<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-10 19:52:15    
پوهه کليوالی ښځو ته شتمني رسوی

cri

په ١٩٤٩کال کی د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو سره سم دچين دښځو مقام ترزياتی اندازی پوری لوړ شوی او د هيواد د ودانولوپه بيلابيلو ساحو کی په تيره بيا په کليواو زراعتی فعاليتونو کی يی ستر رول لوبولی او لوبوی يی . امأ په کليوالی سيمو کی د اکثرو ښځو کلتوری سويه نسبتأ ټيټه ده .د وروستيو کلونو راهيسی دمختلفو درجو د ښځود اتحاديو لخوا ددوی د کار د توان اولياقت د اوچتولو او د بزګرو د پوهی د لوړولو د بهير د ګړندی کولولپاره زيات ځانګړی مسلکی ښوونځی اوحرفوی کورسونه پرانستل شوی دی . د پروګرام په دی برخه کی به يو راپور واورئ چه عنوان يی دی _ پوهه د کليو ښځو ته شتمنی رسوی .

خبريال د چين په جنوب کی د جيانګ سی ولايت د ګان جو ښار د لاسی صنعتی شيانو د جوړولو په کارخانه کی د ښاغلی چينګ سره مرکه وکړه . هغه خبريال ته وويل چه زما په کارخانه کی په سلو کی اتيا کارګری ښځی دي . له دی امله چه دوی د رسمی کار د پيل نه مخکی د ښار د ښځود اتحاديی لخوا په جوړشوی حرفوی ښوونځی اوکورس کی روزلی شوی ، نو د لاسی صنعتی شيانو دګندلو، اوبدلو او جوړولو په بهير کی ډيری تکړه دي او د ښځينه کارګرو مياشتنی معاش منتهأ له اتوسوو نه نهو سوو يوانو ته رسيدلی او کم تر کمه له ٤ سوو نه تر ٥ سوو يوانو پوری دی .

د ګان جو ښار د ښځو د اتحاديی رييسی دنګ څای شيو خبريال ته وويل چه تراوسه پوری زمونږ د ښځو د اتحاديی په مرسته د ټول ښار په چوکاټ کی دښځو

لپاره څه د پاسه نه سوه اويا حرفوی ښوونځی او کورسونه جوړشوی دي .

د جيانګ سی دولايت ګان جو يو داسی لوی ښار دی چه په سلو کی اتيا اوسيدونکی په کليوکی هستوګنه لری اوهغه ښځی چه د کار توان لری ، د ټول ښار د کليو د همدغو بزګرو دعمومی شمير په سلو کی له ٦٠ نه زياتی دي او د کليوالی اقتصاد د پرمخبيولو په بهير کی د اصلی قوی په حيث رول لوبوی . خو د دغو ښځو د کلتوری ، علمی او تخنيکی معلوماتو د لږوالی له امله ددوی لخوا دلوړو عايداتو د ګټلو فرصتونه کم دی . نوپه دی وجه د کليوالی ښځو د روزلو پياوړتيا او په بيلابيلو کارونو کی د تکړه ښځو او غير زراعتی کارکوونکو تربيه او روزنه د بيلا بيلو درجو د ښځو د اتحاديو په غاړه يوه مهمه دنده ګڼله کيږی . د ښار د ښځو د اتحاديی رييسی دنګ څای شيو وويل چه يوازی د علمی او تخنيکی معلوماتو د ترميم او د کليوالی ښځو دکلتوری سويی د لوړوالی په شرطه ښځی دی ته تشويقولی شو چه په توليدی فعاليتونو کی فعاله برخه واخلی او ښه موفقيتونه لاس ته راوړی . د ښځو د ښوونځيو او کورسونو جوړول د بزګرود پوهی اوعلمی لوړولو په بهيرکی دښځو د برخې اخيستنی لپاره يوه ډيره مستقيمه اوغوره لاره بلله کيږی .

په ٢٠٠٤ کال کی د ګان جو ښار د ښځو اتحاديی د بزګرو د پوهی لوړيدو او علمی کيدو په هکله يو پنځه کلن پلان جوړ کړ ، ددی پلان له مخی بايدهرکال په سلو کی شل کليوالی ښځی تر علمی او تخنيکی روزنی لاندی ونيول شی . په نتيجه کی له يوه کال نه په کم وخت کی په ټول ښار کی د کليوالی ښځو لپاره ٩٧٧ ځانګړی ښوونځی او کورسونه منځ ته راغلی دي .

خبريال د يوه کلی د ښځو په ښوونځی کی وليدل چه په المارۍ کی د

حيواناتواو د اوبو پيداوارو د روزلو او د نباتاتو د کرلو په اړه بيلابيل کتابونه پراته دي . ښوونځی د کليوالی ښځو د توليدی تخنيکونو دموجودی سويی اوواقعی اړتياؤ سره سم دوی ته اړوند علمی معلومات ور کوی .

ددی ټکی په نظر کی نيولو سره چه ښځی هم د زراعتی توليداتوپه فعاليتونو بوختی دي او هم د کور کارونه کوی ، د ګان جو ښار د ښځو اتحاديی د ښوونځيواو کورسونو دجوړولو په بهيرکی بيلا بيل انعطاف منونکی شکلونه غوره کړی دي . مثلأ د دا تانګ په علاقه دارۍ کی ښځو ته د اسانتياؤ د برابرولو لپاره د ميوه لرونکو ونو په باغ کی کورس پرانستل شوی دی .

د ښځو د ښوونځيو او کورسونو د جوړيدو له برکته زياتو کليوالی ښځو د شتمنۍ په لوری لوی ګامونه اخيستی او د نورو بزګرو د زده کړی نمونی ګرځيدلی دي . لکه ښځی شيو شياو اينګ دخپل قوت او زده شويو تخنيکونو په اتکا د حيواناتو د روزلو فارم جوړکړی دی چه پکی د ٤٠ کوټوپه شمول څلور ودانی ولاړی دي او د څارويو شمير يی له سلو نه زيات دی . د بل مثال په توګه د زراعتی محصولاتو د پروسيس هغه فابريکه چه د ٢٦زرو مربع مترو په مساحت مځکه نيسی ، د ميرمن لان شيانګ مۍ لخوا جوړه شوی او پکی د دايمی جايدادونو لپاره اچول شوی پيسی له ٦ لکو ژن مين بی يوانو څخه اوښتی اوپولی جريان يی اتو لکو يوانو ته رسيدلی دي . ميرمن لان شيانګ مۍ ١١ نور کارګرهم ګمارلی او هر کال دلسو مليونو ټنو په اندازه د شولود چمتوکولو دنده ترسره کوی ،په دی ډول هرکال هغه سل زره يونه خالصه ګټه لاس ته راوړی .

د کليو ګڼ شمير ښځو د نوموړو ښوونځيو له پرانستلو نه ګټی اخيستی ، نو دوی د لا زياتو همدغسی ښوونځيواو کورسونو له پرانستلو نه هيلی څرګندی کړی

دی . د ګان جو د ښځو د اتحاديی رييسی په پوره اطمينان سره خبريال ته وويل چه په دی برخه کی زمونږ هدف دا دی چه د ٢٠٠٨ کال تر پايه پوری به د ټول ښارهره هغه ښځه چه په توليدی فعاليتونوکی اصلی رول لوبوی ، تر علمی او تخنيکی تربيی او روزنی لاندی راولو ترڅودوی په يو يا دوو برخو کی د مترقی عملی تخنيکونو او د کار د لياقت خاوندانی شی .