د سينهوااژانس د خبر له مخې د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزي د مې په يولسمه نيټه په بروسيل کې د ناتو بلوک په مقر کې د نوموړي سازمان دسرمنشي جاپ دي هوپ شيفر سره د خبرواترو په بهير کې هيله وکړه چې ناتو بلوک د افغانستان د امنيت او د اقتصادي بيا ابادۍ په برخو کې ﻻ زيات او طولاني ملاتړبرابرکړي هغه د خبرواترو نه وروسته په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل افغانستان د ناتو بلوک د هغو کوششونو څخه ډيره مننه څرګندوي کوم چې د افغانستان په دننه کې د امنيتي اوضاعو د ساتنې دپاره يې ترسره کړي دي ٠ د افغانستان امنيت د افغاني خلکو او د بينالمللي ټولنې دپاره يو ډير اوږد جريان لري ، په دې جريان کې افغانستان د بينالمللي ټولنې پر له پسي ملاتړ ته اړتيا لري ٠
|