ولايت د منابعو د تفوق په واسطه د اقتصاد چټک انکشاف پرمخبيولی دی .

cri

په ٠ ٢٠٠ کال کښی دچين حکومت دچين د لويديځوسيمو دودانولو دپاره د پلان د تطبيق نه راهيسی په نوموړو سيمو کښی اقتصاد چټک انکشاف موندلی دی . د شان سی ولايت دنوموړی پلان د تطبيق له ولايتونو څخه شميرل کيږی ،په وروستيو څو کلونو کی دشان سی ولايت د محلی ځای د زراعتی کښتونو ، معدنی موادو او ساينس او تکنالوجی د تفوق څخه په استفادی سره د اقتصادی ودی د پرمخبيولو په برخه کښی مثبت ثمرونه تر لاسه کړی دی

په ١٩٩٨ کال کښی د شان سی ولايت په منځنی برخه کښی د يانګ لينګ په سيمه کښی د لوړو او نويو تخنيکونو د صنعت نمونوی سيمه جوړه کړی ده نوموړی سيمی دزراعت دساينس او تکنالوجۍ څيړنه د زراعت دلوړو او نويو تخنيکونو د تصديو د روزلو سره يو ځای کړی او له دی لاری يی دشان سی ولايت د عصری کرڼی وده پرمخبيولی ده . د يانګ لينګ د نمونوی سيمی د انتظامی کميټی مرستيالی ميرمن څينګ جون خبريال ته وويل زمونږ د ساينس او تکنالوجی نمونوی سيمه يو داسی قارمول غوره کړی دی چه تصدۍ دمضرو خزندو په ضد ښه داروګان ، ښه سری او ښه تخمونه بزګری کورنيو ته ورکوی ، د زراعتی فنی پرسونلو له لاری يی مروج کوی او تری استفاده کوی څو چه د زراعتی کښتونو توليدی اندازه زياته او ښه حاصلات تر لاسه شی ، علاوه پردی تصدۍ د زراعتی او فرعی

توليداتو د چمتو کولو دپاره د عمده څانګی په توګه د بزګرو له خوا توليد

شوی زراعتی او فرعی توليدات اخلی څو چه ددوی موثريت او ګټی تضمين شی .

دچين په لويديځو سيمو کی غنی منابع شته . د شان سی ولايت له داسی ولايتونو څخه شميرل کيږی کوم چه معدنی منابع يیدنورو ولايتونو په نسبت ډير غنی ښکاری ، په تيره بيا د شان سی د ولايت په شمال لويديځه برخه کښی د سکرو ، طبيعی ګاز او اومه نفتو د ذخيری داندازی له لحاظه په چين کښی مخکښنی مقام نيسی . د شان سی ولايت دودی او اصلاح د کميټی رئيس ښاغلی لی سياو تونګ له خبريال سره په يوه غونډه کښی وويل د شاسی ولايت په شمال کښی دانرژيو منابع ډيری غنی ښکاری ، مونږ بايد يوازی د سکرو په ايستلو او خرڅولو اتګا ونه کړو ، بلکه بايد دغنی منابعو څخه په استفادی سره ترممکنه حده پوری زمونږ او د محلی ځای داوسيدونکو عايدات زيات کړو، نو ځکه مونږ دا هدف وړاندی کړی کوم چه د نوموړی ځای د انرژيو بهره بردارۍ بايد بريښنا او د کيميا صنعت ته واړول شی .، څو چه دهغه اضافی ارزښت زيات شی .

دچين په لويديځو سيمو کښی دنورو سيمو په نسبت د شان سی ولايت داساسی تاسيساتو ، پوهنی او ساينس او تکنالوجۍ په برخو کښی ښکاره تفوق لری ،ډير زياتی عالی مدرسی او د علمی څيړنی سازمانونه په دغه ولايت کښی متمرکز شوی دی، دغو ټولو دعالی او نويو تخنيکونو د صنعت د انکشاف په برخه کښی دشان سی ولايت دپاره ښه زمينه برابره کړی ده .په وروستيو کلونو کښی د شان سی په ولايت کښی په پر له پسی ډول دعالی او نويو تخنيکونو دصنعت په لس ګونه انکشافی

سيمی او علمی او تخننيکی صنعتی سيمی جوړی شوی دی .

ددا تانګ دمخابراتو علمی او تخنيکی سهامی محدود شرکت په چين کښی دمخابراتی تجهيزاتو د جوړولو او خدمتی چارو له سوداګرانو څخه شميرل کيږی . دشرکت د تاسيس د اوو کالو نه راهيسی دهغه څيړونکی مرکز تل د سی ان دلوړو او نويو تخنيکونو د صنعت په انکشافی سيمه کښی دی . په دی نسبت ددا تانګ دمخابراتو فرغی شرکت يعنی د سی ان ښار د دا تانګ د محدود شرکت په اړه دعمومی اداری د څانکی عمده مسول وو جی وويل دسی ان په ښار کښی زيات پوهنتونونه او پوهنځی شته، د بشری قواوو منابع ډيری دی ، د اطلاعاتو دچارو د وزارت په اړه د مخابراتی شبکی دڅيړنی عمده سازمان هم په دغه ځای کښی دی ، نو ځکه په دغه ځای کښی خپلو چارو ته پراختيا ورکول زيات تخنکيی ملاتړ لری .د سی ان ښار د لوړو او نويو تخنيکونو د صنعت په انکشافی سيمه کښی د سوفتوير د بهربردارۍ او د سيستم د تجهيزاتو په برخو کښی امتيازی پاليسی غوره شوی ده او دا زمونږ دپاره ډير ښه انکشافی چاپيريال برابر کړی دی .