
د سين هوااژانس د خبر له مخی : د افغانستان د حکومت يو مامور د می په لسمه نيټه دا خبره تصديق کړ چه د افغانستان په سل ګونو محصلينو په همدی ورځ په ختيځ کی د جلاأباد د ښار واټونو ته لاړل او له دې امله ئی د احتجاج په توګه مظاهره وکړه چه د امريکی فوځ د ګوانتانامو په نامه د امريکی فوځ د اډی په بنديخانی کی قران شريف نخ په سپکه سترګه کتلی دی ٠
د امريکی د نيوزويک د تازه خبر سره سم قران شريف ته په سپکه سترګه کتل يوه داسی طريقه ده چه د امريکی فوځ په نوموړی بنديخانی کی د مسلمانو بنديانو ته د سزا ورکولولی لپاره سری کار اخلي ٠ د دی خبر د خپريدو نه وروسته سمدلاسه د افغانستان مسلمانان په غوضه شول ٠
په نوموړی مظاهری کی د افغانستان محصلينو د امريکی د جمهوررئيس بوش د عکس وسوځاوه او له امريکی څخه ئی وغوښتل قران شريف ته د سپکاوی له امله بخښنه وغواړي او هم ئی د امريکی له فوځ څخه غوښتنه وکړه چه د ګوانتانامو له بنديخانی څخه بنديان کسان خوشي کړي او د امريکی فوځ له افغانتسان څخه ووزي ٠