<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-11 19:07:50    
ميرمن ځو چو بی او ددی ٢٤ تنه اولادونه

cri

ميرمن ځو چو بی او ددی ميړه وی ځای سين يوه د شپږ ويشت تنه غړی لرونکی لويه کورنی لری . په دی کورنی کښی ٢٤ اولادونه د ١٧ پلرونو نومونه لری او د دووخپلو لوڼو نه پرته نور ټول دخای دا يتيم خانی ته چه د ځو چو بی او د هغی دميړه له خوا جوړه شوی منل شوی اولادونه دی .ددوی په منځ کښی تر ټولو نه لوی زوی اوس د پوهنتون په څلورم ټولګی کښی زده کړه کوی او تر ټولو نه وړونکی لور اوس د ښوونځی په شپږم ټولګی کښی درس لولی .ددغو اولادونو د يادولو په وخت کښی ځو چو بی د زياتی ستاينی وړ خبری وکړی او څيره يی له نيکمرغۍ نه ډکه وه .د اولادونو روزل له ستونزو او سختيو څخه ډک وی ،خوځو چو بی د ٢٤ تنو اولادونو مور ده .هغی خبريال ته ددغو يتيمانو د منلو حالت را يادکړ .

په ١٩٩٣ کال کښی ځو چو بی د سی چوان ولايت په دا جو ښار کښی يوه نامتو انفرادی سوداګره وه او څلور کوچنی رستورانونه يی درلودل . هغی خبريال ته وويل چه هر کله چه يتيمان د سوالګری کولو دپاره زما رستوران ته راتلل ،زړه می ډير خوږ شو ، نو تل می دوی ته اجازه ورکوله چه تر مړيدو پوری ډوډۍ وخوری . په دی کال کښی ديخ ژمی د يوی ورځی په ماسپښين يو يتيم ددی رستوران ته راغی چه د يخنۍ له امله يی ټول وجود لړزيده . څرنګه چه ځو چو بی څه کار درلود ، نو دغه يتيم ته يی ٣٠ يوونه پيسی ورکړی او ور ته يی نصيحت وکړ چه تر مړيدو پوری ډوډۍ وخوری . ور پسی هغه په تلوار سره ولاړه .کله چه ماښام هغه خپل کور ته ستنه شوه

او ويی ليدل چه خپلو دوو لوڼو يی د ملاقات په ګرمه کوټه کښی تيلويزيونی پروکرامونه ګوری ،زړه يی بيا خوږ شو او په يخ باد او سړی هوا کښی يی هغه ماشوم بيا زړه ته وګرځيد .

ددوهمی ورځی په سهار وختی ځو چو بی له خپلی وړوکی لور سره په واټونو کښی هغه ماشوم ولټاوه ، بالاخره يی د يوه دکان تر کړکۍ لاندی هغه پيدا کړ او سمدلاسه يی هغه په خپل غيږ کښی ونيوه .کله چه ماشوم په ژړا کښی ور ته وويل چه هغه له

يوه بی کوره کشر ورور سره هم اشنا شو ، ځو چو بی بيا دغه ماشوم هم پيدا کړ . دغه دوه ماشومان وان چون او وی لان نوميږی او دځو چو بی له خوا منل او روزل شوی لومړی يتيمان وو .

د ځو چو بی کور يوازی دوی کوټی درلودی ، شپږ تنه پکښی نه ځائيدل ، نو له خپل ميړه سره يی مشوره وکړه چه يو لوی کور جوړ کړی . ميړه وی ځای سين چه د يوه الکترونيکی صنعتی شرکت مدير دی ، د ښځی په فکر ښه پوه شو ، نو له خپلی وظيفی څخه ګوښه شو .هغه په پوره زړه سره له خپلی ښځی سره مرسته وکړه او د خای دا په نامه يتيم خانه يی جوړه کړه . له هغه وخت نه وروسته دوی دواړه تل په دی لګيا شول چه هغه ماشومان يو يو په خپله يتيم خانه کښی ومنل چه بی کوره پاتی شوی ، پلرونه او ميندی يی د ناروغۍ په اثر مړه شوی او يا کورنی يی له ناڅايه بدلون سره مخامخی شوی دی .

د دغو ماشومانود منلو او روزلو دعلت د يادولو په وخت کښی ځو چو بی خبريال ته وويل څرنګه چه ما د کوچنيتوب په وخت کښی له مور سره سختی شپی ورځی تيرولی ، نو هيله لرم چه يتيمانو ته يوه مکمله کورنی ورکړم ، خو هيڅکله فکر نه

لرم چه دوی په راتلونکی وخت کی به زما خدمتونو ته ځواب ورکړی .په حقيقت کښی ځو چو بی دغو يتيمانو ته تر ميندو نه زياتی انرژۍ او مينی وقفی کړی دی . جنی پو لين لين يتيم خانی ته د رارسيدو په وخت کښی لس کلنه وه ،خو ونه يی د ٦ کلن ماشوم سره برابره وه او د پښتورګی دمزمنی ناروغۍ په اثر يی ټول وجود پړسيدلی و . ځو چو بی په هر دوو يا درو ورځو کښی هغه روغتنون ته وروليږه او يوازی ددی د ناروغۍ دعلاج دپاره يی په لسو ګونو زره يونه پيسی لګولی د ی. يتيم ځن جين د کوچنيتوب په وخت کښی دهډوکو د کوږوالی په سختی ناروغۍ اخته شوی وه ، نو ځو چو بی هره ورځ دده دپاره دهډوکو ښوروا پخوله او د شپی په وخت کښی به کله چه ځن چين خوب کاوه ، دده پښی به يی سمولی . دماشوم سياو خوا درسی موفقيت ښه نه و ، نو ځو چو بی په خاص ډول معلم راوباله څو چه په درس لوستلو کښی دده لارښونه وکړی . اوس سياو خوا په ښه درسی موفقيت د ازموينی له لاری دسی نان دحمل و نقل پوهنتون ته داخل شو .

هغی خبريال ته وويل چه که څه هم ما ډيری انرژۍ وقفی کړی دی ، خو لا زياتی نيکمرغۍ می هم موندلی دی . زه د دومره ښو اولادونو په درلودلو سره ډيره وياړم او نيکمرغۍ احساسوم