<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-10 18:55:54    
بيجينګ ښاروالی د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو نه وروسته د لوبغالو او جمنازيمونو د استعاملولو مسئلو ته زيات اهميت او پاملرنه کوي

cri

ګرانو دوستانو ، اوس بيجينګ د ٢٠٠٨ کال د يو داسی اولمپيک سپورتی لوبو د جوړولو لپاره چه لوړه سويه او ستر برياليتوب لری ، ډير کوشش کوی ٠ ځکه چه د اولمپيک سپورتی لوبو د لوبغالو او جمنازيمونو د أبادولو لپاره زياتی پيسی لګوی کيږي ، که چيری د دې لوبو نه وروسته نوموړی تجهزات په ښه ډول استعمال نه شي ، ستره صنايعه به وي ٠ د د لوبغالو او جمنازيمونو د ديزان او أبادۍ په عين وخت کی د نوموړو تجهزاتو د استعماليدو مسئلی په نظر کی نيول شوی دی ٠ د ورزش او سپورت په نامه په نننی خپرونه کی به تر دې عنوان لاندی تاسو ته يو مضمون وړاندی کړو چه بيجينګ ښاروالی د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو نه وروسته د د لوبغالو او جمنازيمونو د استعاملولو مسئلو ته زيات اهميت او پاملرنه ورکوي ٠

که چيری د لوبو نه وروسته هغه جمنازيومونه او ميدانونه چه د نوموړو سپورتی لوبو لپاره جوړ شوی ، په مداومه توګه ورڅخه استفاده و نه شي او بيجينګ ستری اقتصادی او ټولنيزی ګټی تر لاسه نه کړي ، نو ټولنيزی انرژی به ئی بی ګټی پاتی شي ٠ د داسی حالت د مخه نيوی لپاره د بيجينګ ښاروالی د جمنازيومونو او ميدانونو د أباديدو د پلان د طرح کولو په عين وخت کی د لوبو نه وروسته د نوموړو د لوبغالو او تجهيزاتو د استعمالولو مسئلی تر خپلی پاملرنی لاندی نيولی دی ٠ د بيجينګ د ښاروال مرستيال جانګ ماو لږه موده د مخه د اوليمپيک د لوبو د ځايونو د أبادۍ او ادارې په باب بين المللی فورم کی د ګډون په وخت کی خبريالانو ته وويل ____(أواز)______

د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو نه وروسته د د لوبغالو او جمنازيمونو استعمال يوه ډيره مهمه مسئله ده ٠ د اولمپيک په تيرو سپورتی لوبو کی برياليتوب او د عبرت درس دواړه موجود و ، که چيری د لوبو نه وروسته ټولی سپورتی ودانی په ښه ډول استفاده و نه شي ، په اصل کی ټولنيزه دنده به درنه شي ٠ نو چين د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د کوربه د حق تر لاسه کولو نه وروسته نوموړی مسئلی تر نظر لاندی نيولی دی چه د بيجينګ د واقعی حالت سره سم د نورو هيوادونو له برياليو تجربو څخه ګټی واخلي ٠

ښاغلی جانګ ماو د نوموړی مسئلی په باب معلومات ورکړل چه بيجينګ يوه بشپړه لايحه طرح کړيده ٠

د لوبو نه وروسته د جمنازيومونو او ميدانونو د اداره کولو ، ګټی اخستلو په باب مسئلو ته نه يوازی د بيجينګ ښاروالی بلکی د نوموړو د لوبغالو او جمنازيمونو خاوندان هم ډيره پاملرنه کوي ٠ د اولمپيک د سپورتی لوبو د باسکتبال مسابقو لپاره د بيجينګ په لويديځی سيمی کی د وو که سونګ په نامه سپورتی مرکز د بيلا بيلو ټولنيزو موسسو په ګډی همکارۍ جوړ شويدی ٠ د نوموړی سپورتی مرکز خاوند ليو جونګ يی وويل ___أواز____

د دې مرکز د أبادی پلان د طرح کيدو په ترڅ کی د څو اړخيزی استفادی کولو او د عادی خلکو د ګډون لپاره مسئلی تر نظر لاندی نيول شويدی او د أبادولو په بهير کی مونږ د بهرنيو هيوادونو د سوداګرو سره د تماس له لاری پرمختللی فکرونه حاصل کړيدی ٠ د ٢٠٠٨ کال د سپورتی لوبو نه وروسته به ټول تجهزات په پوره توګه د بازار د غوښتنی سره سم خلاص او د ګټی اخستلو وړوګرځی ٠ په هغه وخت کی به يو نوی سپورتی مرکز رامنځته شي او د اداره کولو شکل به يی هم نوی وي ٠

اوس د بيجينګ حکومت د سپورتی جمنازيمونو او ميدانونو د ادادره کولو په باب د

د پيشنهاددونو د راټولولو لپاره د چين د داخلی او بهرنی پنځه تنه پوهان استخدام کړيدی ٠ د فرانسی پوه موريس لويت دا نظر لری چه د سپورتی لوبو د ځايونو اداره

کول د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو دپاره د تدارکاتی کارونو په جمله کی د بيجيتګ د ښاری أبادۍ يوه مهمه برخه ده ٠ هغه وويل ___أواز____

د سپورتی ميدانونو جوړول نه يوازی د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک ١٧ ورځنیسپورتی لوبو لپاره بلکی بايد دايمی او کلی ګټی په نظر کی نيولی شي ٠ د نوموړو لوبو په موده کی به د کارکوونکو او سپورتی تاسيساتو اړتياوي ډيری زياتی وي ، مګر د لوبو نه وروسته به کمی شي ، نو کيدای شی چه په اجاری ورکولو له لاری د نوموړو تاسيساتو څخه ګټی تر لاسه يی او هم به په دوامداره توګه ښه وساتل شي ٠

د ده په نظر د نوموړو لوبو نه وروسته بيجينګ د سپورتی لوبو د ځايونو د استعاملولو په باب مشخص او مفصيل پلان جوړ کړيدی ، نو خلک بايد په پوره خوشبينی سره دا هيله ولري چه د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو نه وروسته به زيات شمير ښه ځايونه د ګټی اخستی وړ وګرځي ٠

ګرانو اوريدونکو ، د سپورت او ورزش په باب نننی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده ، هيله ده چه زمونږ دغه پروګرام مو خوښ شوي وي ٠