
د غوايي غوښو جوړ شوي خوراکونه د ډيرو زياتو خلکو له پاره خوښ دي ٠ په غوايي غوښو کې ډير ويتامينونه ، معدني مواد او لوړ پروتين موجود دي ، نو د غوايي غوښو خوړل د انسان د روغتيا او قويوالي له پاره ډير ګټور دي او د غوايي غوښو جوړ شوي خوراکونه په بيلا بيلو هيوادونو کې د خلکو د ډوډۍ پر ميز باندې ډير مهم مقام لري ٠ په چيني سوس پخول شوي غوايي غوښه د چين د شمالي خوا د مسلمانانو يو ډير د خوښې وړ خوراک دي او د خلکو په ورځني ژوند کې يي ډير ليدل کيږي ٠ د دغه خوراک جوړنه په دي ډول ده ٠ لومړي پنځه سوه ګرامه غوايي غوښه ، پنځه ويشت ګرامه چيني سوس ، پنځه ويشت ګرامه ادرک ، پنځه ويشت ګرامه شين پياز ، برابره بوره او په خپله خوښه د اړتيا وړ بلې مسالې تيار کړۍ ٠ بيا ادرک په پره پري کړۍ، شين پياز او غويي غوښه ټوټه ټوټه کړۍ ، وروسته غوايي غوښه په جوش اوبو کې د څو تقيقو له پاره جوش کړۍ او بيا يي له اوبو څخه راوباسي او په يو بل سامان کې يي واچوي ، له دي نه وروسته په يو ديګ کې برابر غوړي پکې واچوي ، ديګ د اور د پاسه کيږدۍ ، غوړي چه سري شي ، نو ادرک او شين پياز پکې واچوي او ويي لړۍ او په ديګ کې د پياز او ادرک ښه خوشبويي رامنځ ته شي ، بيا غوايي غوښه او سوس پکې واچوي ، په عين وخت کې برابره بوره او نورې مسالې چه د خپلې خوښې سره سره پکې واچوي ، که مرچ خوښيږې ، هم کولي شي چه سري شوي مرچ ور زيات کړۍ٠ ور پسي په ديګ کې برابر اوبه پکې واچوي ، ښوروا چه جوش شي ، په نرم اور نوموړي غوښه وايشوي تر څو غوايي غوښه نرمه شي ٠ بيا دغه خوراک تيار شو ٠ غوايي غوښه که څه هم د انسان له پاره ډير ګټور خوراک ګڼل کيږي ، مګر د روغتيا د ساتنې له پاره د دي غوښې د خوړلو په هکله پرهيزونه هم بايد د توجه وړ دي ٠ مثلأ د غوايي غوښې زيات خوړل د هغو کسانو له پاره ګټور نه دي چه د وينې د لوړ فشار او د زړه او دماغ د رګونو په ناروغيو اخته شوي دي ٠ ځکه په غوايي غوښه کې ډير زيات پروتين موجود دي چه دغه ډول موادد نوموړو ناروغانو له پاره داسي خطرناک مواد ګڼل کيږي چه د وينې غوړي زياتوي او د وينې رګونه کلکوي او د وينې شريان بند وي ٠