<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-09 20:42:02    
دچين حکومت د ماشومانودپاره ښکلی اينده را منځ ته کوی

cri

دچين د ښځو دملی اتحاديی داسنادو له مخی په دی وروستيو لسو کالو کښی د چين مرکزی او د بيلا بيلو درجو محلی حکومتونو د ماشومانو چارو د انګشاف دپاره زيات خاص لګښتونه ورکړی دی . دچين حکومت اوس د يو لړ تدبيرونو په نيولو سره دماشومانو د ژوند کولو، وده کولو او د حمايت او برخه اخيستلو حقوق تامينوی او د ماشومانو دپاره ښکلی اينده را منځ ته کوی .

په ١٩٩٠ کال کښی د ماشومانو د موضوعاتو په نړۍ واله سرمشريزه غونډه کښی چه په ملګرو ملتو کښی جوړه شوه ، د نړی د مختلفو هيوادونو مشرانو په ګډه سره ژمنه وکړه پريږدی چه ټول ماشومان له لا ښکلی ايندی نه برخوردار شی .د څه د پاسه لسو کالو نه راهيسی د چين حکومت په فعاله توګه خپلی ژمنی عملی کړی ، په دقت سره يی دماشومانو د ژوند او وده کولو حالات ښه کړی ، د ماشومانو حقه حقوق يی ساتلی او د ماشومانو چارو د پرمخبيولو دپاره يی نه ستومانه کيدونکی کوششونه کړی د ی. په چين کی ٣٥٠ مليونه تنه ماشومان شته چه د نړۍ د ٢١٠٠ مليونو تنو ماشومانو يو پر شپږمه برخه نيسی . په ١٩٩١ کال کښی دچين حکومت په رسمی توګه دماشومانو د ژوند ، حمايت او وده کولو په باب دنړۍ بيانيه او په نهمه لسيزه کښی د ماشومانو د ژوند ، حمايت او وده کولو په باب د نړۍ د بيانيی د اجرا کيدو دپاره عملياتی پلان لاسليک کړی او په ١٩٩٠ کال کښی يی د ماشومانو د حقه حقوقو په باب تړون امضا کړی دی .په نهمه لسيزه کښی د چين د ماشومانو د وده کولو په باب پلانيز پروګرام چه په ١٩٩٢ کال کی طرح شوی ، د چين د دولت لومړۍ

عملياتی پلان و چه خاص د ماشومانو دپاره طرح شوی دی .

دماشومانو چارو د پرمخبيولو دپاره دچين حکومت د دولتی شورا تر اداری لاندی د ښځو او ماشومانو د کار کميټه جوړه کړه . دغه کميټه له ٢٩ يونټونو نه عبارته ده چه پکښی ٢٤ حکومتی څانګی او ٥ غير حکومتی سازمانونه شامل دی . دچين د ٣١ ولايتونو ، خودمختاروسيمو او د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی د ښارونو او څه دپاسه ٩٥ فيصدو ناحيو او ولسواليو حکومتونو هم د کار مربوط خاص سازمانونه جوړ کړی دی .د مختلفو درجو حکومتونو په کارونو کښی لارښوونه او مسوليت پياوړی کړی او مثبت تدابير يی نيولی چه په نتيجه کښی داسی کاری ترکيب را منځ ته شوی دی چه مختلفی څانګی اوسازمانونه يو له بل سره همکاری کوی او د ټولنی مختلفی حلقی پکښی برخه اخلی .

د شلمی پيړۍ دنهمی لسيزی نه راهيسی دچين حکومت د ماشومانو د حقه حقوقو د حمايت په باب دموجودو مربوطو قوانينو پر بنسټ بيا د نا بالغانو دحمايت قانون ، د تعليم قانون د اجباری تعليم د قانون د تطبيق قواعد ، د بسوادۍ د ليری کولو د کار مقررات ،د کار قانون ، د يتيمانو او معيوبو ماشومانو د خيريه چارو د لا زيات پرمختګ په باب اطلاع او داسی نور يو لړ قوانين او مقررات طرح کړی او جنايی قانون ، د يتيمانو د قبولولو قانون او د واده کولو قانون يی تعديل کړی چه دماشومانود حقوقو او ګټو د ساتنی او د ماشومانو چارو د پرمخبيولو دپاره يی قوی قانونی تضمين او موثری قانونی مرستی برابری شوی دی .

دچين حکومت د ماشومانود وده کولو په جريان کښی د رامنځ ته شويو مشکلاتو او موضوعاتو حل و فصل ته په ډيره درنه سترګه ګوری .دچين دولسی جمهوريت د

ملی اقتصاد او ټولنيز انکشاف د لسم پنځه کلن پلان د پروګرام د غوښتنو له مخی او د ماشومانو د وده کولو او د اوسنی حالت سره سم دچين حکومت د ٢٠٠١ کال نه تر ٢٠١٠ کاله پوری دچين د ماشومانو چارو انکشافی پروګرام طرح کړی او د دولتی شورا له خوا په رسمی توګه صادر او عملی شوی دی . په دی نوی انکشافی پروګرام کښی په هر اړخيزه توګه د چين د ماشومانو چارو د انکشاف داوسنی حالت د تحليلولو او ارزيابی کولو په بنسټ تر ٢٠١٠ کاله پوری دچين د ماشومانو د ژوند کولو او وده کولو او دحکايت او برخه اخيستلو په باب اهداف او ددغو اهدافو د سرته رسولو دپاره تاکيتکونه او تدابير وړاندی شوی دی چه ددی پروګرام اصلی موضوع د ماشومانو چارو د انکشاف پرمخبيول مهم ټکی يی د ماشومانو د کمالاتو لوړول ، هدف يی په ٢١ مه پيړۍ کښی دچين د عصری ابادۍ دپاره د ماهرانو او تکړه پرسونلو روزل او څلور ساحی يی ماشومان او روغتيا ، ماشومان او تعليم ، ماشومان او محيط او ماشومان او قانونی حمايت کول دی .

د ٢٠٠١ کال نه تر ٢٠١٠ کاله پوری دچين د ماشومانو چارو انکشافی پروګرام په نوی پيړۍ کښی دچين د ماشومانو په کارونو کښی د دولتی عملياتی پروګرام په حيث به د چين د ماشومانو سالمه وده او د ماشومانو چارو دوامدار انکشاف نور هم پرمخبوزی او دچين ماشومان به لا ښکلی اينده ولری .