<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-10 19:11:51    
سخت او مشکيل محيط تر يوی اندازی پوری د ماشومانو د روزنی لپاره ګټه لری

cri

په هره کورنی کی پلار او مور دواړه غواړی چه خپلو ماشومانو ته روغه او سالمه روزنه ورکړی تر څو چه په راتلونکی وخت کی په ټولنه کی ګټور او نيک کسان ثابت شي ٠ مګر حقيقت دا دی چه په سم ډول د ماشومانو روزل څه اسان کار نه دی ٠

مونږ په خيال دا به ښه وی چه پلار او مور د خپلو ماشومانو د روزنی او تربيی په ترڅ کی کله کله دوی ته کوچينی کوچينی مشکيلات هم پيدا کړی ، دا د ماشومانو د سالمی ودې لپاره ډيره ګټه لری ٠ زه به تاسو ته د خپلی دغی مشوری لپاره يو مثال وړاندی کړم ٠ د امريکی په شمالی غرونو کی د وانپ نواګ قوم اوسيږی ، د هغوی عالت دا دی ، د دی لپاره چه ماشومان يی سخت طبيعی ماحول او شرايطو کی ژوند وکړای شی ، هر کال د ژمی په موسم کی هغو هلکانو چه عمر يی څوارسو کالو ته رسيږی ، تبرګی او لور او نور ضروری شيان په لاس کی ورکوی او ليری غرونو ته يی استوی ٠ څو چه دوی په ځانګړی ډول د يو وخت لپاره په غرونو کی ژوند وکړي ٠ دغه خلک وابې چه بوازې هغه ماشوم چه په مشکلو حالاتو کی د ځانګړی ژوند طاقت لری ، بيا په خپلو کليو کی ژوند کولی شی او په راتلونکی کی ګټور سړی ثبات شي .

نن ورځ زمونږ په ساو خوا کی د زياتو ماشومانو د ځانګړی ژوند اراده ضعيفه شوی ، يو عمومی علت يی دا دی چه اوس د ماشومانو ژوند ډير ارام او د مور او پلار تر زياتی مينی او پاملرنی لاندی دی . نو دوی داسی عادت پيدا کړی چه په خلاصه خوله د ډوډۍ انتظار باسی او د لاسونو په غزولو سره کالی غواړی ٠ ځکه مور او پلار د دوی لپاره هر څه تيار کړيدی ٠ هغه ماشومان چه په داسی حالت کی وده کوی ، نو بی له شکه به په راتلونکی هم د نورو په اتکا ژوند وکړای شی ٠ دا د ماشومانو د بی احتياجه طاقت د روزنی لپاره هيڅ ګټه نه لری ٠ د فزيولوژی او روان شناسی د پوهانو د څيړنی څخه څرګنديږی چه سخت او مشکيل محيط تر يوی اندازی پوری د ماشومانو د روزنی لپاره ګټه لری ٠ خپتی هوښيارې لد عاقبت انديشې ميندی د خپلو ماشومانو تربيی او ژوند ته د پاملرنی سره سره د ماشومانو د واقيعی لياقت روزنی ته هم پوره پاملرنه کوی ٠ د دغی پاملرنی په ترڅ کی په ورځنی ژوند کی کله کله ماشومانو ته کوچينی مشکيلات پيدا کوی ، او ماشومانو ته د عادی کارونو د سر ته رسولو تشويق ورکوی ٠ څو چه ماشومان د مشکيلاتو د ليری کولو لپاره زړور شي ٠

يوازی له همدی لاری ماشومان په دی ښه پوهيدی شي چه د مشکيلاتو د ليری کولو موثره طريقه پر خپلو کوششونو باندی اټکل کول دی ٠