<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-05-11 19:57:41    
د زړې ورځپاڼې په باب کيسه

cri

په زړه پوري خبره دا ده چه د بيجينک په ښار کې د مياو سينګ په نوم يو داسي خاص دکان شته چه پکې د زيږيدنې د ورځې د تحفې په توګه زړې ورځپاڼې خرڅيږي او کار و بار يي ډير تود ښکاري ٠ په دي وروستيو وختونو کې زمونږ خبريال دغه دکان ته لاړ او ويي ليدل چه په دي دکان کې ډيرې زړې ورځپاڼې ځاي پرځاي شوي او هر عنوان ورځپاڼه په جلا جلا توګه ايښودل شوي دي ٠ دکاندار ځنګ جون نوميږي او سږکال هغه څلويښت کلن دي ٠ نوموړي خبريال ته وويل چه اوس زما په دکان کې په عمده توګه دوه ډول ورځپاڼې شته چه يوه يي د چين د خلکو ورځپاڼه او بله يي د بيجينګ ورځپاڼه ده چه په چين او بيجينګ کې زياتې اغيزمنې ورځپاڼې ګڼل کيږي او د چاپ وخت يي د تيرې پيړۍ په وروستيو پنځوسو کالو کې دي ٠ نوموړي ورځپاڼه ټول يو يو او په جلا جلا توګه په ډير شکلي ډول بسته بند شوي او د زيږيدنې د ورځې د تحفې له پاره په دکان کې ايښودل شوي دي ٠ د دکان دار ځنګ جون په نظر زړه ورځپاڼه د زيږيدنې د ورځې د تحفي په توګه خاص او ځانګړي ارزښت لري ٠ ځکه لومړي دا ډول تحفه ډيره لږ ليدل کيږي ، دوهم کلتوري ارزښت لري ، کله چه يو څوک د خپلې زيږيدنې د ورځې ورځپاڼه تر لاسه کړي او د دې ورځپاڼې د لوستلو له لارې د تاريخ په همدي ورځ کې د هيواد او نړۍ مهمې او لويي پيښې معلومې کړي ، د ځان له پاره يي ډير په زړه پوري او دلچسپه خبره وي ٠ دکاندار ځنګ جون خبريال ته وويل چه ورځپاڼه خپل کلتوري او تاريخې اهميت لري ، خصوصأ بيجينګ يو لوي ښار دي او له کلتوري فضا څخه ډک دي ٠ ډير خلک کلتور ته په ډيره درنه سترګه ګوري ٠ دکاندار ځنګ جون نوموړي ورځپاڼې په عمده توګه د انترنيت د شبکې له لارې پلوري ، د هرې ورځپاڼې بيي د بيلا بيلې لسيزې له مخې ټاکل شوي دي ، مثلأ د تيرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې چاب شوي يوه ورځپاڼه نژدي دري سوه ژن مين بي يوانه دي ، خو په نهمه لسيزه کې چاپ شوي ورځپاڼه اتيا يا نوي ژن مين بي يوانه دي ٠ د دکاندار ځنګ جون مرستيال ښاغلي حه سين وويل چه اوس هره ورځ داسي خلک شته چه د انترنيت د شبکې له لارې زمونږ ورځپاڼې اخلي ، زمونږ کار او بار ډير تود ښکاري ٠ د بيجينګ يو ې ميرمن د انترنيت د شبکې له لارې ليکلي چه ډيره مننه کوم چه ښاغلي ځنګ جون زما اميد تر سره کړي دي چه ما د خپل خاوند د زيږيدنې د ورځې د رسيدو په وخت کې يوه ارزښناکه ورځپاڼه تر لاسه کړ ، مونږ په دي نسبت ډيره خوشحاله يو٠ ميرمن يانګ شاو مين د بيجينګ په يوه پوهنتون کې کار کوي ، لږه موده د مخه هغې د خپل خاوند له پاره د زيږيدنې د ورځې ورځپاڼه اخيستې او د زيږيدنې د ورځې د يادونې د تحفې په توګه خاوند ته يي ورکړې ده ٠ هغې وويل چه زما په نظر هغه بايد د خپلې د زيږيدنې په ورځ د مهمو او لويو نړيوالو پيښو په باب معلومات تر لاسه کړي او دا ډير اهميت لري ٠ په دي توګه دا ډول تحفه د نورو تخفو په پرتله ډير ه ښه ده ٠

اوس د نوموړي تحفې اخيستونکي پرته د بيجينګ د اوسيدونکو نه د بيجينګ نه د بهر ځايونو خلک هم ډير زيات دي ٠ اته ويشت کلن ښاغلي که سي د چين د جنوبي خوا د ګوان تونګ ولايت د ماو مينګ ښار اوسيدونکي دي ٠ لږه موده د مخه د ده د يو دوست د زيږيدنې د ورځې د ژر رسيدو په وخت کې ويي غوښتل چه د خپل دوست له پاره يوه تحفه انتخابه کړي ، هغه د انترنت د شبکې له لارې کشف کړي چه د زيږيدنې ورځې ورځپاڼه تحفه شته ٠ د هغه په نظر دا ډير ه تازه او په زړه پوري تحفه ده ، نو نوموړي همدي دکان څخه خپل دوست ته ورځپاڼه اخيستې ده ٠ هغه وويل چه زما په نظر د زيږيدنې د ورځې ورځپاڼه د هر هغه سړي له پاره چه د زيږيدنې په ورځ کې ورته ورکړل شي ، ډيره په زړه پوري ده او په دقت سره به يي وساتي ٠ ځکه دغه تحفه د راټلولو ارزښت لري ٠ د زيږيدنې د ورځې د ورځپاڼې د رواجولو په نسبت د اړوندو کارپوهانو نظر دا دي چه د ژوند د ځانګړو د برخو په اړه د چينايانو نوي غوښتنې د پراختيا په حال کې دي ٠