د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د سينګاپور او پاکستان لخوا د مې په لسمه نيټه په سينګاپور کې يو يادداشت لاسليک شوی او مقصد يې د تروريزم او نړيوالو جنايتونو سره د مخالفت په برخه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکاري پياوړي کول دی ٠ د سينګاپور د خبر سره سم نوموړي يادداشت د سينګاپور او د پاکستان د صدراعظمانو لي سيان لونګ او شوکت عزيز ترمنځ د خبرواترو نه وروسته لاسليک شوی دی او عمده محتويات يې دا دي چې د تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د دواړو هيوادونو قوتونه پياوړي شي او يو بل ته مربوط اطلاعات ورکړي٠
|